فراه کې یوه اربکي پولیس بیا ۲ امریکایان او یوپولیس وواژه
د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژونډي ومنله چه دهغه ولایت بالابلوک ولسوالي کې یوه افغان اربکي پولیس، خپلو روزونکو امریکایانو باندې ډزې وکړي دیوه افغان پولیس په شمول یې دوه امریکایان هم ووژل:
«نن له غرمې مکې د بالابلوک ولسوالي کې دوه امریکایان هله ووژل شوه چه د دغې ولسوالي کنسک کلي ته د اربکي ځواکونو د روزنې یوه مرکز ته ورغلي وه. یو تن چه اسمعیل نومیږي ۶۰ کاله عمر یې لاره او د اربکي پولیسو تشکیل کې یې کار کاوه، خپله وسله په دوي راواړوله پیښه کې یو افغان پولیس سره له دوه امریکانو مړه یو ټپی شوي ده. حمله کونکي هم ځوابي ډزو کزې ووژل شو»
د دغې پیښې مسولیت طالب ویاندوي په غاړه واخیسته رسنیو ته یی په ټلفوني پیام کې وويل چه حمله کونکي اسمعیل د اربکیانو مشري هلته کوله او د احساس له مخې ډزې کړي درې امریکایی سرتیرې یې د معاش د ورکړې په مهال وژلي دي. طالب ویاند پیښه کې د حمله کونکي د وژنې خبر تایید کړ.
خو د فراه د والي ویاند بیا وویل دوي په پښه څیړنې کوي د هغه په وینا ممکن دغه سړي به رواني تکلیف یا شخصي عقدې په اساس دا کار کړي وي داسي کوم علایم نه وينی چه ګواکې طالبانو سره به یې اړيکي لرل.
په افغانستان کې دا لومړي ځل نده چه افغان پوځيان په خپلو بهرینو روزونکو یا سلاکارانو ډزې کوي، بلکې څو پلانور هم تکرار شوي دی. چه چه بله وروستي پیښه تیره اونۍ هلمند کې په ورته دوه بریدونکې د ۶ امریکایانو وژنه او بله جلاپیښه کې یې د هرات هوایی ډګر کې د یوه افغان محافظ له خوا په بهرنیو ځواکونو ډزې یا دولي شو. دغه کسان دامریکا متحده ایالاتو اتباع او افغانستان کې د ګمرک چارو کې د مشاورینو دنده لرله
عام افغانان په دې او ورته نورو پیښو خوابدي دی، ډير هغه یې چه دویچه ویله المان راډیو ته وغږیدل افغان دولت څخه یې هیله لرله چه هیواد کې میشت بهرني اتباعو امنیت وساتي:
په افغانستان کې اوس مهال د امریکا په مشري یونیم سل زره بهرني عسکر د ایساف په تشکیل ماموریت لري. هدف یې دیاغي طالبانو او القاعده د سرزورې شبکې ځپل وه، هغه چه د دوي په وینا خپل هدف ته په ریسدو یې ۲۰۱۴م کال پورې دلته پوځی ماموریت بشپړ، خو د ملکي مرستو او د افغان پوځيانو د روزنې ماموریت به یې دوام وکړي
افغان مامورین خپلو لیکو کې د طالبانو د نفوذ خبرونه، نه مني وایی دوی تر توانه پورې خپل عسکر په په ملي روحیه روزلي دی خو داچه کله، کله داسې زړه بوږنوکې پیښې رامنځته کږې عوامل یې بیلابیل ګڼي چه د دوي په وینا روانې ناروغۍ فقر، مذهبي تعصبات او نور څه دلیل کیدلی شي. کوم څه چه د دوي په اند د نړۍ ډيرو نورو ملکونو کې هم رامنځه کیږي. خو په دې سربیره هم د هرات په پیښه د زون د پولیسو قوماندانۍ ویاند ژوره اندیښنه وښوده د ورته پیښې د نه تکرار ممکنه ډاډ یې ورکړ.