د هرات شندند ولسوالۍ بازار کې چاودنه شوې ۱۶ تنه مړو ټبیان یې په ځای پرې ایښې دی. چه له درې ټپیانو پرته نور ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي. دولتی مامورین او سیمه یزه خلک دغه کار د وطن د دښمنانو ښی عمل یې غیر انساني بولي په عاملینو یې بد وایي. شندند د ایران په پوله کې یوه سیمه نومیږي. په ایران دافغانستان ملي امنیت نیمروز کې د ځنځيره یې انتحاري حملو تور هم لګولي دی. د کوم څه په وچه چه د سه شنبې په وځ ۴۰ تنه ملکیان مړه، تر سلو زیات ټپيان شوه. په موضوع له هرات راپور راکوي.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په شنبه بیست و هشتم مرداد ۱۳۹۱ساعت 11:25  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په فراه ولایت کې یو ځل بیا افغا ځواکونو یوه روزنیزه مرکز کې د ناټو چوکاټ کې په امریکایی ښونکو ډزې کړي دوه تنه امریکایان یې وژلي دي. بل ټپي ده. پیښه کې یو بل افغان پولیس هم وژل شوي دي. په اړوند یې له سیمې شرف الدین شرفیار دولتي مامورینو او خلکو سره په خبرو راپور راکوي.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په جمعه بیست و هفتم مرداد ۱۳۹۱ساعت 13:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
شیبه وړاندې د هرات یوه د ګڼ ګوڼې سیمه د جامع جومات تر خواه لیلامي ویاټ یاجاده کې مین منفجر شوو چه د ۳ میرمنو په شمول یې ۱۴ ملکي کسان ټپیان کړه.
د هرات د حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي وویل ټپيان روغتون ته وروړل شوي دی د درملنې کار یی روان دي.
د هرات د امنیه قوماندتۍ د امنیت امر عبدالحمیدحمیدي، وویل مین په یوه بایسکل کې ځاي په ځای شوه وه. د پیښې عاملین یې د دوطن د ښمنان وبلل خو دټپیانو شمیر د روغتون د ارقامو خلاف ۶ تنه یاد کړه. دورته پیښو عامین تل دولتي مامورین طالبان ګڼي خو باید ووایم چه طالبانو یابلی د دولت کومي مخالفې ډلې تراوسه مسولیت نده منلي.
+ لیکل شوی په چهارشنبه بیست و پنجم مرداد ۱۳۹۱ساعت 16:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
شرف الدین ستانکزی:
په نیمروز کې د ننیو ځان مرګو بریدونو د قربانیانو شمیر د مړو او تپیانو نږدې ۱۳۰ تنو ته لوړ شو چه لویه برخه یې ملکیان جوړوي
د سه شمبې ورځې مازیګر د افغانستان په وخت ۴ بجو مهال د نیمروز والي عبدالکریم، براهوي تایید کړه چه د هغه ولایت ښار زرنج، درې ګڼ میشته سیمو کې درې تنو ځانونه منفجر کړه. براهوي زیاته کړه د هغوي درې تنه نور په انتحاري واسکټونو سمبال ملګري حملې ته له رسیدو مخکې پولیسو ژوندي ونیول. د ده په وینا پولیسو له دغه دسیسې له وړاندې راپور ترلاسه کړي وه ۲ انتحاري قصد لرونکې یې د ورځ په سهار ښار ته د ننوتلو په مهال ونیول چه اوس پوښتنې ترې روانې دي.
د نیمروز امنیه چارو قوماندان جنرال محمد موسي رسولې پيښه کې د ۲۸ تنو د وژنې حال او لسګونه نورو د ټپ وویل زیاته یې کړه وژل شويو کې ۳ پولیس، او ټپیانو کې ۱۱ نظامیان شامل دي نور یې ټول ملکي وکړي یاد کړه.
د نیمروز د روغتون مشر ډاکټر نور احمد شیرزاد وویل د ښار دوه روغتونونو ته تر اوسه سلو تنو پورې ټپیان ورغلي دي چه له منځه د ۲۰تنو روغتیایی حال نازک دي. ده هم د پیښو قربانیان ډیر ملکي وګړي ونومول
دولتي مامورین د پښو تر شاه د طالبانو او ګاونډیو هیوادونو د ځینو کړیو لاس ښکیل ګڼی خو باید ووایم چه تراوسه رسنیو ته چاه مسولیت په غاړه نده اخیستي.
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و چهارم مرداد ۱۳۹۱ساعت 18:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په نیمروز کې د افغان پولیسو له منځه بیا دوه تنو خپل ۹ ملګري وژلی دی او په هلمند کې بیا د کورنیو چارو وزارت له خوا ایساف سره ګډه په هغه دوه پیښو تحقیقات پیل شوي چه تیره اونۍ دوه جلاپیښو کې د افغان همکارانو له خوایی د ناټو چوکاټ کې ۶ امریکایی پوځیان ووژل. په دې اړوند له هرات څخه شرفیارراپور راکوي.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و دوم مرداد ۱۳۹۱ساعت 9:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د نیمروز دلارام ولسولۍ کې امنیتی مسولین د ۱۱ پولیسو د وژنې خبر ورکوي. د نیمروز امنیه قوماندان سمونوال محمد موسی رسولي د دغې پیښې تایید وکړ زیاته یې کړه د شنبې ورځې په مازیګر دلارام امنیه قوماندانۍ یوې امنیتی پوستې ته دوه تنه د پولیسو په لباس کې ورغلي دي په نورو پولیسو ډزې کړې نتیجه کې ۹ تنه وژلي دی دوه تنه حمله کونکي هم دي وایی د پوالیسو په متقابله ډزو کې وژل شوی دی
د نیمروز امنیه قوماندان زیاته کړه د حمله کونکو هویت نده څرګند پولیس تحقیق کوي چه دوي به پولیس وی اوکه به یې د پولیسو له لباس څخه استفاده کړې وي
په دا وروستیو کې له نظامي لباس څخه په ګټه په بهرنیو ځواکونو او یاهم په خپلو ملګرو د نظامیانو ورته بریدونه افغانستان کې ډیر منځته راځي چه په ځينو مواردو کې یې مسولیت طالبان مني خو د دلارام په تازه پیښه لا د طالبانو کوم ویاندوي رسنیو ته څه نده ویلی.
دا په داسې حال کې ده چه د نیمروز ګاونډ هلمند کې دوه بیلابیلو پیښو تیره اونۍ دناټو چوکاټ کې ۶ امریکایان ورته پیښو کې ووژل شوه
+ لیکل شوی په شنبه بیست و یکم مرداد ۱۳۹۱ساعت 22:50  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د رغونکو خبرو د مجلې نني خپرونه کې به د هرات الرحمن کلینک ته سر ورښکاره کړو وبه ګورو چه ناروغان له ډاکټرانو څه ګیلې او ډاکټرانو هغوي نه څه هیلې لري شرف الدین شرفیار له ناروغ او یوه متخصص ډاکټر سره مجلس راپور راکوي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په جمعه بیستم مرداد ۱۳۹۱ساعت 10:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دولتی مقامات وایی فراه ولایت کې د یوه ملی بس موټر باندې وسله والو طالبانو مین پټاو کړي درې تنه د یوې میرمنې په شمول پکې مړه درې نور تپیان دی پیښه کې دوه تنه مشکوک مین خښونکی ژوندی نیول شوی4 تنه یې وژل شوي عام فرایان په دغه عمل بد وایی دا په داسې حال کې ده چه تیره ورځ د ملګرو ملتونو له خوا یو رپورټ نشر شو چه سږ کال یې د تیر کال په پرتله د ملکیانو د وژنې شمیر کم ګڼلی وه. په اړوندیې شرفیار راپور راکوي:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په پنجشنبه نوزدهم مرداد ۱۳۹۱ساعت 11:47  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمیسیون په هرات کې د انسان تښتونو په پیښو اندیښنه وښوده. په یوه خبري غونډه کې یې ویلی د ټول افغانستان په کچه د لویو لارو له واقعاتو وروسته هرات کې د برامته ګري ډیرې پیښې رامنځته شوی دي اوباید د دوي په ویناحکومت یې مخه ونیسي. دا په داسې حال کې ده چه هرات کې اونۍ دمخه خلکو په دغه مناسبت اعتراضونه هم لرل او ولسمشر حامد کرزي حکوم سره یې امنیه قوماندان هم له دندې ګوښی شو. په اړوندیې شرف الدین شرفیار راپور راکوي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په چهارشنبه هجدهم مرداد ۱۳۹۱ساعت 16:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کې له ناامنۍ سره په تړاو د کسبګرو د بیلابیلو ټولګیو اعتراضي کاربندیز عملا پیل ګړ. دغه کار بندیز ظاهرا وروستیو د انسان تښتونو څوپیښو سره په تړاو مخ ته راغلی. خو د سیاسي چارو ځینې کتونکې بیا له سره دغه لوبه سیاسي بولي دوي ته د ولسي جرګې یوه پلاوي ډاډ ورکړي چه د امنیتی مقاماتو په بدلون سره به یې ستونزه هواره کړي شرف الدین ستانکزی یې راپور راکوي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه شانزدهم مرداد ۱۳۹۱ساعت 14:26  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات وروستي ناامني یو شمیر خلک دحکومت کمزوري، خو بله ډله خلک سیاسی لوبه بولي
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه پانزدهم مرداد ۱۳۹۱ساعت 18:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات کمرک کې اوس د اداری فساد کچه کمه شوی ده مامورین یې وړ او کارونه یې سم په مخ ځی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په جمعه سیزدهم مرداد ۱۳۹۱ساعت 17:32  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دمیدان وردګو ولایت د چک ولسوال یوه وسله وال برید کې ووژل شو زوي یې پیښه کې ټپي شوی دي دغه خبر د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر څخه په یوه خبر پاڼه کې تایید شوي د پیښې مسولیت لا چا په غاړه نده اخیستي دپیښې جزیات یې خبرپاڼه کې په لاندې ډول زکر شوي دی
میدانښار، وردګ( دزمري ۸ مه ۱۳۹۱)
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه هشتم مرداد ۱۳۹۱ساعت 10:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د ګمرکي چارو په بهرنیو مشاورینو وروستي برید د ګمرک په ورځنیو چارو او سوداګري بده اغیزه کوي. دا د هرات د ګرک د ریس خلیق الله، خبرې وې وروسته له هغه یې دغه اندیښنه وښوده چه په دا وروستیو کې د هرات هوایی ډګر کې درې امریکایی اتباع په یوه برید کې له منځه لاړل
برید یې په خپل وخت د امنیتی مسولینو تایید کړ ویویل یو افغان ژباړونکې اوبل بهرني هم د یوه افغان پولیس ډزو کې ټپیان شوه حمله کونکي هم مامورین وایی نښته کې ووژل شو
د هرات د ګمرک ریس وایی د دغې پیښې قربانیان د دوي په ګمرکي چاروکې سلاکاران وه ملکي دندې یې لري. د ده په وینا چه د افغانستان بیارغونه کې مربوطه چارو کې ډیر ګټور وه برخه لرله.
ځکه یې نو وژنه د خپلو چارو لپاره یوه ضایعه وبلله امنیتی چارواکو څخه یې هیله وکړه چه بیا د ورته پیښومخنیوی وکړي
د دغه برید مسولیت طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي په غاړه اخیستی دي
+ لیکل شوی په پنجشنبه پنجم مرداد ۱۳۹۱ساعت 9:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات شندند ولسوالۍ زیرکو، سیمه کۍ تیرماښام دوه محلي پولیس د طالبانو برید کې ووژل شوه. دغه خبر د هرات یوه امنیتی چارواکی د نوم نه خپرولو په شرط تایید کړ، ویویل پیښه کې د امنیتی پوستې ځینې وسلې او امکانات حمله کونکو ځان سره وړي دی او رنجر موټرته یې اور لګولي دی
طالب ویاندقاري مخمد یوسف احمدي دبرید مسولیت مني وایی ټول شته پوځی وسایل یې لاس ته ورغله
+ لیکل شوی په سه شنبه سوم مرداد ۱۳۹۱ساعت 13:49  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کې زرګونه نارینه او ښځینه د قران د فهم اونۍ کې ګډون کړي دی
ور:
شرف الدین ستانکزی:
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه دوم مرداد ۱۳۹۱ساعت 10:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات هوایی ډګر کې یوه افغان پولیس خپله وسله د ایساف په چوکاټ کې په بهرنیو سلاکارانو باندې ور اړولې ۳ تنه یې ړوژلي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي
غرب زون ګې دساحوي پولیسو قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي د پیښې په تایید سره وویل دویچه ویله ته وویل ټپیانو کې یو افغان ژباړونکي هم شامل دي
احمدي زیاته کړه پیښه تیرماښام رامنځته شوه کوم تن چه ډزې کړي یونیم کال راهیسې میدان کې د محافظ دنده لرله. تیره شپه تر ډزو وروسته خپله هم متقابلو ډزوکې ووژل شو. ده وژل شوي کسان ټول امریکایان وبلل.
طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي پیښه کې د خپلو سړیو لاس دخیل وباله په ټلفوني پیام کې رسنیو ته وویل حمله کونکي ته دوي دنده ورکړې وه ۶ خارخاجان یې وژلې د یوه افغان ژباړونکي په شمول د ۴ زخمیانو ادعاکړې ده
خو په افغانستان کې د ایساف له مرکزه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلی چه وژل شوي کسان درې او ټپیان د یوه افغان په شمول ۲ تنه دي
په افغانستان کې دا لومړي ځل نده چه افغان پوځيان په خپلو بهرینو روزونکو یا سلاکارانو ډزې کوي بلکې څو پلانور هم تکرار شوي دی چه يېښې یې د ناټو لپاره افغان ځواکونو ګډمامور یت کې یوله عمده ستونزو څخه دي
+ لیکل شوی په دوشنبه دوم مرداد ۱۳۹۱ساعت 8:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|