«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات له نښتی وروسته

هرات کی د طالبانو او ولایتی بیارغونی ټیم له یوی خونړی نښتی وروسته د سه شنبی وورځ ښاریانو یو ځل بیا عادوی ورځنی ژوند ته راوګرځیدل ښونځي پرانستل شوی، بازار کی ګڼه ګوڼه پیدا شوه .

په دغه ولایت کی د دوشنبی په ورځ د  زوروری چاودنی او په ولایتی بیارغونه د دوشنبی په ورځ د وسله واله طالبانو پنځه سړیو سرتیری بریدونه وکړل. نښته یی نږدی ټوله ورځ روانه وه په نتیجه کی پنځه واړه حمله کونکی مړه،شوه خو ورسره په خواکی دروغتون د رسمی ارقامو په اساس ۵۱ تنه عام وګړی ټپیان ۷ تنه ووژل شوه نظامی ځواکونو هم  د راپورونو په اساس د سرزیان لاره.

نښته کی د انصاری واټ چرته چه ولایتی بیارغونی ټیم باندی برید شوی وه شاوخواسیمو دوکانونه اوکورونه هم زیانمن شوه.په دی سربیره چه د سیمی خلکو د خپلو سیمو په بیارغونه پیل کړی  دولایتی بیارغونی ټیم د موجودیت په صورت کی راتلونکی ته اندیښمن وه، ازادی  راډیو سره په خبرو کی  یی هیله وکړه چه د ملکی خلکو په منځ کی د نظامی مرکز شتون بیاهم ستونزی را ولاړولی شی.

د انصاری واټ د خلکو غوښتنی او مشکلات می د هرات والی ډاکټر داود شاه سباته ورسولی ویویل خلک حق لری داسی شکایتونه وړاندی هم دوی اخیستی دی .

افغان ولسمشر ناټو سره د یوه تړون په اساس پریکړه کړی چه د هرات امنیتی مسولیت به د روان ملادی کال جولای میاشت کی د هیواد د شپږ نورو سیمو ترڅنګ افغان ځواکونو ته وسپارل شی. ځکه نو دهرات والی وویل د دغی پروسی په پلی کولو سره د ښار منځ کی د خلکو د پی ارټي د شتون ستونزه هم پلان سره سم خپله حل کیدلی شی.

هرات کی د ولایتی بیار غونی ټیم مشری د ایټالیا هواد کوی ۳ زره عسکریی د ناټو په چوکاټ کی افغانستان ته راغلی چه یو شمیر یی کابل اوډیره برخه یی هرات کی په ملکی خدماتو بوخت دی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه یازدهم خرداد ۱۳۹۰ساعت 9:12  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |