حکومتی مامورین بادغیس کی د ۴۱ تنه طالبانو ملکی ژوند ته دراګرځیدو او د وسلی د یوی ډپود کشف او ترلاسه کولو خبره کوی خو وسله وال طالبان بیا برخلاف دغه ولایت کی د څو بریدونو او دولتی عسکرو ته دمرګ ژوبلی ادعالری په اړند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په پنجشنبه بیست و نهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 16:42  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
+ لیکل شوی په چهارشنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 20:19  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دهرات له محبس څخه ازاد شوی زندانیان د ځای د کمښت شکایت کوی په د غه ولایت کی د ۷تنه میرمنو په شمول ۹۰ تنه د کم جرم لرونکی زندانیان د چهار شنبی په ورځ د ولسمشر حکوم سره ازاد شوه دازاد شیو زندانیاو په شکایت او مسولینو په څرګندونو راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په چهارشنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 20:0  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په داوروستیو کی مو دافغانستان بیلابیلو برخو څخه د ترافیکی پیښو د زیادوالی خبر لاره ورته ستونزی څخه هرات کی هم شکایت راغلی د روغتو د عاجلی څانګی ویاند وایی دورځي په اوسط ډول له ۱۵ تر۲۰ تنه زخیمان ورته راځي چه ۶۰ سلنه یی مغزی زربی خوړلی وی.د ترافیکو مامورین څه وایی؟ دشرف الدین ستانکزی راپور کی به واوری.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په چهارشنبه بیست و هشتم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 12:29  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات د اطلاعاتو کلتور ریس ولی شاه بهره ازادی راډیو سره په مرکه کی ویلی دی که څه هم دلرغونو اثارو ساتنه کی اوس مهال ولسی خلک ورسره ملګری او همکار دی خو تیرو څوکلونو کی چه دلته په منظم ډول د لرغونواثارو غلا شوی په دی سربیره چه عاملین یی نیول شوی داړونده عدلی او قضایی ادارو له خوایی د دوسیو چاری لکه څنګه چه دخلکو غوښتنه ده په روښانه ډول په مخ ندی تللی
هغه څوبیلګی یادوی چه د سلګونه زره ډالرو په لګښت اثار غلاشوی د یوه عامل یی د پولیسو نظارت خونه کی په مرموز ډول ۲کاله د مخه مړ شوی چه وژنه یی د ده او دخلکو لپاره سوالونه راپیداکړی دی .د خبرو په دوام هرات کی د څه دپاسه ۸سوه لرغونونو ځایونو دشتون وایی چه یونسکو یاملګرو ملتونو کلتوری ټولنی له خوا د نړی لرغونی میراث ته کاندید دی
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و هفتم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 10:6  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات صنعتی ښارګوټی کی د لسګونه فابریکو د رکود، یا تړلو خبر ورکړل شوی دی په دغه ولایت کی د صنعتی ښارګوټی ریس او سوداګری د خونی مرستیال سره شرف الدین ستانکزی خبری کړی د راپور په اوریدو سره به یی د افغانی صنعت له اوسنیو ستونزو اوبریاو خبر شی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه بیست و هفتم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 10:2  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په داوروستیو کی مو دافغانستان ګوټ ګوټ څخه د ترافیکی پیښو د زیاتوالی خبرونه واوریدل د ازادی راډیو خبریال شرف الدین ستانکزی دکابل کندهاره په لاره د سترګو لیدلی د یوی پیښی اوعینی شاهدانو په څرګندولو سربیره د پیښو په عواملو یو راپور جوړ کړی دی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه بیست و پنجم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 10:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کی ۱۴۰۰ د ملی اوردو سربازان او ۷۶ تنه د پولیسو ساتنمندان له زده کړو وروسته فارغ او دهیواد بیلابیلو برخوکی کی دندی ته چمتو شوه. پوره حال یی د شرف الدین ستانکزی په راپور کی به یی واوری.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په پنجشنبه بیست و دوم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 22:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دهرات امنیتی چارواکو ښار ته د لری ویشتونکی مزایل یاراکټونو د ننوتلو په مهال کی نیولی دی همداراز ۶ قلمه لرغونی اثار یی د هغوی له دوه تنه قچاق وړونکو سره نیولی چه په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په چهارشنبه بیست و یکم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 22:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کی د امریکا د قنسلګری په نوښت د لنکن کلتوری مرکز کی د بیان دازادی نړیواله ورځ ولمانځل شوه. په دغه غونډه کی چه نږدی ۹۰تنه خبریالانو او قلموالو ګډون لاره د خبریالانو مجوده ستونزو ته د حل په لارو چارو لټون سربیره د ا هرات پوهنتون ژورنالریزم پوهنځی سره د امریکاله خوا بیلابیلو برخو کی ۳ ملیونه ډالرو د مرستی او امریکاکی افغانی استادانو ته د ماسټری په کچه د زمینی چمتو کولو خبره شوی ده مجلس د دوشنبی په ورځی ورستیو کی چوړ شوی وه شرف الدین ستانکز یی په ګډو سره راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه بیستم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 9:36  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په دی سربیره چه دهرات پوهنتون د انجنیری څانګی د محصلینو د اعتراض په اساس د دغی پوهنځي ریس او مرستیال یی له دندی ګوښی شوه بیاهم د ۳ ورځي لپاره معتریضینو لاریون روان وساته او ټولګیتو ته ننه نه وتل.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه نوزدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 20:54  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په دی سربیره چه دهرات پوهنتون د انجنیری څانګی د محصلینو د اعتراض په اساس د دغی پوهنځي ریس او مرستیال یی له دندی ګوښی شوه بیاهم د ۳ ورځي لپاره معتریضینو لاریون روان وساته او ټولګیتو ته ننه نه وتل.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه نوزدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 20:53  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کی د علماو د یوی ډلی ویاند د کندهار په تازه پیښه خواشینی ښودلی وایی طالبان او القاعده باید د اسامه د وینی غچ افغانستان نه بلکی پاکستان څخه واخلی. دی د افغانستان په علماوو غږ کوی چه خپل مسولیت ادا اوجګړه کی ښکیل کسانو وپوهوی چه د بی دفاع خلکو وینی نوری تویی نکړی شرف الدین ستانکزی په یی په خبرو راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په یکشنبه هجدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 9:52  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دهرات پوهنتون د انجنیری څانګی محصلینو د شنبی په ورځ ټولګینوته د نه تلواعتصاب او یوه سوله ایزه مظاهره وکړه په مسولینو یی د ناوړه کړو وړو تور ولګاوه .د پوهنتون مشر څه وایی؟ دابه دشرف الدین ستانکزی په راپور کی ولولی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په شنبه هفدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 20:0  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دبادغیس دره بوم څخه ولسی خلک د ایتلافی ځواکونوعملیات کی د ۴ مشهور ولسی مشرانو دنیولو وایی محلی چارواکی دلته د عملیاتو خبر تایید کړی دی او هرات کی هم محلی رسنیو د یوه قومی مشر د وژلو خبر ورکړی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په شنبه هفدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 15:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات پوهنتون د بیا رغونی لپاره نوی پروژی ورکړل شوی او د ژورنالیزم او زراعت دیپارتمنتونه پوهنځیو ته لوړ شوه داخبری هرات دپوهنتون ریس د بیان ازادی نړیوالی ورځی په ویاړ جوړی مناسبتی غونډه کی وکړی شرف الدین ستانکزی ګډون پکی کړی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په پنجشنبه پانزدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 20:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
سپینه ماڼی
د مطبوعاتی سکرتر دفتر
د فوری نشر لپاره د کال ٢٠١١ د می اوله
د جمهور رئیس براک اوباما وینا د اسامه بن لادن په باره کی ختیزه کوټه
د شپی ١١:٣٥ دقیقی
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه سیزدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 19:39  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات خلک د القاعده د مشر اسامه بن لادین په وژنه بیلابیل نظریات لری ځینی یی هغه یو اتل بللو سره په مړینه خوابدی خو روڼ اندی ډله یي بیا وایی دغه سړی په نړی کی د افغادنستان د نوم بدیدو اوبدمرغیو یو لوی لامل وه په وژنه به یی هیواد کی سوله راشی.
سیمه کی زمونږ خبریال عا مو خلکو سربیره د هیواد اطلاعاتو کلتور وزیر رهین او هرات کی امریکا قنسل براد هنسن نظرو نه پوښتلی څه ورته وایی؟ په راپور کی به یی واوری.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه سیزدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 17:30  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په هرات کی د افغانستان د اطلاعات کلتور وزیر په ګدون یو ۲ ورځنی سیمنار جوړ شوی چه نوم یی هرات د در پرتو تاریخ( یا هرات د تاریخ په اوږدوکی دی)غونډه د سه شنبی په ورځ پیل د چهارشنبی تر مازدیګره به دوام وکړی په سیمنار کی د هرات ۳ زره کلن تاریخ باندی څیړنیزه مقالی لو ستل کییږی موجوده ستونزی اوراتلونکی ته لیدنه باندی سلاح اومشوری کیږی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په سه شنبه سیزدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 17:28  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دهرات ولایت کی امنیتی مامورین په دی سربیره چه د کوکنارو کمپاین کی د پرمختګونو وایی د تروریستی بریدونو په تور دیوه افغان اولسګونه مینونو د نیولو حال ورکړی دغه تن ویلکیږی پاکستان کی نظامی زده کړی کړی دی طالبانو هم څه ادعاوی کړی چه په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په دوشنبه دوازدهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 15:3  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
هرات ولایت کی دیوی ولسوالی له زندان څخه ۸ تنه بندیان تښتیدلی چه دوه تنه یی بیرته ونیول شوه او د پولیسو په یوه بله بریا کی له قچاق وړونکو ۵ قلمه لرغونی اثار ونیول شوه چه تاریخی قدامت یی له اسلام څخه وړاندی کلونو ته رسیږی ویلکیږی له هیواد بهر وړل کیدل. شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په شنبه دهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 18:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
دبادغیس محلی چارواکی وایی بالامرغاب اوپنچ اب ولسوالیو کی د ایتلافی ځواکونو په مرسته دوه ورځنی عملیات په بری سره بشپړ شوه ۱۷ تنه طالبان یی مړه ۷ تنه یی ژوندی نیولی دی خو سیمه ایزه خلک بیا زیانمن ملکیان ګڼي.دبادغیس په ګاونډ غورولایت کی بیا ۴ تنه دولتی عسکر طالبانو نیولی دی په اړوند یی شرف الدین ستانکزی راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په شنبه دهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 18:15  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په بادغیس ولایت کی امنیتی چارواکی د ګڼه طالبانو د مرګ ژوبلی وایی خو ولسی خلک بیا له حکومت څخه په شکایت جګړه کی ښکیل دولت اوطالبانو څخه په ملکی خلکو د زور زیاتی شکایت کوی. پیښه په بالامرغاب ولسوالی کی د هوایی او ځمکنی عملیاتو په ترڅ کی رامنځته شوی کوم چه دچارواکو په وینا تیره ورځ پیل شوه لاهم جریان لری. په اړوند یی شرف الدین ستانکزی را پور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په جمعه نهم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 16:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
په دی سربیره چه افغان حکومت د کوکنارو په ضد د پراخه کمپاین او بریاوو اداعاکوی د هرات کندهارپه لاره د دازادی راد یو خبریال د کوکنارو د پراخه کروندو د شتون خبر ورکوی شرف الدین ستانکزی چه تازه له هرات ته کابل ته د موټر په سفرلی تللی او راغلی د لاری په اوږدو کی د سترګو لیدلی حال با ندی عینی شاهدانو سره په خبرو راپور راکوی همداراز ستونزه یی حکومتی چارواکو سره شریکه کړی ځواب به یی راپور کی واوری.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په پنجشنبه هشتم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 22:17  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|
د هرات والی د ایټالیا له دری ورځنی سفر څخه راستون شوی په یوه خبری غونډه کی ویلی د سفر هدف یی ایټالیایی ځواکونو سره هرات کی د امنیتی مسولیت د انتقال څرنګوالی باندی سلاو مشوری وی.چه دهغه په وینا ایټالیایی ځواکونو د بیارغونو دګڼه نویوپروژو په ژمنی سره نظامی ،اقتصادی او نورو برخو کی د مرستی تیاری ښودلی.هرات د افغانستان له هغو شپږ ولایاتو څخه یو دی چه روان کال کی به یی امنیتی مسولیت له نړیواله ځواکونو افغانانو ته ورکړل شی داڅومره ممکنه د؟ شرف الدین سنانکزی د اړونده چارو کارپوهانوسره په خبرو راپور راکوی.
دمطلب دوام
+ لیکل شوی په پنجشنبه یکم اردیبهشت ۱۳۹۰ساعت 22:57  له طرفه شرف الدین ستانکزی
|