غرب زون کی د۲۰۷ضفرقولی ارودودارکان رئیس خیر محمدخاوری په هرات کی خبرالانوته وویل بالامرغاب ولسوالی کی طالبانودایتلافی ځواکونوپه امنیتی ګزمه بریدوکړدجګړی په ترڅ کی دمولوی عبدالحکیم په نوم دطالبانویوسیمه ایزه قوماندان شپږتنوسره مړشو«دی وایی پیښه دایتلافی ځواکونودامنتی ګزمی په مهال رامنځته شوه دطالبانودیوی ۳۰کسیزی ډلی مشرمولوی عبدالحیکم شپږتنوملګروسره له منځه لاړه»خوطالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی پیښه کی دایتلافی ځواکونودڅونقیله وسیلودتخریب او۵تنه بهرنی عسکرودمړینی ادعاوکړه.خودملی اوردودغه لوړپوړی ماموردطالب ویاند دادعاپه ردسره دایتلافی ځواکونودیوه ټانګ دتخریب خبره ومنله.بالامرغاب کی دجګړی له امله سیمه ایزه خلک سخت وهم پیچلی وه په استازیتوب یی دمحمدګل په نوم یوه قومی مشردسلګونه کسانوله کوره دکډه کیدووویل.دبالامرعاب خلکوازادی راډیوله لاری مرکزی اداری څخه وغوښته څودژمی په په یخنی کی دغه سیمه کی عملیات پیل نکړی.خوغرب زون کی دولتی مامورین وایی امنیتی ګزمی دخلکودسولی اوسوکالی په نیت کوی دخلکوپه ازاراوځورونه کی طالبان ګرم وبلل.
+ لیکل شوی په دوشنبه بیست و هفتم مهر ۱۳۸۸ساعت 9:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|