«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

په اسلام کلا کې د پاسپورت مدیر او شندند کې یو پولیسو جلاپيښو کې ترور شول

د احمد اباد د کلی یوه استوګن میرخان پژواک ته وویل د پاسپورت امر د برید په مهال د موټرپه سپرلۍ کې و ډزې په وشوې  اوعاملین یې وتښتیدل.

دغه راز بله پیښه کې نن د شندند ښار کې هم د سرحدی ځواکونو یوپولیس هم ناڅرګندو وسله والو وواژه، د ولسوالۍ یوه امنیتی مسول دنوم نه څرګندولو په شرط وویل طالبانو تیرو ورځو کې په حکومتی ځواکونو له مسکونی سیمو په استفاده غلچکی بریدونو تګلاره خپله کړې ده، هغه وویل تیره ورځ د ملی اردو یوسرتیری هم په ورته ډول ووژل شو.

دا په داسې حال کې ده چه نن د ورځې په سر کې د هرات د انجیل ولسوالۍ د ترویزم یو لوی افسر هم ناڅرګندو وسله والو وواژه خو عاملین یې لاندی نیول شوی.

د پیښو تور دولت په طالبانوپورې کوی خو هیڅ کومې ډلې یې لا رسنیو ته مسولیت نده اخیستی:

+ لیکل شوی په  پنجشنبه دوم خرداد ۱۳۹۲ساعت 17:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |