«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

خر ولې سيالۍ ته نه وړی

خره ولې په مسابقه( سيالۍ) کې نه وی؟
له کمکيتوبه بيا تر همدې لحظې يو مصبت خدایﷻ لکه سيوری راسره يوځای کړی دۍ!
چه کله هم ژوندانه کې دخپل پرمختګ فکر نه لری... خو برخلاف زما لار کې خنډ واقع شی. 
کله مې هم ځان نه دۍ ورسره برابر کړی، لاره تغير حتی دمسلک تبديلی ته مجبور شوی يم، بس بيا مې مخته راشی.   له څه نور گذشته سره همهاله مې ملک ور پريښوده زرګونه مايله لرې بلې قارې ته ترې راغلم خو اوس مې هم ځور نه لاس نه اخلی...نقل مې يې صوفی کاکا ته وکړ... يو په بل پسې تذفې اړولې ويويل: انسانی کرامت ته په درنښت به ووايم چه دا ډول خلک دخرو له عاداتو اغيزمن دی. 
مال داڅنګه؟ ويل يې: په ټوله نړۍ کې له مږکو نيولی تر زمريانو د سيالۍ(مسابقې) پروګرامونه په لار اچول شوی دی مګر دخرو تر منځ به د مسابقه نوي ليدلی؟ دليل يې داده چه خره مسابقه کې دپرمختګ استعداد نلری، بلکې برعکس منډه کې مقابل جانب ته لغته يا لينګته ږدی.
نو خره کله هم منډه کې دخپلې بريا اراده نه لری غواړی مقابل جانب له منډې راوګرځوی. 
په همدې خبره يې څادر ټول کړ،  تلو تلو کې يې توصيه راته وکړه دا ډول تن سره به ځان نه نيسې ځکه خپله هيڅ هدف نلری مګر تا دژوند له منزله راګرځوی.

+ لیکل شوی په  دوشنبه بیستم دی ۱۴۰۰ساعت 2:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |