د سولې په اړه د طالبانو دريځ د سعودي غونډه
طالبانو په تازه خبرپاڼه کې سعودي غونډه کې په خپل دريځ بيا ټينګار کړي وايي افغان حکومت سره نه ګوري. دغه دريځ يې دعامو افغانانو سخت غبرګون راپارولي وايي دوي نو په اصل کې دسولې اراده نلري.
په سعودي عربستان کې د کابل ادارې سره د ناستې د آوازو په اړه د اسلامي امارت د ویاند څرګندونې
په ځينو رسنیو کې آوازې خپرې شوې دي چې ګنې په سعودي عربستان کې به د اسلامي امارت استازي د کابل ادارې له استازو سره ناسته کوي او داسې نورې خبرې.
دغه آوازې حقیقت نه لري، له کابل ادارې سره د ناستې په اړه د اسلامي امارت په دريځ کې کوم تغیر نه دی راغلی بلکې پخوانی دريځ دی.
موږ د یوه قوي او سنجول شوي پلان له مخې له امریکایانو سره د مذاکراتو بهیر پر مخ وړو تر څو زموږ د هیواد افغانستان اشغال پای ته ورسیږي.
هیله داده چې د مذاکراتو له پروسې سره سطحي چلند ونشي او نه هم چاته بې ځایه هیلې ورکړل شي، امریکایې جهت چې له اسلامي امارت سره د خبرو پروسې ته داخل شوی باید په ډيره سنجیدګۍ سره پرمخ لاړ شي او د تبلیغاتي استفادو هڅه و نشي