امريکان او اسلام منل
اسلام ته د رجوع کولو په درشل کې نن هم يو امريکايي داسلام مقدس دين په خپلولو دشهادت کليمه وويله...دغه تن چه تاسو يې جريان په وديو کې ګورۍ پخواني نوم يې اريک، دي تازه دعبدلرحيم، په نوم ونومول شو، دامريکا ورحنياايالت سپرينګ فيلد مدينه مسجد کې جمعې لمانځه کې په حضور راوړلو سره کليمه وويله، چه ګڼه خاضر مسلمانانو يې په تکبير هرکلي وکړ.
ايريک يا عبدلرحيم، ماسره په په وديويي مرکه کې اسلام ته په تللو خوښي وښوده وويل په دغه اړوند هيجا دعوت يا مشوره نده ورکړې بلکې له نږدې ديرش کلونو راهيسې يې اسلام سره علاقه مطالعه او دلچسپي وه څو دمدينه جومات ادرس په موندنه يې نن دغه امتياز خپل کړ. هغه اسلام بهترين دين وباله ويويل ژوند به يې مثبت چنج يابدلون ومومي.
دمسجد مسولين وايي اسلام ته درجوع کولو ګڼه نور موارد هم لري او ډيرو نورو امريکايانو معلوماتي بستې ترې اخيستي دي چه هيله ده دحقانيت په موندلو به ژر راشي.
امريکا دنړۍ يو له هغو هيوادونو څخه ده چه دمذهب ازادي لري په دمعني چه هرڅوک اختيار لري چه کوم دين پيروي ياهيڅ باور ونلري. نو له همدغه اصله په استفاده په داوروستيو کې داسلام دعوت په تيزي په مخ ځي مسلمانان په زياتيدو او مسجدونه هم نږدې هره سيمه کې ديني خدمات ګړندي کړي دي.
شرف الدين ستانکزي