نیمروز کې امنیتی مسولیت بلی شو
د نیمرو زامنیه چارو قوماندان جنرال عبدالجبار پردلي په ټلفون سره ازادۍ راډیو ته معلومات ورکړه ویویل د سولې د پروسې د مشر اشرف غنی احمدزی، په شمول له کابل څخه ګڼه افغان او د ناټو لوړ پوړي مامورین په دغه مناسبت جوړه غونډه کې ګډون لري له ناټو څخه د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو په کچه امنیتی مسولیت اخیستو ته تیاری لری:
« هوکې نن د رهبري مقام له هدایت او ولسمشر د فرمان په اساس نیمروز د مرکر او ولسوالیو په کچه د امنیتی انتقال د پروسې دوهم پړاو کې مسولیت اخیستو ته تیار دی او په کمال د افخار یې خدمت ته چمتویو»
نیمروز د افغانستان په لودیز ایران، او پاکستان سره د ګډ سرحد په لرلو ۵ اداری واحده یا ولسوالۍ لکه چخانسور، چهاربرجک، خاشرود، دلارام، زرنج، او کنګ ولسوالۍ لري.
دوه ګاونډيو هېوادونو او په کور دیننه هلمند ولایت سره یې ګاونډیتوب یې یو له عمده امنیتی مشکلاتو څخه یادیږی چه تل به دولتی چارواکو اوسیمه یزه خلکو د پولیسو د کم تجهیز او نیګړی تشکیل څخه شکایتونه پکې لرل. همدغه پوښتنه مې د نیمروز امینه قوماندان څخه وکړه ویویل مرکزي پلاوي سره یې په خبرو ټول مشکلات حل شوه:
«له نیکه مرغه لوړ پوړو چارواکو سره مو د نیمروز په کچه شته ستونزې شریکې کړی د حل لپاره یې اقدامات وشوه نور مشکل نلرو»
باید ووایم چه د نیمروز ګاونډ کې د هلمند د مرکز او ځینې ولسوالیو امنیتی چارې هم په داوروستیو کې افغانی شوې پلان سره سم به یې په بل ګاونډ کې د فراه مرکز، بیا د هرات له پنځلس ولسوالیو د ۱۲ امنیتی چارې افغان ځواکونو ته ورکړل شي. چه د همدغې لړي په دوام د افغانستان د نورو څه ولایاتو په شمول غرب زون اړونده ولایاتو کې د غور مرکز چخچران او بادغیس د مرکز قلعه نو، ابکمري ولسوالي امنیت هم له ناټو څخه تسلیم کړی شي