«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ديورند او طالبان

دجمهوريت اکثره کړنې ناسمې، خو دغه يوه يې ستايم
ليکونکي: شرف الدين ستانکزی 
خبره ډيورند سره تړاو لری. هله، مې ورپام شو چه دجمعې په ورځ رسنيو کنړ کې دپاکستان د راکټونو بدل کې دطالب سرحدی ځواکونو متقابل ډزو خبر ورکړ. 
د خبر نشر سره يې دخلکو غبرګون بيلابيل وو مګر اکثره ځوانانو په حضوري يا غير حضوری سوشيل مديا کې تاوده احساسات ورته وښوول، چه دوطن دوستۍ قدر يې کوم مګر په څو لحاظه يې جګړې ته د اور دلمنې وهلو مخالف يم. 

د دريوند په سر ولې بايد پاکستان سره لانجه ونشی؟

لومړۍ داچه پاکستان دڅه نورو شيطانی حيلو په شمول کلونو راهيسې په کنړ او دډيوند په غاړه نورو سيمو کې راکټونه را واروی هدف يې دچا وژل يا سيمې تخريب نه، بلکې تخليه او مشابه عکسل عمل دی 
که څه هم دجمهوريت له سقوط وروسته دا ډزې لنډمهال ودريدې خو دادی بيا يې ددوام او طالبانو د بلمثل عمل خبر ورکړل شو 
جمهوريت له دغې ناحې کلونه متظرر او نيوکو سره مخ وو مګر خاموشی يې  عقلانې وه دليل داوو چه پنجابيان زمونږ دخاورې داشغال له يوې برخې په مونږ ډزې کوي. نو منونږ( افغانستان) څنګه متقابل عمل کې خپله خاوره او خلکو باندې ډزې وکړو؟ ځکه هغه او داغاړه ديورند کې ورونه ژوند کوي.  ښايي دنورو مجبوريتونو ترڅنګ يې دنظامی وسايلو نا انډولی اصلی علت وو خدایﷻ خبر

پاکستان څه غواړی ؟

بل دليل- پاکستان په متقابل بريد اينده نسلونو ته دا ثبوت ښيي چه که ديورند رسمي کرښه نه وه؟ نو افغان لورې ولې متقابل جګړه او زمونږ هوانونه ( بريد)يې په افغان خاوره تيري باله؟
پاکستان ظاهر عالم داتوپونه په دنوم واروی چه ګواکې کنړ کې تروريستان پټ دی. 

دافغان لوری مجبوريت

۲- سمدستی افغان حکومت نړيوالې انزوا سره مخ دی هر ګاونډی هيواد سره يې دوستانه اړيکې په خاص ډول پاکستان سره مهمې دی مليونونه مهاجر، اقتصاد، سوداګري او روغتيايي برخه کې ورته اړ يو. 
تر ټولو مهمه داده چه دډيورند ها غاړه اودغې غاړې ته يو قوم. ژوند کوی، سره خور خورلڼه خيښي او دوستی لری 
په يوه خوله يې کرښې سره مخالف دي دپاکستان له خوا دالس کاله راکټونو لوی نفرت خلکو کې پيدا کړی دی
خو که افغانستان په ورته راکټ پرانۍ دديورند کرښې هغه غاړه پښتانه زيامن کړی نور به هم ناهيلی او پاکستان سره دمجبوريت هوکړه وکړی چه لايې نه ده کړې. 

ډيورند څه ده؟

د ديورند تړون سلو لس کاله پخوا برطانيوی هند سره شوی دی پاکستان يې ميراث خور نه بلکې تړون کې دافغانستان ملکيت کيږی 

تکرار وايم : پاکستان د ډيروند بل هيڅ ډول سند نلری يواځې داچه په متقابل ډزو يې خپل وګڼی. 

مشوره
نو افغان واکمنو وروڼو ته مشوره ورکوم او پوهيږم چه دوی ترما دموضوع حساسيت ته متوجه دی چه د ډيورند په اړه دريځ کې پام کوۍ 
دښمن مکار او تاسو سپيڅلی خو له ځينو مهمو معاملو دحکومتولۍ لازمه تجربه نلرۍخدایﷻ مکړه لکه دکنړ دپرونۍ پيښې په څير ددښمن تبر ته لاستی نشی 

نو متقابل لريد نوی څه کړنه پکار ده؟

هو که ملک سره ښه کوۍ موضوع له حقوقی لارو وڅيړۍ دخپلو پښتنو په کور ډزې پنجاب لا خوښوی که ناراحت هم نشی! روي عالم دعصری وسلو جګړه کې مونږ کمزوری امکانات لرو معنی دا چه زمونږ راکټ ممکن تر لنډی کوتله بيرته خپل دپښتانه تر کوره لاړه شی! خو هغوی په اتمی ځواک زمونږ هر لرې ښار ويشتلی شی

خاموشی يې هم لار نه ده

يو دريځ مو چه ستايم دديورند په کرښه دخاردار سيم ټولول دی دوام ور کړۍ چاره يې سيمه يزه خلکو ته بوختيا او دکباړ سوداګرو ته ګټه تياروی 
په حقيقت کې دپنجاب زړه هم ورسره چوی  دمثال په توګه پرون دپاکستان پارامان مسولين څخه په سختو ټکو دننګرهارګوشته ولسوالۍ کې دسيم خاردار دټولولو علت وپوښته همدا لړۍ جاری او په چيغو يې کړۍ
درنښت متن خپور کړۍ څو ترچارواکو ورسيږی
مننه

+ لیکل شوی په  شنبه چهارم دی ۱۴۰۰ساعت 20:10  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |