«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

کشک رباط سنګی ۴ سرحدی پولیس ووژل شوه

د هرات دوالی ویاند محی الدین نور ازادی راډیو ته وویل پیښه د شنبی په ورځ د ماسپښین ۲ بجی مهال د کشکی رباط سنګی ولسوالی کی هله رامنځته شوه چه د ګزمی په مهال د سرحدی پولیسو موټر یوه مین وواهه:« هغه وایی پیښه کی ۳ پولیس یوه ساتنمن ووژل شوو»

کشک رباط سنګی د هرات شمال لور ته بادغیس سره په خواکی یوه  ولسوالی نومیږی چه دهرات مرکز څخه نږدی ۱نیم سل کلومتره لری پرته ده. ترکمستان سره  سرحد لری د سیمی خلکو په وینا په ډیری سیمو کی یی طالبان ښکاره حضور لری.

دولتی مامورین که څه هم د خلکو شکایتونه تر یوه یوه حده منی، خو له یوه کال راهیسی هلته د تصفیه وی عملیاتو دپیل وایی  خوتراوسه لکه څنګه چه ویلکیده هسی اقدام د دولت له خوا خلک وایی نده شوی.

د هرات په دغه لری پرته ولسوالی کی په داسی مهال دغه پیښه رامنځته شوه چه د شنبی په بیګا د هرات بله شندند ولسوالی کی طالبانو د هرات کندهار په لاره د ایتلافی ځواکونو یوه اکمالاتی کاروان باندی برید سره د مامورینو په وینا یوه موټر چلونکی مړ ۴ نور ټپیان کړه ۶ د تیلو ټانکرونه یی وسوځول دغه کاروان له کندهاره د هرات په لور راخوځیدلی وه د هرات محلی چارواکی وایی ساتونکی یی کم او امنیتی چارواکی په جریان کی نه وه اچولی.

طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی بیا رسنیو سره په خبروکی دیادی پیښی د زیانونه کچه لوړه بولی وایی ۱۱ ټانکرونه یی سوځولی ۱۴ موټرچلونکی یی اوماحفطین یی ووژل کومه ادعا چه دولت نه منی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه دوازدهم تیر ۱۳۹۰ساعت 18:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |