هرات:دښځودلاسی صنائعو۴ورځنی نندارتون بشپړشو.
په هرات کی دنوی نړی په نوم دښځودملاتړدیوی ټولنی مشری میرمن منصوری وویل نندارتون څخه یی جوړول یوه موخه دښځوتوانمندی اواستعدادښکاره کولوترڅنګ ددوی په لاس جوړوتوکوته دبازارموندل وه.دخبروپه دوام یی دغه ۴ورځنی نندارتون پایلی بریالی وبللی «له دغه کاره مویوه موخه دښځوپه لاس جوړوتوکوته دسوداګرو انګزه ورکول وه.ځکه دامیرمنی دکورنی یواځنی ډوډی برابرونکی دی زیارګالی بایدکارته یی دقدرپه سترګه وکتل شی»دهرات نندارتون ددغه ښاردمولاناجلال الدین تالارکی پرانستل شوی وه د۸۰غرفوپه شته والی سره یی څه دپاسه ۵۰۰بیلابیل ډولونه توکی لرل چه له فراه ،بادغیس،غور،اوهرات پنځلس ګونه ولسوالیوڅخه دزیارکښومیرمنوپه لاس جوړتوکی په کی ننداری ته ایښی وه.دبیلګی په ډول یی رنګارنګ افغانی غالی ،زعفران،اوخامکی څادرونوډیرمینه وال لرل.له فراه څخه دنوراحمدپه نوم یوه هټیوال دخپل ولایت دښځولاسی صنائیع ګټوربلل زیاته یی کړه ګڼه کتونکی لری «ماله خپل ولایت څخه دښځوپه لاس جوړهنری توکی اوزعفران ر اوړی چه خلکوډیر خوښ کړل»همداراز دهرات نسبتاناامنه ولسوالی ګذری استوګنی پر وانه نورزئی نندارتون کی په ګډون خوښه وه دورته نندارتونوجوړښت یی دټولنی داقتصاددلوړیدویودلیل وباله«د میرمنولپاره داډول نندارتونونه ګټور دی ځکه دلاس کارسره یی دخلکوبلدتیامنځ ته راځی زمونږدټولنی میرمنی دپوره کارتوانمندی لری اوپه دغه طریقه یی هیواددیننه اونړیواله مارکټونوکی صنائعوته پیریدونکی پیداکیږی»هرات کی دښځودلاسی صنائیعودغه نندارتون دښځونړیواله ور ځی په مناسبت پرانستی وه .دغه ولایت کی دبشردحقونوتر څنګ ګڼه دښځودملاړټولنی دښځودحقونوعامه پوهاونی پروګرام کی کارکوی اودښځودحقونودورکړی لپاره ور ته پروګرامونوپه پلی کولوسر ه دپر مختګ هڅه کوی داځکه هرات کی لاهم دیوشمیرمیرمنوژوندتریخ، جبری ودونه اونوروموجیبوله وجهی روان کال کی تر۸۰میرمنوکورنی تاوتریخوالی له کبله ځان ته اور ورته کړ.کوم چه دهرات دوالی احمدیوسف نور یستانی په وینامخینوی لپاره یی بایددینی علماداسلامی اصلورڼاکی دعامه پوهاونی چاری پر مخ بوزی.د تاوتر یخوالی فعلینوسره ددقانوله مخی سخت چلندوشی.