بادغیس طالبانو سره حنګ شوی دی.
دبادغیس امنیه قوماندان عبدالجبار صالح په تلفون سره د هغه ولایت قادس ولسولی کی وسله واله طالبانو په پټنځایونو د برید او تصفیه وی عملیاتو خبر ورکړ ویویل جګړه لاهم روانه ده:
«د جمعی په ورځ د قادس ولسوالی له خیر خانی سیمی څخه مونږ عملیات پیل کړه ګڼه سیمی مو له طالبانو پاکی او د جګړی په ترڅ کی ۱۰ تنه طالبان مړه ۸ تنه زخمی،دوه تنه مو ژوندی نیولی دی عملیات مولا سیمه کی دوام لری»
طالب ویاند قاری محمد یوسف احمدی نښته کی د ۵ طالب ملګرو د مرګ خبر تایید کړ په یوه ټلفونی تماس کی یی رسنیو ته وویل قادس ولسوالی کی دوه رنجر موټر ویجاړ،۱۷ کورنی او ۴ خارجی عسکر دوه بیلابیلو پیښو کی ووژل.
که څه هم د د بادغیس امنیه قوماندان د طالب ویاند دادعا به رد سره وویل دولتی لوری ته زیان نده اوښتی.
خو د ۲۰۷ ظفر قولی اردو یوه یوه چارواکی د نوم اوغږ د نه خپرولو په شرط محلی رسنیو ته د طالبانو د مړو،زخمیانو شمیر تر شلو زیات وښوده خو ورسره په څنګ یی د ملی اوردو د دوه سرتیرو د مرګ او۲ نورو د ټپ خبرتایید کړ.باید وویام چه په بادغیس کی اونی وړاندی له بالامرغابه د حکومت د بیلابیلو نظامی ارګانونو په ګد ځوک سره عملیات پیل او دادی لمن یی قادس ولسوالی ته وغځیده. سیمه ایزه خلک جګړه کی ښکیل دواړو خواوو باندی ملکی خلکو سره د زور زیاتی شکایت کوی.