غور کې له د ۷ ولسوالیو لارې د ترافیکو په مخ تړلې دي
په غور کې درنې واورې نږدې ټولو ولسوالیو سره د مرکز دلارې د بندښت او دوه انسانانو د وژنې لامل شوه. ګڼه نور وګړې د لوږې ترڅنګ نورو ورځنیو کارونوکې ستونزو سره مخ دﺉ
دا دهغه ولایت دوالی د ویاند عبدالحی خطیبی خبرې ازادی راډیو ته یې وویل خلک بیړینو مرستو ته اړه لري:
«غور ولایت کې د واورو د اورښت له کبله د ۷ ولسوالیو لارې مرکز سره د ترافیکو په مخ بندې دی. دوه تنو د وارې د شدت له کبله ژوند له لاسه ورکړې. یوتن یې په ساغر، اوبل چهارصده ولسوالۍ کې مړدی»
خطیبی، د خلکو ترمنځ د ساری نارغیو د پیل هم وویل زیاته یې کړه منجمله د شری ناروغی د ۱۲ ماشومانو د مړینې لامل شوی، خو د عامی روغتیا د کارکونکو په ډاډ سره یې وویل چه درملنه یې جریان لری او د غور د خلکو لپاره د ۳ میاشتو درمل زخیره کړی شوی دی.
د سیمی خلکو هم په حکومت په نیوکه کولو سره په خلکو کې د لوږی او بیوزلی حال ورکړ، د دغه ولایت چخچران څخه یوه تن د ییړنیو مرستو هیله لرله:
«حکومت باید د خلکو ستونزو ته رسیدګی وکړې په ځانګړی ډول د لرې پرتو سیمو د خلکو ستونزې، دلته هواه ډیره سړه خلک د لوږې او نارغیو له کبله کړیږی»
د غور د والی ویاند سیمی ته د نړیوال خوراکی سازمان او د هیواد د کرهڼې اومالداری وزارت له خوا د ۷۰۰۰ ټنه خوراکی موادو د ورتګ وویل په سیمه کې یې د ۷۰ سلنه نفوذ مرستې ته د اړتیا وویل:
« نړیوال خوراکی سازمان ۵ زره ټنه او د کرهنې وزارت تازه ۲ زره ټنه خوراکی مواد دلته را ولیږدول خو لایې د مرستو د ویش عملی کار نده پیل کړی.
د غور ډیری خلک مالدار او کروندګر دی دا چه تېرو کلونوکې وچکالی او طبیعی عفتونه وه خلک مو ناداره او ۶۵ تر ۷۰ دسلنه تر فقر ټیټ حالت کې ژوند کوی د مرستو د نه ور رسیدو په صورت کې به خدای مکړه یو انسانی ناورین سره مخ شی»
غور د افغانستان یو له مرکز ولایاتو څخه ده سیمه یې غرنی جوړښت لری، سړکونه یې ټول خامه دی. ژمی یې د ډیری یخنی په وجه نږدې پنځه میاشتی وی او درنې واورو اورښت یې هرکال د خلکو شکایت راپورته کړی چه د تیرو په څېر یې یو ځل بیا خلکو دولت اونړیواله ټولنې ته د مرستې لاس وغځاوه