«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات کې یوه افغان ۷ خارجیانو ته مرګ ژوبله واړوله

د هرات هوایی ډګر کې یوه افغان پولیس خپله وسله د ایساف په چوکاټ کې په بهرنیو سلاکارانو باندې ور اړولې ۳ تنه یې ړوژلي او دوه تنه یې ټپیان کړي دي

غرب زون ګې دساحوي پولیسو قوماندانۍ ویاند سمونوال عبدالروف احمدي د پیښې په تایید سره وویل دویچه ویله ته وویل ټپیانو کې یو افغان ژباړونکي هم شامل دي

احمدي زیاته کړه پیښه تیرماښام رامنځته شوه کوم تن چه ډزې کړي یونیم کال راهیسې میدان کې د محافظ دنده لرله.  تیره شپه تر ډزو وروسته خپله هم متقابلو ډزوکې ووژل شو. ده وژل شوي کسان ټول امریکایان وبلل.

طالب ویاند قاري محمد یوسف احمدي پیښه کې د خپلو سړیو لاس دخیل وباله په ټلفوني پیام کې رسنیو ته وویل حمله کونکي ته دوي دنده ورکړې وه ۶ خارخاجان یې وژلې د یوه افغان ژباړونکي په شمول د ۴ زخمیانو ادعاکړې ده

خو په افغانستان کې د ایساف له مرکزه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې هم راغلی چه وژل شوي کسان درې او ټپیان د یوه افغان په شمول ۲ تنه دي

په افغانستان کې دا لومړي ځل نده چه افغان پوځيان په خپلو بهرینو روزونکو یا سلاکارانو ډزې کوي بلکې څو پلانور هم تکرار شوي دی چه يېښې یې د ناټو لپاره افغان ځواکونو ګډمامور یت کې یوله عمده ستونزو څخه دي

+ لیکل شوی په  دوشنبه دوم مرداد ۱۳۹۱ساعت 8:35  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |