هرات کی پولیسو مزایل ونیول
د هرات امنیه قوماندان جنرال سید اغا ثاقب د چهار شنبی ورځی په وروستیود کی یوه خبری غونډه کی وویل د انجیل ولسوالی له لاری هرات دراننوتلو په حال کی داسی مزایل ونیول چه حد اقل د ۱۲کلومتره په قوت د هدف د ویشتو وړتیا لری:
«د ۲۵ په شمر ۲۰۷ ډوله مزایل مو یوه ګړندی موټرڅخه ترلاسه کړه چه عاملینو یی ښارته د دتخریبی فعالیتونو لپاره راوړل دغه مرمی په خپل ډول کی ډیری خطر ناکه اوپه نیولو سره یی د څو ورانکاره بریدونو مخه ونیول شوه»
امنیه قوماندان د نیول شویو راکټونو ډول ونه وایه خو تیرځله چه کوم چاودیدونکی مواد نیول شوی وو ایرانی او یا چینایی نښی یی لرلی دی.خود خبرو په دوام یی د ادرس کن ولسوالی مربوطاتو کی دسرک په غاړه د ۲۰ کلوچاودیدونکو موادو دکشف او خنسا کیدو هم وویل.
زیاته یی کړه دغه مواد د هغی لاری په اوږدو کی چاودنی ته عیار شوی وه چه دملکی موټرو ترڅنګ ایتلافی ځواکونه تله راتله په کوی.
امنیه قوماندان انجیل ولسوالی څخه د ۶ قلمه لرغونو اثارو د کشف هم وویل.دغه مواد چه ډبرلیکونه وه کوفی ډول نوشته لری او تاریخی قدامت یی د اسلام لومړی دور تاریخ سره تړاو په لرلو ارزښتناکه یاد شوه پیښی سره په تړواو دوه تنه متهم قچاق وړونکی هم نیول شوی دی.
اومواد د اطلاعاتو کلتور ریاست په واک کی پریښول شوه.
باید ووایم چه اونی وړاندی هم ۶ قلمه لرغونی اثار پولیسو د قچاق په مهال کشف او ترلاسه کړه.