«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

تهديد

نه به حکومت ته لاسپوڅی(ګوډاګی) او نه هم طالب ته ترهګر ووايو
طالب او حکومت دواړه دخبر وی
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی. 
داچه رسنۍ بايد خپله بې طرفی وساتی، تيره څلور لسيزه کې يې دافغانستان په کچه استثنايي پيغام بللي شو چه حکومت او طالبانو همهاله په عينی حال کې په مشابهه متن خپور کړ. 
طالب وياند ذبيح الله مجاهد او دافغان حکومت دملي امنيت مشر له دفتره رسنيو او خبريالانوته تر توصيې ورهاخوا داختار په بڼه دبې پريوالی تهديد شوی دی 
که څه هم اعتراف کوم چه په تيرو شل کلونو کې دبيان ازادي ديوه شعار ترکچې وه او  رسنئ د يوه جنګی وسيلې په ډول طرفينو استعمالولې ، خو د ټولو خبريالانو حق کې دا ډول څرګندونې ژورنالزم ته توهين دی 
په ځانګړی ډول لومړی دمکومت له لوری په خبريالانو دا ډول تور پورې کول نه يواځې توهين بلکې هغه شک په حقيقت بدلوی چه ګواکې دژورنالستانو هدفی وژنو کې دحکومت کومه کړۍ دخيله ده. 
هو: دا ماپخواهم په ډاګه ويلې چه اکثره خبريالان دخبر 
جو ړښت کې خپل انتخاب نلری درسنۍ فرمايشات تعقيبوی نو داچه ډيری رسنۍ دخاصو هيوادونو يا استخباراتی کړيو له خوا جوړې شوی دي دخپل شوم هدف لپاره يې دافغان خبريال غربت او بې روزګاری څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده. 
دسرغړونې په صورت کې يې دنده له لاسه ورکوی کوم څه چه ماسره ازادۍ راډيو کې وشوه او په خپل وخت مې دطالبانو دوياند قاری محمديوسف په شمول خپلواکه ادارې هم خبرې کړی دی. 
په ياد به مو وی چه له همدغې پاڼې څو پلا ما شخصا له ولس څخه په بښنې اعتراف کړی دی چه ما تير شل کاله دنده کې په ۵۰ سلنه حقايقو سترګې پټې کړی دی يواځې هغه خبرونه مې نشر کړی دي چه دمربوطه رسنيو تګلارې سره يې سمون خوړ، نه دخلکو او هيواد ملی ګټو سره. 
دطالبانو حق که به ووايم،  چه ګرانو طالباتو!  دغرور خبرې مه کوۍ دابه درسره ومنو چه يو لوی ځواک مو مات کړ مګر په دچشم پوشی مه کړی چه دغه فتحه کې دخبريال دمرستې تله ستاسو په تناسب درنه وه. 
دمثال په توګه لسګونه خبريالانو دسر وينې په کاسه کې اخيستی دي ستاسو پرمختګونه يې نشر کړی دبشر حقوق يې درته ثابت کړی دی چه بياهم زه ځان بيلګه يادوم له شنډنډ، ترفراه نيمروز بادغيس ميدان وردګ او هلمند... ولاياتوپورې په سختو شرايطو کې مې ستاسو مرچلو کې په پلی تنده او لوږه سفرونه کړی چه وروستۍ هغه يې تيره مياشت نرخ ولسوالئ څخه ستاسو( طالبانو) سخت مرکز څخه کتنه او راپورجودښت وو. 
نو ديته بې پريوالی وايي؟ کنه  
خو: که له خبرياله تاسو( طالبان) تمعه لری چه افغان حکومت ته ګوډاګی يا دکابل اداره ووايي، داشرف غني په مشری افغان حکومت فرمايش لری چه طالبانو ته تروريستان وايي؛ بيا نو دواړه تيروتلی ياست... هيڅ با ضميره خبريال به ستاسو دواړو طرفونو دغې نامشروع غوښتنې ته غاړه کينږدی. ولو که له دندې داخراج يا مرګ په قيمت تماميږی 
شرف الدين ستانکزی

+ لیکل شوی په  جمعه هفدهم اردیبهشت ۱۴۰۰ساعت 19:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |