سفر نامه نرخ ولسوالۍ ته
ريښتايې ويلی چه:(پښتون په خپلو ريټلی، او په نورو منلي وی)
سفرليک
راځئ تربګنۍ ته نه ووايو.
لومړۍ برخه.
ليکونکی: شرف الدين ستانکزی.
د حکومت واک ساحه کابل کې وم په ګڼه خپلوانو دطالب په نوم متهم ياديدم ذهن کې يې منفور وم، خو برخلاف دحکومت ګڼه مقاماتو دکابينې دغړو په کچه محب بللم دوستانه ( شخصی) مجالسو کې يې حضور وم.
دغه راز چه کلی ( دطالبانو دنفوذ سيمې) ته لاړم بياهم زياتره نزديکانو ښکاره حکومت پلوه امريکايي بللم تر د چه مسجد کې مې شتون سره مخالف او عبادات مې ښکاره مسخره کول.
خو طالبانو ته د کشر او مشر په کچه منظور وم.
زما داسفر د ۱۳۹۹ هج شمسي کال وروستيو ۲۰۲۰م کال دسمبر په مياشت کې له امرکا واشنګټن نه په وتلو کابل څخه پيل شو د۱۴۰۰هج ل او د۲۰۲۱ م کال اپريل کې بشپړ شو.
زما ژوند ټولو په سفرونو کې تير شوی ده، چه دټولو يادښت يې اړين نه بولم، معمولی دي.
مګر ددغه سفر اهميت په دې کې وو، چه له نږدې دوه لسيزې کاله وروسته پلرنی ټاټوبی ميدان وردګ نرخ ولسوالۍ اسمعيل خيلو ملا جلال بابا کلی، ته ستون شوم.
په طبيعی بڼه ډير څه زما لپاره نوی وو! حتي خلک بدل شوي وو، داسې چه زه پردی غوندې پکې ښکاريدم.
مګر زما لپاره هرڅه زړه ته رالنډ وو ځکه چه هميش مې وطن کلی او کور خيالونو او خوبونو کې نغښتی وو.
د نويو ودانيو، عصري بڼوالئ سيستم، زده کړی ځوانان ...يې ښه راته وايسيده او د ۲۰ کاله کم عمر زلميان چه څهرې خو څه، نومونو سره يې اشنا نه وم په حقيقت کې راته نوی خو دسترګورڼا وه.
لنډه داچه نرخ کې تم کيږم نه غواړم دکابل بازاری ژوند باندې بحث سره له چاګيله وکړم. خو په خدایﷻ قسم چه داميد سترګې مې کليوالی عزيزانو ته اوښتې له اوږد عمره وروسته مې دخواږه روغبړ انتظار لاره... خو بدبختانه وضعيت برعکس وو.
به همدغه تکل د جون مياشت کې چه دروان کال دوری ( نوروز) سره سمون خوری کلی ته ستون شوم، سيمه کې دطالبانو غښتلی ځواک امن او ټولنيز سمسکی مې وليد چه دا بيا جلا لوي بحث لری. ډير همځولی يا دهغه وخت مشران وفات يا جلا وطنه وو. دهديرو وسعت دلارو خرابی او ځای، ځای په بشپړ ډول دجګړې له کبله دکليو تخريب زړه دردونکی وو. خو يو څه چه ښه وو هغه دا چه دلته( نرخ) لاهم ژوند ته اميد او دروزګار لاروی روان وو.
خو تر کومه ځايه چه د خپلوانو خبره شوه، په ورتګ مې ټول بل ډول شوه... ښايی ځينې به زړه راباندې سوځيدو ځکه دسيمې حال ترما دوې ډير درکولی شوی. بهترين دهغوی يې هغه اشخاص وو چه زما ورتګ يې سيمه ته نادانی وبلله په زغره يې راغبرګه کړه چه دطالباند بدسلوک حتمی دی ځکه نو دوی مرسته نشی راسره کړی او دبيرته پټ تګ مکرر آمرونه يې کول.
ځينو خو په ښکاره هغه دتربور او کله بور، خبره په حقيقت بدله کړه په ښکاره يې زما له ورتللو طالبانو ته رپوټ وکړ ويويل: چه ګواکې زه کلونه وروسته له امريکا څخه هلته تللی يم. دطالبانو دواک سيمه کې رواج داسې دی چه نوی سړی بايد آمن په نوم اجازه ليک ولري. کوم کار چه مانوو کړی.
دکليوالو دغه اطلاع چه امريکا څخه ورغلی يم هم حقيقت لاره مګر دلته يادونه کوم چه کلي ته زما اوږدمهاله نه تلل طالبانو څخه دبدبينې په موخه نه بلکې، دپخوانيو جهادی قوماندانانو اربکی مليشو سره مې کورنۍ ستونځه وه، چه اوس يې بقايا په بله بڼه دلته موجود وو.
له ماد شکايت رپوټونه دمره جدی شوه چه له ولايت ورها خوا درهبري په کچه تر طالبانو ورسيدل
خو تربورانو مې د دسيسې خلاف هغه وخت د خجالت څټونه عام ډګر کې وګرول چه د طالب وياند مجاهد زما دبې طرفی او خلوص پيغام سيمه کې مجاهدينو( طالبانو) ته مسيج کړ.
طالبان چه دخپل آمر اطاعت کې ځانګړتيا لری تر د وروسته يې نه يواځې دازادانه تلو راتلو راته ويل بلکې د خاص امنيت اطمنان يې راکړ او سيمه کې خبر دجوړښت د وديو او انځورونو د اخيستو سهولت هم په واک کې راکړ.
دکليوالو په رابطه يوه يادونه اړينه بولم چه غلط فهمی ونشی ټول هم بد خلک نه وو ګڼه يې ګلالی وګړی دی مګر دغه بد يې اندک شمير وو ولې مشکل داوو چه ډير شرير کسان وو هغوی چه زما پلويان وو عاجز او دهغوی تر تاثير لاندې کمزوری ښکاريدل داسې، مجبور ښکاريدل چاه چه پخوا ځانونه طالبان بلل نن يې له وهمه پګړی لرې کړې؛ ټوپک خو ګڼو تر بالښت لاندې ومنډل. خوبياهم دايې دوخت مجبوريت وو نه ماسره بدبينی دښوکليوالو نيت دقدر وړ او ناوړو ته دخدایﷻ هدايت غواړم.
رابشو اصلي موضوع ته.
په دسربيره چه د تربورانو، سوړ عکسلعمل مې تجربه کړ خو په ټوله کې پلرنی ټاټوبی دطالبانو واکمنئ لاندې نرخ ولسوالۍ ته مې سفر خاطرو څخه خالی نه دی! چه مثال يې ما دنړۍ هيڅ بل هيواد، اسيا، اروپا يا دامريکا کوم بل ايالت کې په ورته بڼه نه ده ليدلی
سکون، امنيت يې دستايلو وړ دی په سردرو کې په ګرځيدو مې يو عجب غرور حس کړ.
خو له خوندونو مالامال دغه سفر لنډ وه تر درې ورځو وروسته دکوم کار له کبله بيرته کابل ته وګرځيدم
مګر ځينو ناځوانه تربرو مې بياهم له سيمې په ابرومندانه وتلو شکر ونکيښ بلکې په غياب کې يې ډنډوره جوړه کړې چه ګواکې داحتمالی تهديدونو له ډاره په غلا له کلي ښارته تښتيدلی وم.
ځکه نو داځل زه هم ورته تربور غوندې شوم اونۍ وروسته دتير خلاف چه پکول مې لرله داځل هسکې شملې سره په سپين ميدان او رڼا ورځ په ټوله قريه کې وڅرخيدم...په ژوندئ بڼه مې مکرر ډول دسترګو ليدلی حال سوشيل مډيا کې دوستانو سره شريک کړ. چه دخاطرو لړئ يې دوام لری.
نوټ:نو په دغه ډول وختونه تيريږی يادونه يې پاته کيږي رژيمونو او ګوندی بدبينئ موقتی دی بدليږی رابدليږی خو ددوستۍ پيوند دايمی دی.
وطن سره مينه لرم. که ژوند باقی وو بيا بيا به ورځم دوستانو ته به ليمې کيږدم
په متن کې نوشته مو چه ولوستله يواځې يوه خاطره وه دژوند دغه لوبه نه تاسو( تربرو) بايللې او نه هم ما ګټلې ده. مټې او بازو مې ياست. تاسو ياست چه زه يمه
غيږ در کوم او تربګنئ ته په ګډه نه وايوووووووووو.