هرات د تاریخ په اوږدوکی سیمینار
په هرات کی د ځمکی مافیا شتون او د لرغونو ځایونو پرځای د نویو ودانیو جوړښت یو غمیزه ده عمل یی نه یوازی داچه هیواد کی دیننه خلکو لپاره بلکی ان د ملګرو ملتونو د کلتوری برخی یایونسکو د اندیښنی وړ شوی دی.
دا د افغانستان د اطلاعات کلتور وزیر سید مخدوم رهین خبری وی په دغه ولایت کی یی هرات د تاریخ په اوږدوکی علمی سیمنار پیل کی وکړی:
«یوه له نورو ناورینونو چه هرات یی دهیواد له پایتخت سره په سیالی کی اچولی هغه د ځمکو ماپیا ده. په خوابدی سره به ووایم چه لرغونو ودانیو په ځای ناوړه سیمنټی ودانی جوړیږی چه دښار اصلی بڼه یی خطر سره مخ کړی ده.
ورته ورانی او کارونه دحکومت ترڅنګ د یونسکو د ټولنی اندیښنی راپارولی څو پلایی شکایت هم کړی دی.
دغه کارونه د یوشمیر حریسانو له خوا کیږی چه شخصی ګټی په ملی ګټو پورته بولی،خوزه دهرات محلی چارواکو اوښار وال څخه هیله لرم چه د داډول کړنو مخه ونیسی هرات له نابودی څخه وژغوری»
رهین د هیواد دولسمشر پیغام هم ولوسته چه په یوه برخه کی ولسمشر حامد کرزی د هرات خلکو ته د بیا رغونی د پرمختګ اوتاریخی ارزښتونو داساتنی ژمنه ورکړوی وه.
دهرات والی ډاکټر داودشاه سباهم د ګڼه نورو قلموالو په څیر د هرات تاریخ ته کتنه وکړه ویویل د تاریخی روایاتو اواسنادو په بنیاد هرات ۳ زره کلن تاریخ او نښی لری ځکه نو ساتنه کی یی دولس مرسته اړینه وبلله.
دخبرو په دوام یی د لته دخلکو لپاره د مصروفیت موندنی،کرهنی اومالداری ،دکانونو د د استخراج ،صنعت او توریزم برخه کی د وړ پلانونو وویل زیاته یی کړه:
«د هرات خلک را روان څلور کلونه چه د مسولیت د لیږد کلونه دی د ژوند د پرمختګ یوښه فرصت او د پرمختګونو د بنسټ کیښودو په مانایادوی هیله ده ګټه تری پورته کړی»
هرات د هیواد غرب کی یو له هغو ښارونو څخه دی چه د ۷۰۰ لرغونو عابدو په شتون سره د نړی څو لرغونو ښارونو کی ګڼل شوی
د ملګرو ملتونو کلتوری ټولنه یا یونسکو په نظر کی لری چه د نړی لرغونی میراث برخه وګرځی مامورین وایی چه څه موقدماتی کارونه یی شوی هم دی.