وطنداران عزیز که از افغانستان بیرون شده اید و یا در حال بیرون شدن هستید
خانه و کاشانه گذاشتن افغانها باعث تاثرات عمیق هر افغانوطندوست است .ما نه تنها خانه خودرا میگذاریم بلکه چنین احساس میکنیم که از بیخ و ریشه کنده میشویم که واقعآ خیلی دردآورست ..اکثر ما سالهای قبل وطن را گذاشته ایم ولی تا هنوز هم روحآ از .وطن دور نشده ایم
با تاسف که سرنوشت ما بدست چند نفر سیاستمدار و بازیگر افتید که در شرایط فعلی جز سازش چاره ای نداریم .حال که از فرهنگ و محیط آشنای خود بدور شده ایم و بجهان نا آشنایی داخل شده ایم لازم است نکاتی را در نظر بگیریم تا خود ما و همچنان
آنانیکه دور و پیش ما اند به مشکلاتی زیادی مواجه نشویم امید که هر افغان به این نکات توجه کنند:
۱. کوششکنیمکهبهفرهنگنوخودراآشنابسازیموبهآناحترامکنیمچوناینماهستیمکهبهمملکتدیگریداخلشدهایم. ۲. وقتیبیرونیهابهافغانستانمیآیند٬کوششمیکنندکهخودرابهفرهنگماعیارکنند. ۳. مثلآ در شرایط کرونا کوشش کنیم که فقط از دور سلام و عرض ادب کنیم و دست ندهیم. ۴. بگذاریم طرف مقابل حرف بزند و بعد ما جواب بدهیم یا اظهار نظر کنیم.
۵. باربارازکمکهایمعنویومادیورهنماییهایشانتشکرواظهارسپاسکنیم .چوندولتهاوسیاستشانجداازمردم عادی اند٬ وقتی مردم عادی کمک میکنند٬ با امکانات بسیار کم و با محبت ٬ قلوب پاک و بدون غرض همکاری میکنند که قابل
.سپاس است
۶. درزمان صرف غذا منتظر باشیم تا همه بدور میز بنشینند و مخصوصآ مهماندار در چوکی قرار بگیرد و اجازه صرف طعام را بدهد .وقتی در بشقاب خود غذا میگیریم و نتوانیم همه اش را صرف کنیم٬ واپس انداختن غذای بشقاب ما در غوری و یا دیگ
عمومی از فرهنگ بلند بدور است.
۷. ضمنآ قاشق و پنجه ای شخصی خودرا در ظرف عمومی و یا دیگ عمومی داخل نکنیم و اگر میخواهیم بار دیگر غذا بگیریم٬ از قاشق پاک و یا طعام بخش استفاده کنیم.
۸. در ایالات متحده در حدود ۵ میلیون انسان بیخانه اند و در حدود یک میلیون انسان در گرمای طاقت فرسا و در سردی استخوان سوز بر سرکها میخوابند ٬در حدود ۴۵ میلیون انسان زیر خط فقر زندگی میکنند .هر سال در حدود ۱۳۰۰۰ انسان بیخانه در سرکهامیمیرند,.وچندینمیلیونطفلفقطروزانهیکبارغذاصرفمیکنند .زمانیکهمردمامریکاواروپابماکهازهزارها کیلومتر دور آمده ایم دست همکاری میدهند نباید فکر کنیم که این دست تا به آخر درازاست .نباید توقع زیاد همکاری مادی از مردم و یا حتی از ایجنسی ها داشته باشیم.
۹. تا آخرین سرحد در تلاش کاریابی باشیم .هیچ کاری شرم نیست٬ حتی روسای جمهور این ممالک در رستورانتها ظرفشویی کرده اند و یا کارهای شاقه جسمی را انجام داده اند .وقتی به مملکت دیگری داخل میشویم قبول کنیم که ممکن از پایینترین پله زینه باید شروع کنیم تا به بلندترین پله موفقیت برسیم .زندگی زمانی لذتبخشتر میشود که از کمایی و آبله دست خود ضروریات خود و
فامیل خود را تهیه کنیم نه اینکه منتظر دیگران باشیم تا بما کمک مالی دایمی بکنند.
۱۰. کوشش کنیم که خودرا به قوانین جامعه آشنا کنیم .اگر خداناخواسته مشکلی پیدا میکنیم٬ بهانه بیخبری از قانون برای قاضی در محکمه قابل شنیدن نیست چون دانستن قانون وظیفه هر شهروند است و ندانستن بهانه ای برای رهایی از اشتباه ما شده نمیتواند
۱۱. بعضی افغانهای ما به نظافت توجه زیادی ندارند و این باعث اذیت دیگران در مجلس میشود .
۱۲. افغانستان آب و هوای خشک دارد و تنها در فصل تابستان و گرما مردم عرق میکنند ولی در اروپا و امریکا نظر به رطوبت هوا٬ بزودی عرق میکنیم٬ پس شاور گرفتن هر روزه و لباس تبدیل کردن منظم یک امر ضروریست .نه تنها شاور گرفتن بلکه استعمالمم (دیودرند)درزیربغلبعدازشستنزیربغلضروریبشمارمیرودکهاکثراینممهابرایچندینساعتازبوی عرق جلوگیری میکند.
۱۳. همیشه حقیقت را بگوییم .اینجا دروغ مصلحت آمیز قابل قبول نیست و طرف مقابل آنرا بی احترامی و بی اعتمادی تلقی میکند و باعث اذیت جانب مقابل میشود .و حتی باعث میشود که جانب مقابل روابط خودرا قطع کند.
۱۴. وقتی با کسی قرار میگذاریم باید به آن احترام کنیم .مثلآ با اجنسی و یا داکتر و یا ....چون طرف مقابل وقت گرانبهای خودرا برای ما میگذارد و ما بدون عذر معقول و حقیقی باید کنسل نکنیم و بهانه های غیر معقول را باید کنار بگذاریم .به وعده وفا کردن و به وقت حاضر شدن٬ نمایندگی از فرهنگ بلند میکند و عدم رعایت آن بی احترامی مطلق شمرده میشود.
۱۵. بعضی جوانان ما از شرایط ضیق محیطی آمده اند و مشکل در درک آزادی های اجتماعی دارند در حالیکه درین ممالک آزادی ها با مسوولیت پذیری همراه اند ..مثلآ اذیت کردن دختران و زنان درینجا جرم قانونی پنداشته میشود در حالیکه در افغانستان سرسری ازش میگذریم .روابط انسانی زن و مرد و دختر و پسر روی افهام و تفهیم و درک دوجانبه است نه زور و تهدید و بی احترامی.
۱۶. درین ممالک در هر جا مخصوصآ در جاهای عمومی کمره ها نصب اند٬ آنکه جرم میکند بزودی شناسایی میشود مخصوصآ .بعضی ها در مغازه ها بدون در نظرداشت اداب و اخلاق مال را گرفته و پول را نمیپردازند و یا به اصطلاح شاپ لفتنگ میکنند اکثرآ محافظین که در کمره ها ناظر اند٬ چنین عمل را میگذارند تا مرتکب در حال برآمدن از مغازه شود و بعد دستگیر میکنند که جزای خارجی ها٬ نه تنها زندان و جریمه نقدی است بلکه باعث اخراج شان به ممالک شان است.
۱۷. در اپارتمان یا خانه ایکه زندگی میکنیم باید پاک و منظم باشد اگر کرایی هم باشد٬ این اخلاق عالی مارا تبارز میدهد .سر و صدای بلند٬ اولادها را بدون کنترول گذاشتن٬ (حتی در پارک تفریحی ٬ نگذاریم که اطفال ما باعث اذیت و آزار دیگر اطفال شوند و درصورتعدول٬جانبمقابلبدوناینکهباوالدینصحبتکنند٬٫پولیسرادخیلمیسازند ).بهگلوگلبتهءمردمومحلزیست
شان احترام نکردن ٬ به حریم شخصی کسی داخل شدن و احترام نکردن جرم قانونی شمرده میشود و فرهنگ پایینی را تبارز میدهد .ضمنآ دهن دروازه بیرونی را پاک کردن و پاک کردن برف را از زینه بیرونی دهن در و پارکینگ موتر را با خلق خوش و با مسوولیت انجام بدهیم.
۱۸. کثافات باید در کثافت دانی بریزید٬ در هرگوشه شهر اعلانات مراعات پاکی نوشته شده و سرپیچی از قوانین پاک نگهداری شهر٬ جرم بشمار میرود.
۱۹. وطندار عزیز یکی از نزاکت های خیلی جدی در موقع خرید در مغازه ها و یا هر جاییکه زیاد تر از یکنفر برای اجرای کاری در انتظار اند ، رعایت کردن نوبت است که موضوع خیلی ضروری پنداشته میشود وقتی بخاطر انجام کاری قطار از مردم منتظرند ما باید نوبت را رعایت نموده بعد از آخرین نفر منتظر قرار بگیریم.
۲۰. درمجامعاجتماعیازاذیتکردنباچشمدوختنبهآنهاویابهاصطلاحچشمچرانیکهخیلیزنندهواذیتکنندهاستخود داری کنیم.
۲۱. در مجالس و میتینگ ها تلفنها را خاموش کنیم و بدون عذر معقول از مجلس خارج نشویم و یا اینکه قبلآ به تفاهم رسیده باشیم.
۲۲. احترام به مجلس نشانده دهنده فرهنگ بلند است.
۲۳. آنانیکه مارا یاری میرسانند بیشک که اخلاق والای انسانی دارند٬ما هم در برابر شان مسوولیت داریم و اگر آنان بکمک ما ضرورتی نداشته باشد با مفید واقع شدن به جامعه ارزش انسانی خودرا بلند ببریم .مثلآ در مقابل ٬ کاری خیری بدیگران انجام دهیم تا خود احساس خوشی کنیم.
در اخیر همه باید تلاش کنیم که غرور افغانی خودرا با اخلاق نیکو٬ با خاکساری٬ آماده کمک بدیگران٬ با تعلیم و تربیه درست و نزاکت و شرافت و صداقت به اینان ثابت بسازیم نه به دو و دشنام ٬ سر تنبگی٬ سر و صدا و تحقیر و توهین .همه تلاش کنیم که اولادهای سالم و پر تلاش تقدیم جامعه کنیم و از شرایط درس و تحصیلیکه بما و اولاد ما میسر شده انتهای استفاده بکنیم .بیل های خودرا بموقعش بپردازیم و احساس مسوولیت بکنیم .از زندگی تان راضی باشید وطنداران .آنچه امروز بشما میسر شده٬ ۳۵ میلیون نفوس وطن ما در آرمان یک لحظه اش اند.
آرام و خوش باشید٬ بیایید که نام افغانستان را سربلند نگهداریم.
+ لیکل شوی په پنجشنبه سی ام دی ۱۴۰۰ساعت 20:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
ګرانو هيوادوالو! هغوی چه له هيواده بهر يوو، يا له وطنه د بهرکيدو په حال کې دی.
داهم يو څرګند حقيقيت دۍ چه داصلی کور، کهول او ماحول پريښودل په ژوندانه ناوړه اغيز پريباسی
هر افغان له خپل هيواده سره ډيره مينه لری، نو له وطنه دبيلتانه په صورت کې نه يواځې له کوره دوتلو احساس کوو، بلکې داسې انګيرو چه له لويه سره مو دژوند ريښه له هيواد سره وشکيدله...نو داسې يو حالت له زغمه بهر او دردونکی دۍ.
په داسې حال کې چه زمونږ ګڼه نور افغانان کلونه پخوا له وطن څخه راستانه شوی دی، مګر په روانی لحاظ لاهم ذهنن له هيواد سره زړه پيوند لرو.
له بده مرغه چه برخليک مو، د څو تنه سياستوالو لاسونو کې لوبيږی، چه موجوده شرايطو کې له سازشه پرته بله لار نلرو.
نو اوسمهال چه له خپل اصلی کلتور او بلد چاپيريال( محيط) څخه لرې شولو، يوې نا پيژانده، ( نااشنا) نړۍ کې داخل شولو، اړينه ده څو مهمو ټکو ته پاملرنه وکړو، څو په عملی کولو سره يې ځان او خپل چاپيريال کې نور دوستان له ستونځو وژغورو.
هيله ده هر هغه افغان چه لوديزه نړۍ کې ميشت ياست لاندې مهمې سپارښتنې مراعات کړو.
۱- هڅه بايد وکړو، چه نوی کلتور سره ځان بلد او درنښت ورته وکړو. داځکه مونږ يوه بل هيواد ته داخل شوی يو. ۲- کوم مهال چه بهرنی زمونږ هيواد( افغانستان) ته داخل شی هغوی هم دافغانستان رسم، رواج(کلچر) سره ځان سموی ۳- دبيلګې په توګه، په کرونايي وضعيت کې بايد دروغبړ په مهال دلاس له ورکولو ډډه وکړو او له لرې سلام ورکړو. ۴- دخبرو په مهال مهلت ورکړو چه لومړی مقابل طرف خبره وکړی بيا مونږ خپل نظر څرګند کړو ۵- دمادی او معنوی مرستو يې په مکرر ډول مننه وکړو ځکه عام وګړی ډير په سپيڅلی زړه پرته له کومې ځانګړې موخې(
هدف) کومکونه کوی دوی(عوام) د حکومت سياست او تګلارې سره تړاو نلری
۶- د ډوډۍ خوړلو په مهال بايد منتظرشو چه په ټول ګډونوال ميز باندې راټول شی، په ځانګړی ډول چه کوربه دغذا دخوړلو اجازه وکړی تر ډوډۍ خوړلو وروسته دغذا لوښی (بشقاب) کې پاته شونی ديګ يا غوری ته نه اچوو. ځکه دا دسيمي دکوربه دکلچر خلاف او ناوړه عمل دۍ
۷- دغه راز شخصی قاشق ، پنجه په عمومی ديګ يا بل لوښی کې نه غوټه کوو که مو نور خوراک ته اړتيا لرله. پاکه قاشقه بايد استعمال کړو
۸- په متحده ايالاتو کې لږ ترلږه ۵ مليونه وګړی بيکوره او نږدې يو مليون انسانان سوځنده ګرمۍ کې د واټونو په غاړه زيست( ژوند) کړی۴۵ مليونه نور دفقر تر کچې ټيټ ژوند لری.
په کلنی حساب (۱۳۰۰۰ ) وګړي له کوره پرته دسرک په غاړه مری.
څو مليونه ماشومان دورځې يواځې يوځل ډوډۍ خوری، نو په دصورت کې چه مونږ له امريکا او اروپا زرګونه مايله واټن کې له خپلو ملکونو دلته راغلی يو توقع ونلرو، چه هميش وړيا دخلکو يا ايجنسيو مادی او معنوي مرستو ته سترګې ونيسوو.
۹- نو بايد تر وروستی سرحده د کار لټه کې شوو، هيڅ کار شرم ونه ګڼو.
ددغه ملک ولسمشرانو رستورانت کې دنده او درانه کارونه کړی دی. نو داچه مونږ بل هيواد ته داخل شوي يو، بايد منزل دزينې له ټيټې پلې پيل، لوړې برخې ته اوچت شوو
ژوند هله خوندور وی چه په خپل زيار، کمال او استعداد بريالی شو خپله يې وګټو او دکورنۍ نيمګړتياوې پوره کړو د نورو د لاس نيوی انتظار نشوو ۱۰- دهيواد له قوانينو سره بلدتيا مهمه او ځان بايد ورسره اشنا کړو
ځکه خدایجل جلاله مکړه دمشکل په مهال دقاضی او محاکمو په وړاندې له قانون څخه دناخبری پلمه منطقی او دقبول وړ نه ده. د قانون زده کړه هيواد کې دهر استوګن اساسی دنده او بې خبری يې له جرمه دخلاصون وسيله نشی کيدلی
۱۱- زمونږ ځينې افغانان نظافت ته ډيره پامرنه نه ساتی چه دا عمل يې دنورو وګړو د ځور لامل کيږی.
۱۲- دافغانستان هوا او طبيعت وچ دۍ يواځې داوړی ګرمۍ کې خلک خوله ( عرق) کوی خو امريکا او اروپا کې هوا لمدبل (رطوبت) لری ډير ژر وګړی خوله کوی اړينه ده چه دورځې يوځل شاور واخلو دجامو بدلول هم اړين دی په دسربيره بايد دبغل لاندې (ديودرند) يا خوشبويي استعمال کړو دپاکوالی دنه ساتلو په صورت کې ښايي مقابل جانب اړيکه راسره پرې کړی
۱۳-ټول عمر ريښتيا و وايو دلته دمصلحت په نوم هيڅ دروغ نه قبليږی. هر ډول کاذب فعل مقابل جانب دځان په وړاندي اهانت ګڼی ښايي درابطې داختتام لامل مو شی ۱۴- دليدو کتو په ټاکلې مهال وعدې سره سم بايد حاضر شو دبيلګې په توګه ډاکټر، ايجنسي يابل چاه سره تر ټاکلي وخته مخکې حاضر شوو
ځکه دهغوی وخت ارزښتناکه ده زمونږ په موقع ورتلل هغوی ته قدردانی او مونږ ته لا باور سبب کيږی. البته له معقول دليل پرته مو دملاقات ځنډول د ټيټ کلتور نښه او مقابل طرف ته دنه درنښت معنی لری
۱۵- زمونږ ځينې ځوانان په کلتوری لحاظ له تنګ ماحوله راغلی دی ځکه ديوه ډول ازادۍ خيال يې ذهن کې ګرځی په داسې حال کې چه دغو ملکونو کې ازادۍ له ځينو ټولنيزو مسؤليتو سره مل دۍ.
دبيلګې په توګه دنجونو يا ښځينه وو ځورونه جرم ګڼل کيږی په حال دا چه افغانستان کې ډير مهم نه بلل کيږی.
دلته انسانی روابط دښځې او نر ترمنځ ( انجلۍ او هلک) په متقابل افهام، تفهيم دوه طرفه موافقت باندې ولاړ دی نه په زور او تهديد.
۱۶- په دهيوادونو کې هر ځای، په ځانګړی ډول عمومی اماکنو دڅار( تعقيب) کامرې شته چه د جرم په صورت کې ټول جريان ورسره ثبت او مستند وی
مثال په ځينو پلورنځايونو(هټۍ) کې چه څوک غير اخلاقی حرکت يا ددوکان جنس واخلي خو پيسې يې ورنکړي دکامرې موظف مامورين دناوړه عمل مرتکب پيژني له پلورنځي تر وتلو وروسته مو په مستند بڼه نيسی دبهرملک خلک ورته عمل باندې نه يواځي دجنس قيمت ترې اخلي جريمه او له هيواد داخراج پريکړه هم ورسره شونې ده.
۱۷-.په اپارتمانونو يا کور کې که کرايي هم اوسيږو بايد منظم ډول پاکوالی مراعات کړو چه دا مو دلوړ کلچر نښه ده
ماشومان له غالمغال څخه منعه په عامه ځايونو لکه تفريحی پارک دسيل و ساتيرۍ نورو ځايونو کې کنترول کړو، څو په نامناسبه حرکاتو نور خلک ونه ځوروی
دخلکو شخصی حريم کې دخالت ګل، ګلبوټي يا کورنۍ څارويو ځورونه ناقانونی ده ښايي مالک يې حضوري عکس العمل ونه ښيي، مګر پوليس جريان کې اچوي شی.
دغه راز دخپل کور د ور، (انګړ)پاکوالی دپارکينګ او دکور مخې دواورو توګل هم زمونږ دلوړ کلچر ښکارنودی دی
۱۸- خځلې بايد دخځلو تاکلی ځای( کثافات دانی) کې واچوو دښار هره برخه کې دپاکوالی اعلانونه شته له پاکوالي سر غړونه جرم ياديږی
۱۹- ګرانه هيوادواله! يوه اړينه موضوع دپيرو پلور، په مهال پلورنځيو کې دګڼې ګوڼې وخت کې دلين مراعاتول دی که کله داسې ځاي ته ورغلو نو بايد کتار( لين) ورستي سر کې ودريږو. نه داچه تر نورو مخته لاړ شوو ۲۰- په ټولنه يا اجتماع کې دسترګو جنګ( چشم راني) دځورنې په مثال دۍ جرم ګڼل کيږی. ۲۱- غونډو يا مجلسونو کې مو بايد لاسی تلفون ګل وی له عذر پرته له مجلس بهر مه وتل سم عمل نه دۍ خو په هغه صورت
کې چه وړاندې مو تفاهم کړی وي بيا ستونځه نشته ۲۲- مجلس ته درنښت، دعالی فرهنګ نښه ده
۲۳- هغوی چه زمونږ مرسته کوی له شک پرته چه غوره اخلاق لری. نو مونږ يې هم په وړاندې مسؤليت لرو
خو که چاه زمونږ مرستې ته اړتيا نلرله دټولنې لپاره بايد ګټور ثابت شوو چه خپل عالی اخلاق څرګند کړو. دبيلګې په توګه، دنورو لپاره بايد نيک کار وکړو. څو خپله دخوښۍ احساس ولرو.
پايله کې بايد هڅه وکړو، چه په نيک خوی، پاک نفس، خاکساره کردار باندې افغاني غيرت ثابت کړو...نورو ته کومک په تعليم او تربيه ښه افهام تفهيم، ښه راکړه ورکړه او دوستانه نزاکت ايماندارۍ، او خلوص معامله ولرو، هيچا ته تنده لهجه، ښکنځلې او تهديد اميزه خبری، بې ځايه سرتمبګۍ او تهديد ونکړو
ټوله هڅه مو بايد دا وي، چه ددغه ملک له روزنيز سيستم څخه په استفاده ټولنې ته په آدب، نيک خلقه او روزل شوی په تحصيل سمبال نسل تقديم کړو
بيلونه مو په وخت اجرا، او دهيجا پوروړی بايد پاته نشوو احساس د مسوليت مو برياليتوب دۍ ټول ژوند کې دخوشحالۍ احساس ولرو. ګرانه وطنواله کوم څه چه دلته مونږ اوس واک کې لرو ۳۵ مليونه پاته هيوادوال اکثره لاس رسی نه ورته لري نو بې وزله وطنوال به په يادساتو. داسې چه دنيکمرغه ژوند په هڅه خوشحاله ژوند جوړ کړو. ټول په ګډه راشۍ چه په ګډه دافغانستان نوم لا په نيکو کړونو سرلوړی وساتو
داباد افغانستان په هيله.
+ لیکل شوی په پنجشنبه سی ام دی ۱۴۰۰ساعت 20:16  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
جوړجاړی يې بريا که زيان اور دۍ؟.
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی.
افغان واکمنو هغه شايعې تايد کړې چه ګواکې دشمال دمقاومت په نوم مشرانو سره يې تهران کې ليده کاته کړی دی.
دبهرنيو چارو وزير مولوی اميرخان متقي، نن له ايران څخه په راستنيدو خبريالانو ته وويل: قوماندان اسمعيل خان، او احمد مسعود سره يې کتلی دی ملک ته دراستنيدو ډاډ يې ورکړی دۍ.
متقی په همدمره وينا اکتفا وکړه. خو څه ناتاييد شوي خبرونه چه سوشيل مديا ته وتلی وايي چه مجلس دايران به ابتکار شوی دی
غونډه کې دشمال ټلوالې دمقاومت مشرانو ط البانو ته دسوله يزه خبرو پيش شرط په ډول مشراکتی حکومت لپاره بهرکې دټولو سفارتونو ورسپارل غوښتی دی.
کومه غوښتنه چه تيرو کې هم داشرف غنی دحکومت په مهال هم ددوی له لانجمنو هيلو څخه وه.
دمقاومت جبهه چه ډيرمشران يې ايران کې ميشت دی جمعت ګوند سره تړاو لری.
جوړه يې څومره اړينه ده؟
داچه دا ډالګۍ دجمعت ګوند کې پخوانی جهاديان يا يې دوهم نسل غړيتوب لری. پاکستان سره له پخواډير نږدې پاته شوی دی او ط البانو باندې هم هغه هيواد سره دنږدې کت اوازې شته. که څه هم رسمن يې يو لوری هم تور نه منی
بل تړاو د جبهې دمشرانو داده چه ايران سره همفکره دی او ايران دامريکا دښمنۍ کې مشهور دی ط لبان خو عمله دامريکا جګړه کې ښکيل دی چه دا ارتباط يې هم دنزديکت چانس زياتوی شی؟
ايادوی به ګډ کار وکړی شی؟
ځواب يې نه دی. ځکه ط البان تر ډيره بريده ګوندی او مذهبی ګټو ته ژمن ښکاری، خو دشمالی ټلواله دنده کې شخصی ګټو ته ترجيع ورکوی.
۲- ط البان په دنده کې تقوا خو دشمالی تلوالې ګذشتې ته په کتو شهوت پرسته او مفسد تفکر لری. چه په هيڅ قالب کې جوړ نه سره راځی
۳-تر ټولو خو لامهمه داده چه ط البان دنده يو امانت، خو دوی ( شمال جبهه) يې وراثت ګڼی.
نو دغومتضادو فکرونو ته په پام د نظر خاوندان دا مذاکرات که دلنډمهال له پاره ط تلبانو ته مفيد، خو داوږدمهال لپاره دهيواد په زيان ګڼی.
ديادښت وړ دی چه ايران ط البانو سره دمزهبی اختلاف ترڅنګ ژبنی تضاد هم پالی
ځکه نو دشمال جبهې او په ټوله کې ايران په منځګريتوب په پرتله ط البانو ته دملګرو ملتونو سوليزه غوښتنو ته ديوه ټولشموله حکومت په ساختار دخبرو مشوره ورکوی
ځکه دشمال جبهې غړو سره په خبرو کې هغه متل مسداق راوړی چه: عقوبت ګرګزاده ګرګ ميشود
+ لیکل شوی په دوشنبه بیستم دی ۱۴۰۰ساعت 18:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
خدایﷻ ولې، ديوې کورنۍ حق کې خپله وعده تغير کده؟
ليکونکي؛ شرف الدين ستانکزی
د بيوزلۍ وروستی حد کې ښځې او ميړه غوره وګڼله چه دالاهی ﷻ امداد، په موخه له خپلې خوارۍ موسی ع س خبر کړی.
نقل کړی چه حضرت موسی ع ) هم د دوی( بېوزلو) دغربت چيغه تر خدایﷻ ورسوله.
الرحمن پروردګار ﷻ موسی ع سلام ته وويل :ما مې دبنده ګانو غربت ليدلی او له خواست څخه يې هم خبر يم.
په دکلام برسيره رب العزت ﷻ موسی ع سلام مامور کړ څو يادې غريبې کورنۍ ته دمشروط غنا زيری ور کړی.
داسې چه ديوه کال لپاره به ښه شتمن شی! مګر له يوه کال وروسته به بيرته خپل حالت ( غربت) ته راګرځي.
موسي ع سلام هم دخدایﷻ خبره کټ مټ ناداره ښځې او ميړه ته وکړه.
بيرته ستون شو خو ددغې کورنۍ حالت يې له نږدې څارلو.
دخدایﷻ په فضل دښځې او ميړه ژوند مثبت بدلون ومونده
کم وخت کې درحمت دروازې پر راپرانستل شوې ...لنډه دا چه ډير شتمن شوه.
يوه ورځ ښځې او ميړه په دبحث وکړ چه کال وروسته بيا خواريږی، څه بايد وکړی؟ ميړه دسپما ترڅنګ څه نور وړانديزونه لرل.
مګر ښځې ورته وويل، چه داټول ناسم دی، طرحه يې داسې وکړه چه بايد خيريه کارونو باندې پانګونه وکړی. په همدې صلاح شوه او دلارې په سر يې يوه ودانۍ پرانستله اړمنو مسافرو ته يې وړيا ډوډۍ، اوبه اونور لوازم دخدایﷻ په نوم ورکول.
موسی ع چه حالت له نږدې کوت دکال پوره کيدو کې يې دغربت هيڅ اثار ونه ليده؛
داسې چه دوهم کال دريم هله هله څوکلونه نور هم تير شوه خو ياد خلک غريب نه شوه.
بالاخره موسی ع ته سوال پيدا شو او دځواب لپاره يې دخدایﷻ حضور ته ورغلو
په عجز يې وپوښتل: يا الله يقين لرم چه ستا په وعده کې تغير نه راځی مګر تاسو ويلی وو چه داخلک به لنډمهاله شتمن وی؟
نقل کې راځی، چه خدایﷻ ورته وفرمايل : ما مې په خپلو بيوزله بندګانو درحمتونو يوه دروازه پرانستې وه خو دوی مې په نورو بندګانو درحم څو دروازې پرانستلې. نو په دصورت کې زما لپاره لازمه نه ده چه په داسې خلکو درحمت دروازې وتړم.
نوټ: نقل مې ديوه عالم له خولې اوريدلی کټ مټ مې تاسو ته امانت ورسولو. که خوښ شوی مو وی؟ تر هغو درباندې امانت دۍ چه تر نورو يې شير او ورسوۍ
درنښت
+ لیکل شوی په دوشنبه بیستم دی ۱۴۰۰ساعت 2:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
يو ماشوم چه دکورنۍ ټول غړی يې دسترګو لهدوړاندې قربانی شوی دی
ويديويې راپور: شرف الدين ستانکزی.
په ويرجن انداز دوژل شوې کورنۍ دقتل عام ياد دتازه کوي وايي نور دژوند لپاره هيڅ اميد نلری.
داددکمکی ماشوم دزړه څړيکه ده چه ط البانو ته منسوب يوه خبريال سره مرکه کړې ده
دمرکې ځای، او دمرکه کونکی نوم نده مشخص خو دوردګو ولايت اړوند په يوه کلی دپخوانی حکومت او ملاتړو دچاپې نقل کوی
افعانستان کې د سولهذساتی ځواک په نوم نړيوالې ټلوالې په عسکرو ورته نورې دبشری سرغړونو تورونه هم شته چه دبشردحقونو په ځانګړی ډول دماشونانو دحمايت دټولنو له خوايي دجدی لټون او عاملينو دمجازات غوښتنه کيږي.
وروستۍ پيښه يې د ۲۰۲۱ کال اوګست مياشت کې دکابل هوايي ډګر ته نږدې دداعيش په شک په يوه کور بمبارد يادولي شوو چه ۱۰ تنه ملکيان دماشومانو په شمول يې قريانيان شوه.
دبريد پړه يې امريکايي ځوانو ومنله ويويل پيښه دغلطو استخباراتي معلوماتو پايله وه چه په هوايي ډګر کې دتخلي په مهال دداعش ديوه بريدګر دحملې په نتيجه کې څو امريکايي عسکرو په ګډون تر سلو زيات افغانان ووژل شوه. خو وروسته معلومه شوه چه ملکيان يې هدف نيولی دی. دافغانستان شلکلن ناورين کې دجګړې په طرفينو دملکی مرګ ژوبلې تورونه پورې شوی دی خو هيڅ عامل يې محاکمه شوی نه دی.
+ لیکل شوی په دوشنبه بیستم دی ۱۴۰۰ساعت 2:5  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
واوره به دعدالت په نيک پال ګڼو
ليکونکی؛ شرف الدين ستانکزی
د کمکيتوب له دوره (مانا) دمسجد له درسه بيا تر نورو تعليمی دورو مې له استادانو، مشايخو او علماوو په خاص ډول له خدایﷻ بښلی پلاره په کراتو اوريدلی خبر مې يې ذهنيت منلی ده چه: چرته چه عادل حاکم او محاکمو کې عدالت نوی! هلته به الاهی رحمت نوی (لکه باران واوره او نور الاهی رحمتونه داسې چه دمخلوق په مخ به له اسمانه درحمت دروازې بندې وی)
مشرانو داهم ويل چه : په داسې يوه سيمه چه فساد پکې عام ظلم جاری وی، بارانونه اورښت لري، مګر داسې موسم کې چه خلکو ته به يې تر ګټې زيان دير وی. هغه بيلګې چه مونږ تيرو وچکاليو کې وليدې ژمی به اورښت نه وو، خو کله به چه دکروندو کرکيلي وخت شو باران به پيل وکړ
بيا به وچه وچوبه شوه خو کله به چه دفصل دټولولو زمان شو شوړنده باران به يې دکال حاصلات تخريب کړ.
چه لوي لامل يې دخدایﷻ په ځمکه دعدالت نه پلی کول او دحاکم ظالمانه چلند وو.
خبره نه سياسی کوم ندا چه کوم دوست به سؤي تفاهم خپه شی.
اوس داورښتونو پيل خوښ کړم...هيله مې بيدا شوه چه د الاهي رحمت دروازې وازې شوې دی. ممکن علت يې هم دمحاکومو عادالانه نيت وی. که داسې هم نوي؛ هيله ده موجوده حاکم ته دعدالت پلی کولو جرات او سپارښتنه وشی چه رب العزت ﷻ مو له غضب څخه خلاص او درحمت ور پرانيزی.
نوټ: دوستانو ښايي ډير زما ليکنه دچاپه طرف وګڼی نه داسې نه ده تر هربل افغانه موجوده نظام له ادرس وسلو او وسايطو په استفاده ډير ځورول شوي يم لاهم ځورول کيږم مستندات يې زما فسبوک پاڼه کې ليدلي شی
مګر اينده دوطن ته دعا او په نيک پال قدم اخيستل مو ايمانی دنده ده.
نه دا چه په شخصی عقدو دعدالت ضد خبرې وکړو
عکس کاپی شوی دی
+ لیکل شوی په دوشنبه بیستم دی ۱۴۰۰ساعت 2:4  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
خره ولې په مسابقه( سيالۍ) کې نه وی؟
له کمکيتوبه بيا تر همدې لحظې يو مصبت خدایﷻ لکه سيوری راسره يوځای کړی دۍ!
چه کله هم ژوندانه کې دخپل پرمختګ فکر نه لری... خو برخلاف زما لار کې خنډ واقع شی.
کله مې هم ځان نه دۍ ورسره برابر کړی، لاره تغير حتی دمسلک تبديلی ته مجبور شوی يم، بس بيا مې مخته راشی. له څه نور گذشته سره همهاله مې ملک ور پريښوده زرګونه مايله لرې بلې قارې ته ترې راغلم خو اوس مې هم ځور نه لاس نه اخلی...نقل مې يې صوفی کاکا ته وکړ... يو په بل پسې تذفې اړولې ويويل: انسانی کرامت ته په درنښت به ووايم چه دا ډول خلک دخرو له عاداتو اغيزمن دی.
مال داڅنګه؟ ويل يې: په ټوله نړۍ کې له مږکو نيولی تر زمريانو د سيالۍ(مسابقې) پروګرامونه په لار اچول شوی دی مګر دخرو تر منځ به د مسابقه نوي ليدلی؟ دليل يې داده چه خره مسابقه کې دپرمختګ استعداد نلری، بلکې برعکس منډه کې مقابل جانب ته لغته يا لينګته ږدی.
نو خره کله هم منډه کې دخپلې بريا اراده نه لری غواړی مقابل جانب له منډې راوګرځوی.
په همدې خبره يې څادر ټول کړ، تلو تلو کې يې توصيه راته وکړه دا ډول تن سره به ځان نه نيسې ځکه خپله هيڅ هدف نلری مګر تا دژوند له منزله راګرځوی.
+ لیکل شوی په دوشنبه بیستم دی ۱۴۰۰ساعت 2:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دجمهوريت اکثره کړنې ناسمې، خو دغه يوه يې ستايم
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
خبره ډيورند سره تړاو لری. هله، مې ورپام شو چه دجمعې په ورځ رسنيو کنړ کې دپاکستان د راکټونو بدل کې دطالب سرحدی ځواکونو متقابل ډزو خبر ورکړ.
د خبر نشر سره يې دخلکو غبرګون بيلابيل وو مګر اکثره ځوانانو په حضوري يا غير حضوری سوشيل مديا کې تاوده احساسات ورته وښوول، چه دوطن دوستۍ قدر يې کوم مګر په څو لحاظه يې جګړې ته د اور دلمنې وهلو مخالف يم.
د دريوند په سر ولې بايد پاکستان سره لانجه ونشی؟
لومړۍ داچه پاکستان دڅه نورو شيطانی حيلو په شمول کلونو راهيسې په کنړ او دډيوند په غاړه نورو سيمو کې راکټونه را واروی هدف يې دچا وژل يا سيمې تخريب نه، بلکې تخليه او مشابه عکسل عمل دی
که څه هم دجمهوريت له سقوط وروسته دا ډزې لنډمهال ودريدې خو دادی بيا يې ددوام او طالبانو د بلمثل عمل خبر ورکړل شو
جمهوريت له دغې ناحې کلونه متظرر او نيوکو سره مخ وو مګر خاموشی يې عقلانې وه دليل داوو چه پنجابيان زمونږ دخاورې داشغال له يوې برخې په مونږ ډزې کوي. نو منونږ( افغانستان) څنګه متقابل عمل کې خپله خاوره او خلکو باندې ډزې وکړو؟ ځکه هغه او داغاړه ديورند کې ورونه ژوند کوي. ښايي دنورو مجبوريتونو ترڅنګ يې دنظامی وسايلو نا انډولی اصلی علت وو خدایﷻ خبر
پاکستان څه غواړی ؟
بل دليل- پاکستان په متقابل بريد اينده نسلونو ته دا ثبوت ښيي چه که ديورند رسمي کرښه نه وه؟ نو افغان لورې ولې متقابل جګړه او زمونږ هوانونه ( بريد)يې په افغان خاوره تيري باله؟
پاکستان ظاهر عالم داتوپونه په دنوم واروی چه ګواکې کنړ کې تروريستان پټ دی.
دافغان لوری مجبوريت
۲- سمدستی افغان حکومت نړيوالې انزوا سره مخ دی هر ګاونډی هيواد سره يې دوستانه اړيکې په خاص ډول پاکستان سره مهمې دی مليونونه مهاجر، اقتصاد، سوداګري او روغتيايي برخه کې ورته اړ يو.
تر ټولو مهمه داده چه دډيورند ها غاړه اودغې غاړې ته يو قوم. ژوند کوی، سره خور خورلڼه خيښي او دوستی لری
په يوه خوله يې کرښې سره مخالف دي دپاکستان له خوا دالس کاله راکټونو لوی نفرت خلکو کې پيدا کړی دی
خو که افغانستان په ورته راکټ پرانۍ دديورند کرښې هغه غاړه پښتانه زيامن کړی نور به هم ناهيلی او پاکستان سره دمجبوريت هوکړه وکړی چه لايې نه ده کړې.
ډيورند څه ده؟
د ديورند تړون سلو لس کاله پخوا برطانيوی هند سره شوی دی پاکستان يې ميراث خور نه بلکې تړون کې دافغانستان ملکيت کيږی
تکرار وايم : پاکستان د ډيروند بل هيڅ ډول سند نلری يواځې داچه په متقابل ډزو يې خپل وګڼی.
مشوره
نو افغان واکمنو وروڼو ته مشوره ورکوم او پوهيږم چه دوی ترما دموضوع حساسيت ته متوجه دی چه د ډيورند په اړه دريځ کې پام کوۍ
دښمن مکار او تاسو سپيڅلی خو له ځينو مهمو معاملو دحکومتولۍ لازمه تجربه نلرۍخدایﷻ مکړه لکه دکنړ دپرونۍ پيښې په څير ددښمن تبر ته لاستی نشی
نو متقابل لريد نوی څه کړنه پکار ده؟
هو که ملک سره ښه کوۍ موضوع له حقوقی لارو وڅيړۍ دخپلو پښتنو په کور ډزې پنجاب لا خوښوی که ناراحت هم نشی! روي عالم دعصری وسلو جګړه کې مونږ کمزوری امکانات لرو معنی دا چه زمونږ راکټ ممکن تر لنډی کوتله بيرته خپل دپښتانه تر کوره لاړه شی! خو هغوی په اتمی ځواک زمونږ هر لرې ښار ويشتلی شی
خاموشی يې هم لار نه ده
يو دريځ مو چه ستايم دديورند په کرښه دخاردار سيم ټولول دی دوام ور کړۍ چاره يې سيمه يزه خلکو ته بوختيا او دکباړ سوداګرو ته ګټه تياروی
په حقيقت کې دپنجاب زړه هم ورسره چوی دمثال په توګه پرون دپاکستان پارامان مسولين څخه په سختو ټکو دننګرهارګوشته ولسوالۍ کې دسيم خاردار دټولولو علت وپوښته همدا لړۍ جاری او په چيغو يې کړۍ
درنښت متن خپور کړۍ څو ترچارواکو ورسيږی
مننه
+ لیکل شوی په شنبه چهارم دی ۱۴۰۰ساعت 20:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
څنګه ؟ ديوه ټکی په زيادښت (فيل، قيل کېدلی شی)
ليکنه :شرف الدين ستانکزی
مل متن سره انځور د نيوکې په بڼه نه، بلکې داصلاح په خاطر نشر کوم
ځکه رسمي مکتوبونه بايد په دقت وليکل شی.
دبيلګې په توګه دغه مکتوب يا اعلاميه چه يوه مهم ارګان ته منسوب دی. املايي او انشايي سهوې لرې، چه معنی، يې منفی اوبده افاده کوی.
نو، دوړانديز په ډول مسولينو ته ورپه زړه کوم چه اداری مامورينو باندې دتوظيف په مهال کنترول ولري بلخصوص ديوه مکتوب له لاسليک مخکې يې متن په ژور فکر ولولی. ښايي ځينې قصدا، دادارې دبدنامۍ او ځينې دنامسلکيتوب په وجه غلط کليمات وليکی. چه پايله يې دمقام دبدنامۍ لامل کيږی
دمثال په توګه که مل ليک ته دقيق شیۍ، څو کرښوکې يې داسې جمله بندې کړې ده چه معني يې لوستونکی معکوسه او حتی غير اخلاقي اخلي.
۲ شماره متن کې وايي: (بې حجابه زنانه موټر کې سوری نکړي)
دلته ځينې خلک له (سوری) نه د(سورۍ) يعنی (شکاف) مفهوم اخلی
نو بايد داسې وليکل شی ( بې حجابه ښځې، موټر کې سپرې نکړۍ)
يا دده( ليکونکی) په خپله لهجه (سورې) نکړۍ، يې هم درست دی
خو اول داچه په رسمی ليکنو کې محلي لهجه کارول منعه دی. بل بايد ( ي) کې دقت وشی
دپيغلو په اړه يې د۳ شميره هم ورته ستونځه لری.
او په اخر کې که څه هم غټه ستونخه نه ده خو (ږيره، ژيره) دواړه درستې دې مګر (ګيره) په تکلم کې وايو، مګر په ليکلو کې يې د دزده کړې شخص کار نشو بللی.
نو بيا وايم، په رسمی ليکنو کې دمامور غلطی ديوه وزير، ريس، مدير يا بل مقام لاسليک سره دهغه مقام شان کمزوری کوی
توجه بايد وشی پارسي ژبی يوه اصطلاح کاروی ( بايک نقطه فيل، قيل ميشود)
نوټ: زه هم ليکل په مبايل کې کوم! ډيره ځله متن تربيا کتلو مخکې نشروم، چه همداسې نيکو سره مخ يم
مګر زما نامنطقه جواب دا وی، چه خپل فسبوک مې ده.
مګر يو حکومتی مامور دملت دشان استازولی کوی؛ ليکنې يې بايد تر شخصي فسبوکه جلا او ملت ته جواب ګوی وی.
+ لیکل شوی په شنبه چهارم دی ۱۴۰۰ساعت 17:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
پاکستان ط الباني تفکر څخه ډار لری
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی
دپرزول شوی پخوانی ولسمشر ښاغلی غنی يو له نږدې اشخاصو او ځانګړی استازی په اشرف غنی تور پور کړ چه ګواکې دموجوده ناورين حال څخه باخبره وو
هغه(عمرداودزی) وايي:يوکال دمخه غنی، سره په مجلس کې د۲۰۲۰ کال دسمبر کې يې د جمهوريت دسقوط خو ورسره څنګ کې د ط البانو دحکومتولۍ داقتصادی ځوړ وړاندوينه هم وکړه.
عمرداودزی داخبرې تازه ازادۍ راډيو ته کړی دی
داهم وايي چه دپخوانی ولسمشر خبرې له عمل سره سمې نه وې يا نه پريښودل کيده.
دحکومت چارواکې بې واکه او دنورو تر اغيز لاندې ياد کړ. دوه سری حکومت جوړښت يې دغنی، دضعف يو دليل او دبهرنيانو تحميل وباله
که څه هم اشرف غنی او ملګرو يې لا په داډول نيکو غبرګون نه ده ښودلی
خو که د ښاغلی داودزی خبرې ريښتيا وی! بيا نو دشنونکو په وينا اشرف غنی دنظام دسقوط او موجوده بشري ناورين يو له مسولينو څخه دی
چه له وړاندې خبر يا دسيسه ګر وو.
داودزی ط لبانو په موجوديت دپاکستان رول هم انديښمن ياد کړ؛ ويويل دهند برخه کې کابل کې په داډول حکومت خوښ دی خو خپل هيواد(پاکستان) کې دورته( شرعی) نظام په جوړښت دط البانی تفکرپه خپراوی دط په داسې واکمۍ انديښمن دی.
د داودزی داډول خبره هم هغه ادعاوې کمزورې کوی چه ويل کيږی په افغان موجوده واکمنو دپاکستان حکوم حاکم دی.
په ط البانو له پخوا تورشته چه دپاکستان تر اغيز لاندی مګر دوی يې نه منی
په هرصورت، عمرداودزی، اوس اماراتو کې ميشت دی کوم رسمی مقام نلری
خو تر کومه ځايه يې چه دافغانستان او پاکستان داړيکو او پاکستان دط الب دنفوذ دغځيدو خبره شوه؟ مدلل او دقوت ټکې يې بريښی.
دمثال په توګه وروستيو کې سرحدی لانجې له دغه منځه ننګرهار کې په ډيورند داغزن تار ټولول او وياند ذبيح الله مجاهد اظهارات ښی! چه دنظر ټکر سره لری.
مجاهد داطلاعاتو کلتور مرستيال او دحکومت وياند دی په داوروستيو کې يې پاکستانی واکمن( عمران خان)فاسد او دافغانستان پخوانيو مشرانو سره پرتله کړه.
+ لیکل شوی په شنبه چهارم دی ۱۴۰۰ساعت 17:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
جنايي پيښومخنيوی کې دښاريانو مرسته اړينه ده
ليکونکي : شرف الدين ستانکزی
مونږ د ټولنې خدمت او دخلکو امنيت کې ژبې سمت ګوند او مذهبي تمايلات نلرو بلکې دولس اړتياوو ته په پام بې پرې ډول ګړندی اقدامات کوو.
دا په کابل کې امارت ته منسوب د يوه ځايي چارواکی نقل قول وو چه دشخصی ټلفون په کرښه او مسنجر په وسيله يې د ډاډګيرې په موخه راته وکړې.
دغه سيمه يزه مسؤل چه زه يې دشخصي اړيکې په وجه نوم نه اخلم له هغه وروسته دعدالت غوښتنې ټټر راته وواهه چه فسبوک پاڼه کې مې له کابله دکور دسوځيدو او په دوام يې بيلاييلو پيښوکې دلوټلو حال ورکړ.
ګڼه دوستانو او لوړ پوړو چارواکو هم دخواخوږۍ ترڅنګ د پيښې دلټون ډاډ راکړ
څلورمياشتې وړاندې له هغه وروسته چه کابل کې نظام تغير وکړ په لويه کچه ويلکږی امنيت ډاډمن دي مګر ځايګی دغلاغديو خبرونه ورکول کيږی لامل يې اقتصادی ځوړ ياديږی چه دادی زمونږ نصيب يې هم بې برخې نکړ
ورته پيښو باندې ولس طالب واکمن دامنيت په کمزورۍ ملامتوی
مګر په مکررو مسيجونو کې سيمه يزه چارواکو خلک ګرم وبلل چه امنيتی ځوانونو ته په وخت اطلاع نه ورکړه يې دامنيت خرابی سره مرسته ده
ځکه نو پوليسو ماموريت ته دپيښې په صورت کې د ژر اطلاع توصيه کوی.
+ لیکل شوی په شنبه چهارم دی ۱۴۰۰ساعت 17:42  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
خدایﷻ مو دله سخترينو او بد ترينو وساتی
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
څو شپې دمخه مې ګاونډيانو له کابله کور کې داور اچونې خبر راکړ: که څه هم زه په اصل د قضيې ورسيدم، هيڅ مې تر وس نه کيده په ويديو کې مې دماشومانو دخاپوړو دځای دسوځيدو ننداره کوله لاسونه مې سرويل او ګاونډيانو نه مې داوروژنې کمک غوښت ځينې دوستان خو لا په ناڅرګند علت مرستې ته هم نه راتله! ويل يې نغواړی دچاه کورنيو چارو کې مداخله وکړم ګيله نه ترې کوم خير دزمان جبر به دی خبره دمره لويه شوه چه نږدې خواخوږو مې داسې وپتيله چه په ژوندينې مې دمال دترکې اوميراث ويش ته سترګې سرې کړی
خدایﷻ ته مې صبر وکړ. مياشت لاپه زړه پيښه نه ده اوښتې اوس دغلو دورتګ خبر راورسيده چه په هيڅ ډول يې پيښه ناڅاپی او غير عمدی نشم ګڼلی جنابي مسلک مې نه ده زده مګر قراين ښی چه پيښه يوبل سره تړاو لری غل هم نه پيژنم او دواکمنو په عدل هم باور نلرم
ځکه مې دقضااو عدلی تعقيب عريضه قران شريف کې کيښوده څو رب ﷻ. څخه عامل ته دمختورۍ چه په حقيقت. کې مې هم نه په لوريږي داسې چه دڅپيړې درد خپله حس کوم له خدايه مې کورنۍ ته دمظلوميت داجر زارۍ کوم. نه مې دچاه حق خوړلی ده نه مې چاته ستوغه خبره کړې ده مګز ګناه مې دادې چه دلاس په زيار مې ژوند جوړ کړی ده او دنړۍ بيلابيلو هيوادونو ته مې پښه خلاصه ده ولې خپل هيواد راباندې تنګ شوی دی.
نوټ: دوستانو مسنجر کې پوښتلې چه څومره شی وړل شوی دی؟ ځواب يې نلرم خو دمره وايم چه زما په حريم يې قدم کيښول دردونکی دي که تاسو زما په ځای واست؟ قيمت يې تلسو تعين کړۍ بل داشياوو قيمت تعين مشکل دي ځکه دکور هرڅه زما لپاره ارزښتناک دی همداراز بل دريم داچه که مشخص يې کړم ممکن بيا ورتګ کې غله پاته شوني هم يو سی
په غله ګوته نشم کيښودلی ثبوت نلرم خو داچه طالب دسيمې امنيت لري دغلانوم يې هم دوی ته راجع ده يا مې به غل مومی يا مې غله دی
چه وس مې نه ورسره رسيږی.
خو خپلوانو ته ددغې ليکنې په استناد ور په زړه کوم چه له استثنا پرته هيڅوک نشی کولی چه له امنيتی او مسولو اشخاصو پرته سيمه معاينه ياورتګ وکړی.
+ لیکل شوی په شنبه چهارم دی ۱۴۰۰ساعت 17:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
توره مو وکړه تيکی کې يې وساتۍ
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی
دڅو اونيو په منځ کې دا څويم ځل ده چه افغان سرتيرې بيلابيلو جهتونو کې ګاونډيو هيوادونو ته سرحدي لانجو کې غاښ ماتونکی ځواب ورکوی متن سره مل انځورونه ژوندی ثبوت دي چه خپله خبرې کوی
يو يې کابل کې دنظام تغير سره د تاجکستان ولسمشر علی ښيي چه دبين المللی عرف خلاف دقومی تفرقې په انداز (دسرزمين من) سندرې زم زمې سره اوښکې تويوی. چه دوه نور يې موده مخکې دهيواد لوديز دنيمروز کنګ ولسوالۍ کې ځايي ساتونکو ښيي چه دټوپک په مټ دايران نظامی تاسيسات او دهشکې ويجاړې کړې
همدغه اونۍ ختيځ سره د ديورند په کرغيړنه کرښه پنجابيانو څخه پړی راټول کړه.
که څه هم افغانستان نړيواله لانجه کې په ښکيلتيا په دموقف کې نه ده چه چاسره جګړې ته زمينه چمتو کړی
مګر لکه دتير حکومت په څير داسې دفيل په غوږ کې هم بايد ويده نشی چه ګاونډيان تر ارګه خپل لاسپوڅی استخدام او سرحد کې خاردار ديوالونه جوړکړی.
سرتيرو سره ملت دهيواد ننګه کې چمتو دی. او ګاونډيانو ته هم په زغرده وايو چه اوس افغانستان هغه پړاونه طی کړي چه ستاسو دآسونو ډګر وو.
که سپينه درته ووايم داسې عسکرو سره مخ ياست چه هر تن يې دملک ددفاع لپاره دځان آمر او لومړی عمل بيا له مسولينو هدايت غواړی.
پاکستان او ايران ته وريادوم چه دتاجکستان ولسمشر رحمن نوف نه الهام واخلی کوم چه دحکومت په اوايلو کې يې دقومی تفرقې په پامه(سره دسرزمين من) په نوم لږکيو سره دمکر اوښکې تويې، خو دعکسلعمل په ليدو يې افغانانو ته دمعذرت لاس سينې ټيټ کړ.
په پاي کې بيا هم سرحدی سرتيرو ته سپارښتنه ده چه دهيواد دفاع کې ويښ ووسۍ خو جګړه بس، توره موکړې ده. په تيکی کې يې واجوۍ چه زنګ نشی
ژوند او سرلوړی افغانستان په دهيله چه درې رنګه بيرغ يې په نړۍ کې هسک وی.
+ لیکل شوی په چهارشنبه یکم دی ۱۴۰۰ساعت 18:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|