د هرات عواید 31 سلنه زیاد شوی دی
د روان کال په تېرو نهو مياشتو کې له هرات څخه د دولت کورني عوايد د تېر کال د همدغو میاشتو په پرتله نږدې ٣١سلنه لوړ شوي، چې څه باندې ٤١ ميلياردو افغانۍ د دولت خزانې ته لویدلی دﺉ.
دا خبرې د هرات د والی ویاند محی الدین نوری ازادی راډيو ته وکړی ویویل:
هرات د افغانستان لودیز کې د دغه هیواد یو له مهمو اقتصادی منابعو څخه یادیږی چه له دوه ګاونډيو هیوادونو، ایران او ترکمنستان سره سوداګریزه بندرونه لري
په تېرو کې یې د ګمرکونو په کچه د اداری فساد او یاهم زاړه سوداګریزه سیستم د شتون په وجه یو شمېر دولتی عواید ضایع کیدل، خو اوس نوری، وایی عصری ګمرکی خدماتو د چمتو کیدو ترڅنګ یې وړ مامورین په دنده ګمارلی دﺉ
د هرات د مستوفيت د عوايدو امر غلام يحيى سرخوش هم وويل، چې د ١٣٩٠ هج ل کال د وري میاشتې له پيل څخه د تر اوسه ، څه دپاسه ١٤ ميليارده او ٣٢٧ ميليونه افغانۍ چه (د ٢٩٢ميليونو امریکایی ډالرو معادل) پیسې کېږی راغونډې او د دولت خزانې ته سپارلی دي.
د خبرو په دوام یې زياته کړه، چې د دولت عوايد د روان کال په نهو مياشتو کې د تېر کال د همدغه زمان په پرتله، څه باندې ٣ ميليارده او ٤٣٠ ميليونه افغانۍ ډېر والی ښیی.
خو له دغه پرمختګ سره ، سره لا هم د افغانستان سوداګری او صنعت د عصری کولو په برخه کې د نړیواله ټولنې د پانګونې او مرستی په تناسب د اړونده چارو یو شمیر شنونکی راضی ندی، په ځینو ادارو کې د پراخه اداری فساد، اختلاس او ناوړه مامورینو د شتون په شکایت دولت ته د اداری اصلاحاتو مشوره ورکوﺉ