«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کی دپی ارټی کارونه

هرات کی میشت دایټالیاولایتی بیارغونی ټیم قوماندان ډګروال براندونیسیوپه یوه خبری غونډه کی له ۲۰۰۵میلادی کال بیاتر۲۰۰۹کال پوری ټول کړی کارونه په مستندډول خبریالانوته وښودل زیاته یی کړه  ۲۶ملیونه یورویواځی دملی دفاع وزارت له خوابیلابیلوعاملمنفعه پروژوکی دوی خلکوته کارکړی دی«مونږته دهرات پی ارټی لپاره خپل هیوادکی څلوربیلابیل مالی سرچینی لروچه یوه یی هم دایټالیاملی دفاع وزارت دی له دوه زره پنځه بیاتر۲۰۰۹میلادی کال پوری دلته ۲۴ملیونه یوروټولګټوپروژوباندی لګښت کړی دی»دپی ارټی قوماندان وویل دوی روان کال کی هم ۴.۵ملیونه یوروهرات ته ځانګړی کړی چه دهغه په وینا۱۴فیصده به یی دښونی ۴فیصده دعامی روغتیا،۳۱دکرنی ومالداری ۱۶فیصده ټولنیزه اونورچارواو۲۴فیصده به یی امنیت برخه کی ولګوی.ګڼه خبریالانوپه پرله پسی ډول قوماندان څخه وپوښتل چه نسبت دافغانستان نورولایتوپه تناسب لږپیسی دی اودپروژوانتخاب کی هم ټولنیزعدالت چندان نه مراعات کیږی؟دپی ارټی قوماندان وویل دکلنی حساب صلاحیت یی دایساف لوړومقاماتوپوری اړه لری اودپروژوانتخاب هم دوی په خپل سرنه بلکی دوږلایتی شوراله خوورته ښودل کیږی.ده دروان کال کاری پلان کی د۶بابه ښونځیوودانی اودهنرمندانولپاره دیوی ودانی دجوړښت یادکړه ،څلورروغیتایی مرکزونه اودحوزوه وی روغتون دبریښناسیستم رغول یی یادکړه،داوبودوه شبکی او۱۷۲کوهوهیوکیندل دکرنیزه څوپروژوترڅنګ یی دسړخونودجوړښت وویل دولسوالیولپاره یی دپنځه ودانیواودپولیسولپاره یی د۴مرکزونودوه اداری خونودجوړښت حال ورکړدوه دحرفوی زده کړودهوایی ډګرسړک رغول،دهرات دشنی سیمی دفضااوبه رسول اودپل رنګینه سیمی فاضلاب سیستم جوړښت وه چه روان کال یی پروژی یابشپړی اویاهم ترکارلاندی دی.هرات کی دپی ارټی دنظامی څانګی ترڅنګ ملکی برخه یی هم همدغومره مالی کومک کوی خوپه دی سربیره هم ځایی چارواکی منجمله والی اودولایتی شوراریس دپی ارټی مرستی دخلکودستونځوپه تناسب کمی بولی اودنورومرستوهیله یی کوی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و یکم خرداد ۱۳۸۸ساعت 18:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |