«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

درسنيو دازاړۍ نړيواله ورځ

دمې دريم د درسنيو ازادۍ نړيواله ورځ ده غواړم په همدغه پلمه څوکلنه چوپتيا ماته کړم د خبريالانو او رسنيو دکارکونکو دمرموزه وژنو په څرنګوالې له خپل ديد لوری رڼا واچوم. 
درسنيو برخه کې نړيواله بنسټونو دتحقيق په بنيا افغانستان دخبريالانو لپاره وژونکو هيواد دی 
چه يواځې تيرکال په هدفی ډول ۱۶ تنه وژل شوی دی قاتلين يې ناڅرګند خو دقتل تور يې حکومت په طالبانو اچوی هغوی يې نه منی. 
په رسنيو دبريد داستان يواځې د وژل شويو فعالينو په مرګ نه تماميږی بلکې هر فرد چه په يوه نه يوه ډول مطبوعاتو کې دنده لری له تهديد څخه شکايت لری 
مګر دپوښتنې او شکايت مرجيع څخه ناهيلی دی. 
نودپه دغه ډول ويلی شو چه دولس او چارواکو ترمنځ دغه پول د نړيدو ګواښ سره مخ دی 
مطبوعات چه هيواد کې دنړيوالې ټولنې شل کن بری ياديده دوهم او چوپ کيدو مرحلې ته رسيدلی. 
دا غږونه څوک زيندی کوي؟ هدف يې څه ده؟ او حکومت يې قربانيانو سره څه کړی دی؟ جواب يې ناڅرګند او بحث يې لوي دی. 
خو که دتهديد همدا نقل له ځانه پيل کړم وپوهيږي چه دهدفی وژنو بڼه مشابهه ده 
خبرياست چه له تيرو ۲۵ کلونو راهيسې مې له ملې تلويزيون بيا تر نړيواله رسنيو کار وکړ خو دکاری چاپيريال په تنګوالی مهاجرت ته اړ شوم. 
تيرکال کابل ته لاړم مګر په دسربيره چه نه مې رسمی دنده لرله او نه دچا په نفعه يامخالفت غږيدلی وم ناشنا کسانو په مرګ. ګواښلم. 
دبيلګې په توګه په داوروستيو کې دلسګونه پيغامونو له منځه دغه يو درسره شريکوم. چه عامل يې ځان دطالباانو له لوری دکابل، دزون مسول راته ښیي د ۱۲ ساعتونو په ضرب ال اجل له هيواده دستنيدو مشوره راکوي کنه نو له مرګ مې خبر دی 
دمرګ ناره سخته وی له موقع نه په استفاده مې موضوع دوحه کې دطالبانو دسياسي دفتر وياند داکټر محمدنعيم وردګ، سره دټلفون په وسيله شريکه کړه له خپله لوری يې ډاډراکړ. 
چيغه مې تر ذبيح الله مجاهده هم ورسيده  نوموړی نه يواځې زما بلکې په ټوله کې درسنيو کارکونکو دامن وويل ورسره په څنګ کې يې د دوی دولکې لاندې سيمه کې دميشت کيدنې اطمنان راکړ. 
هو ماهم همداسې وکړه د لنډ مهال لپاره دميدان وردګ نرخ ولسوالۍ کې ميشت شوم سيمه يزه طالبانو نه يواځې زما پالنه وکړه مګر په عينی حال کې يې دتهديد اصلی عامل د کابل پغمان سيمه کې شناسايي او ماته يې له دغه امله ډاډمنه فضا چمتو کړه. نرخ ته هم دمطبوعاتی پيژندګلوۍ په بنياد تللی وم چه دغه برخه کې دمطبوعاتی همکار عباد افغان خلوص ستايمه 
ديادښت وړ دی چه دطالبانو سيمې ته زماتلل مخفی نه بلکې په ډاګه مې دجګړې طرفين جريان کې واچول. 
نو دغه نقل ته په توجه افغان حکومت څخه دسړي ګيله وشي چه تر اوسه ولي د وژل شويو خبريالانو دقتل په کشف او او قاتلينو په نيولو بريالی نه شوه.

+ لیکل شوی په  جمعه هفدهم اردیبهشت ۱۴۰۰ساعت 19:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

تهديد

نه به حکومت ته لاسپوڅی(ګوډاګی) او نه هم طالب ته ترهګر ووايو
طالب او حکومت دواړه دخبر وی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی. 
داچه رسنۍ بايد خپله بې طرفی وساتی، تيره څلور لسيزه کې يې دافغانستان په کچه استثنايي پيغام بللي شو چه حکومت او طالبانو همهاله په عينی حال کې په مشابهه متن خپور کړ. 
طالب وياند ذبيح الله مجاهد او دافغان حکومت دملي امنيت مشر له دفتره رسنيو او خبريالانوته تر توصيې ورهاخوا داختار په بڼه دبې پريوالی تهديد شوی دی 
که څه هم اعتراف کوم چه په تيرو شل کلونو کې دبيان ازادي ديوه شعار ترکچې وه او  رسنئ د يوه جنګی وسيلې په ډول طرفينو استعمالولې ، خو د ټولو خبريالانو حق کې دا ډول څرګندونې ژورنالزم ته توهين دی 
په ځانګړی ډول لومړی دمکومت له لوری په خبريالانو دا ډول تور پورې کول نه يواځې توهين بلکې هغه شک په حقيقت بدلوی چه ګواکې دژورنالستانو هدفی وژنو کې دحکومت کومه کړۍ دخيله ده. 
هو: دا ماپخواهم په ډاګه ويلې چه اکثره خبريالان دخبر 
جو ړښت کې خپل انتخاب نلری درسنۍ فرمايشات تعقيبوی نو داچه ډيری رسنۍ دخاصو هيوادونو يا استخباراتی کړيو له خوا جوړې شوی دي دخپل شوم هدف لپاره يې دافغان خبريال غربت او بې روزګاری څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. 
دسرغړونې په صورت کې يې دنده له لاسه ورکوی کوم څه چه ماسره ازادۍ راډيو کې وشوه او په خپل وخت مې دطالبانو دوياند قاری محمديوسف په شمول خپلواکه ادارې هم خبرې کړی دی. 
په ياد به مو وی چه له همدغې پاڼې څو پلا ما شخصا له ولس څخه په بښنې اعتراف کړی دی چه ما تير شل کاله دنده کې په ۵۰ سلنه حقايقو سترګې پټې کړی دی يواځې هغه خبرونه مې نشر کړی دي چه دمربوطه رسنيو تګلارې سره يې سمون خوړ، نه دخلکو او هيواد ملی ګټو سره. 
دطالبانو حق که به ووايم،  چه ګرانو طالباتو!  دغرور خبرې مه کوۍ دابه درسره ومنو چه يو لوی ځواک مو مات کړ مګر په دچشم پوشی مه کړی چه دغه فتحه کې دخبريال دمرستې تله ستاسو په تناسب درنه وه. 
دمثال په توګه لسګونه خبريالانو دسر وينې په کاسه کې اخيستی دي ستاسو پرمختګونه يې نشر کړی دبشر حقوق يې درته ثابت کړی دی چه بياهم زه ځان بيلګه يادوم له شنډنډ، ترفراه نيمروز بادغيس ميدان وردګ او هلمند... ولاياتوپورې په سختو شرايطو کې مې ستاسو مرچلو کې په پلی تنده او لوږه سفرونه کړی چه وروستۍ هغه يې تيره مياشت نرخ ولسوالئ څخه ستاسو( طالبانو) سخت مرکز څخه کتنه او راپورجودښت وو. 
نو ديته بې پريوالی وايي؟ کنه  
خو: که له خبرياله تاسو( طالبان) تمعه لری چه افغان حکومت ته ګوډاګی يا دکابل اداره ووايي، داشرف غني په مشری افغان حکومت فرمايش لری چه طالبانو ته تروريستان وايي؛ بيا نو دواړه تيروتلی ياست... هيڅ با ضميره خبريال به ستاسو دواړو طرفونو دغې نامشروع غوښتنې ته غاړه کينږدی. ولو که له دندې داخراج يا مرګ په قيمت تماميږی 
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  جمعه هفدهم اردیبهشت ۱۴۰۰ساعت 19:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی  | 

سفر نامه نرخ ولسوالۍ ته

ريښتايې ويلی چه:(پښتون په خپلو ريټلی، او په نورو منلي وی)
 سفرليک
راځئ تربګنۍ ته نه ووايو. 
لومړۍ برخه. 
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی. 
د حکومت واک ساحه کابل کې وم په ګڼه خپلوانو دطالب په نوم متهم ياديدم ذهن کې يې منفور وم، خو برخلاف دحکومت ګڼه مقاماتو دکابينې دغړو په کچه محب بللم دوستانه ( شخصی) مجالسو کې يې حضور وم. 
دغه راز چه کلی ( دطالبانو دنفوذ سيمې) ته لاړم بياهم زياتره نزديکانو ښکاره حکومت پلوه امريکايي بللم تر د چه مسجد کې مې شتون سره مخالف او عبادات مې ښکاره مسخره کول. 
خو طالبانو ته د کشر او مشر په کچه منظور وم. 
زما داسفر د ۱۳۹۹ هج شمسي کال وروستيو ۲۰۲۰م کال دسمبر په مياشت کې له امرکا واشنګټن نه په وتلو کابل څخه پيل شو د۱۴۰۰هج ل او د۲۰۲۱ م کال اپريل کې بشپړ شو.  
زما ژوند ټولو په سفرونو کې تير شوی ده، چه دټولو يادښت يې اړين نه بولم، معمولی دي. 
مګر ددغه سفر اهميت په دې کې وو، چه له نږدې دوه لسيزې کاله وروسته پلرنی ټاټوبی ميدان وردګ نرخ ولسوالۍ اسمعيل خيلو ملا جلال بابا کلی، ته ستون شوم. 
په طبيعی بڼه ډير څه زما لپاره نوی وو! حتي خلک بدل شوي وو، داسې چه زه پردی غوندې پکې ښکاريدم. 
مګر زما لپاره هرڅه زړه ته رالنډ وو ځکه چه هميش مې وطن کلی او کور خيالونو او خوبونو کې نغښتی وو. 
د نويو ودانيو، عصري بڼوالئ سيستم، زده کړی ځوانان ...يې ښه راته وايسيده او د ۲۰ کاله کم عمر زلميان چه څهرې خو څه، نومونو سره يې اشنا نه وم په حقيقت کې راته نوی خو دسترګورڼا وه. 
لنډه داچه نرخ کې تم کيږم  نه غواړم دکابل بازاری ژوند باندې بحث سره له چاګيله وکړم. خو په خدایﷻ قسم چه داميد سترګې مې کليوالی عزيزانو ته اوښتې له اوږد عمره وروسته مې دخواږه روغبړ انتظار لاره... خو بدبختانه وضعيت برعکس وو. 
به همدغه تکل د جون مياشت کې چه دروان کال دوری ( نوروز) سره سمون خوری کلی ته ستون شوم، سيمه کې دطالبانو غښتلی ځواک امن او ټولنيز سمسکی مې وليد چه دا بيا جلا لوي بحث لری. ډير همځولی يا دهغه وخت مشران وفات يا جلا وطنه وو. دهديرو وسعت دلارو خرابی او ځای، ځای په بشپړ ډول دجګړې له کبله دکليو تخريب زړه دردونکی وو. خو يو څه چه ښه وو هغه دا چه دلته( نرخ) لاهم ژوند ته اميد او دروزګار لاروی روان وو. 
خو تر کومه ځايه چه د خپلوانو خبره شوه، په ورتګ مې ټول بل ډول شوه... ښايی ځينې به زړه راباندې سوځيدو ځکه دسيمې حال ترما دوې ډير درکولی شوی. بهترين دهغوی يې هغه اشخاص وو چه زما ورتګ يې سيمه ته نادانی وبلله په زغره يې راغبرګه کړه چه دطالباند بدسلوک حتمی دی ځکه نو دوی مرسته نشی راسره کړی او دبيرته پټ تګ مکرر آمرونه يې کول.  
ځينو خو په ښکاره هغه دتربور او کله بور،  خبره په حقيقت بدله کړه په ښکاره يې زما له ورتللو طالبانو ته رپوټ وکړ ويويل: چه ګواکې زه کلونه وروسته له امريکا څخه هلته تللی يم. دطالبانو دواک سيمه کې رواج داسې دی چه نوی سړی بايد آمن په نوم اجازه ليک ولري. کوم کار چه مانوو کړی. 
دکليوالو دغه اطلاع چه امريکا څخه ورغلی يم هم حقيقت لاره مګر دلته يادونه کوم چه کلي ته زما اوږدمهاله نه تلل طالبانو څخه دبدبينې په موخه نه بلکې، دپخوانيو جهادی قوماندانانو اربکی مليشو سره مې کورنۍ ستونځه وه، چه اوس يې بقايا په بله بڼه دلته موجود وو. 
له ماد شکايت رپوټونه دمره جدی شوه چه له ولايت ورها خوا درهبري په کچه تر طالبانو ورسيدل 
خو تربورانو مې د دسيسې خلاف هغه وخت د خجالت څټونه عام ډګر کې وګرول چه د طالب وياند مجاهد زما دبې طرفی او خلوص پيغام سيمه کې مجاهدينو( طالبانو) ته مسيج کړ. 
طالبان چه دخپل آمر اطاعت کې ځانګړتيا لری تر د وروسته يې نه يواځې دازادانه تلو راتلو راته ويل بلکې د خاص امنيت اطمنان يې راکړ او سيمه کې  خبر دجوړښت د وديو او انځورونو د اخيستو سهولت هم په واک کې راکړ. 
دکليوالو په رابطه يوه يادونه اړينه بولم چه غلط فهمی ونشی ټول هم بد خلک نه وو ګڼه يې ګلالی وګړی دی مګر دغه بد يې اندک شمير وو ولې مشکل داوو چه ډير شرير کسان وو هغوی چه زما پلويان وو عاجز او دهغوی تر تاثير لاندې کمزوری ښکاريدل داسې،  مجبور ښکاريدل چاه چه پخوا ځانونه طالبان بلل نن يې له وهمه پګړی لرې کړې؛ ټوپک خو ګڼو تر بالښت لاندې ومنډل. خوبياهم دايې دوخت مجبوريت وو نه ماسره بدبينی  دښوکليوالو نيت دقدر وړ او ناوړو ته دخدایﷻ هدايت غواړم. 
رابشو اصلي موضوع ته. 
په دسربيره چه د تربورانو، سوړ عکسلعمل مې تجربه کړ خو په ټوله کې پلرنی ټاټوبی دطالبانو واکمنئ لاندې نرخ ولسوالۍ ته مې سفر خاطرو څخه خالی نه دی! چه مثال يې ما دنړۍ هيڅ بل هيواد، اسيا، اروپا يا دامريکا کوم بل ايالت کې په ورته بڼه نه ده ليدلی 
سکون، امنيت يې دستايلو وړ دی په سردرو کې په ګرځيدو مې يو عجب غرور حس کړ.  
خو له خوندونو مالامال دغه سفر لنډ وه تر درې ورځو وروسته دکوم کار له کبله بيرته کابل ته وګرځيدم 
مګر ځينو ناځوانه تربرو مې بياهم له سيمې په ابرومندانه وتلو شکر ونکيښ بلکې په غياب کې يې ډنډوره جوړه کړې چه ګواکې داحتمالی تهديدونو له ډاره په غلا له کلي ښارته تښتيدلی وم.
ځکه نو داځل زه هم ورته تربور غوندې شوم اونۍ وروسته دتير خلاف چه پکول مې لرله داځل هسکې شملې  سره په سپين ميدان او رڼا ورځ په ټوله قريه کې وڅرخيدم...په ژوندئ بڼه مې مکرر ډول دسترګو ليدلی حال سوشيل مډيا کې دوستانو سره شريک کړ. چه دخاطرو لړئ يې دوام لری. 

نوټ:نو په دغه ډول وختونه تيريږی يادونه يې پاته کيږي  رژيمونو او ګوندی بدبينئ موقتی دی بدليږی رابدليږی خو ددوستۍ پيوند دايمی دی. 
وطن سره مينه لرم. که ژوند باقی وو بيا بيا به ورځم دوستانو ته به ليمې کيږدم 
په متن کې نوشته مو چه ولوستله يواځې يوه خاطره وه دژوند دغه لوبه نه تاسو( تربرو)  بايللې او نه هم ما ګټلې ده. مټې او بازو مې ياست.  تاسو ياست چه زه يمه
 غيږ در کوم او تربګنئ ته په ګډه نه وايوووووووووو.

+ لیکل شوی په  جمعه هفدهم اردیبهشت ۱۴۰۰ساعت 19:38  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |