«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:دښونی زنګ وکړنګول شوخو۲۷۲ښونځی ودانی نلری.

په هرات کی د۱۳۸۹هج لمریزکال دښونی بهیرسلطان غیاث الدین ښونځی کی دګڼه زده کونکواودولتی چارواکوپه حضورپیل شو.دغه ولایت دښونی روزنی رئیس غلام حضرت تنهاازادی راډیوته وویل اوس مهال څه دپاسه ۶۷۰زره زده کونکی له لمړی تر۱۲ټولګی پوری په زده کړوبوخت دی اودښونی کیفیت یی ترکابله وروسته په دوهمه کچه کی غوره خوزده کونکوته یی دمناسب ځای نشتوالی یوه ستونزه یاده کړه«په خوابدی سره بوه ووایم چه ۲۷۲ښونځی لاهم ودانی نلری نوپه زغرده وایم که دخلکوښونی سره داډول علاقه اودښونځیوودانیودجوړونی بهیرهمداسی سست په مخ ځی نووړاندوینه کوم چه ترلس کاله پوری به  ښونځیوکی دخیمی فرهنګ ختم نشی»دهرات ښونځیوکی دامهال دنجونوفیصدی په سلوکی ۴۷یادیږی اوددرس بهیریی هم غوره یادشومګرله ځینی لری برتوسیموددرس په مهال دیوشمیرښونکوله خوازده کونکوسره دزور زیاتی شکایتونه دوام لری ځکه نودهرات ښارسلطان غیاث الدیی ښونځی دوه تنه زده کونکودنوم تر راښودلوورسته ښونکوڅخه دترحم هیله لرله.خودهرات دښونی اوروزنی چارورئیس وویل دوی ښونځیوته په لیکلی بڼه داتوسیه کړی سرغړونکوسره قانوی چلندکیدلی شی«له ټولوښونکوڅخه می هیله ده په هیڅ صورت بایدزدکونکی په روانی اوجسمی ډول فشارلاندی رانه وړی لکه دموروپلارپه څیردی دمینی په قضأکی درس ورته ووایی»په هرات ولایت کی په داسی مهال دښونی مامور ین دښونځیودودانیونشتوالی څخه شکایت کوی چه تیرو۸کلونوکی مر کزاوولسوالیوکی تر۳۰۰بابه زیات ښونځیوته ودانی جوړی اویاهم زړی ودانی یی رغول شوی دی لګښت یی ملیونونه ډالره نړیواله ټولنی ورکړی ده.دیادولووړده چه راروان کال کی د۸۰ز ره جدیدالشمول زده کونکودشمولیت اټکل هم کیږی.

+ لیکل شوی په  شنبه پانزدهم اسفند ۱۳۸۸ساعت 11:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |