د هرات د حنگ وروستی حال
د هرات په ولایتی بیار غونه برید د دوشنبی په سهار لس نیمو بجو په دوه موټربم چاودنو سره پیل د سپکو وسلو سمبال سړیو په مقاومت یی د دمازیګر تر ۶ بحو دوام وکړ.
د مخنیوی عملیاتو کی په ملی اردو سربیره پولیسو او د ناټو ځواکونو ګډی هڅي کولی چه په نتیجه کی د افغانستان غرب زون کی د ساحوی پولیسو د قوماندانی مرستتیال قوماندان جنرال محمد ضیا محمودی ازادی راډیو ته وویل ۵ واړه حمله کونکی یی ووژل:
«محمدی زیاتوی په ولایتی بیارغونه له یوه کور څخه په استفاده پنځه تنه ځان وژونکو برید کړی وه یو لومړی په وره کی ځان منفحر کړ، بل یی د تیښتی په مهال لومړی ټپی بیا روغتون کی ساه ورکړه ۳ کسه نور یی په ودانی کی د مقاومت به ترڅ کی ووژل شوه هویت یی لانده څرګند تر تحقیق وروسته به موضوع روښانه شی»
د هرات د ولایتی بیارغونی ټیم مشری د ایټالیا هیواد کوی د هرات ښار تر ټولو ګڼ میشته سیمه انصاری واټ کی کاملا یوه مسکونی ځای کی مرکز لری ۵ کاله وړاندی هم یوه ځان وژونکی حمله په شوی وه خوله هغه وروسته یی د غه برید په خپل ډول کی بلکل نوی بولو چه د طالبانو دبدر نومی عملیات لړ کی په وشوه.
پیښه کی ډاکتران وایی ۳۷ تنه عام وګړی د ۴ میرمنو او دوه ماشومانو په ګډون ټپیان ۵ تنه وژل شوی دی.
همداراز جنرال ضیامحمودی وویل ۴ د ملی اوردو سرتیری ټپیان یو ووژل شو او د پولیسو ۳ تنه هم ټپيان شوه د ولایتی بیارغونی عسکرو ته هم د سر د زیان خبری شته مګر له کره شمیر ښکاره کولو یی افغان مامورین ډ ډه کوی په داسی حال کی چه ددغه راپور تر بشپړیدو دغه هیواد کی میشت نړیواله ځواکونو څه ندی ویلی.
خو دافغان ټپیانو له منځه د هرات د حوزوی روغتون ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزی د ځینو روغتیایی حال نازک وباله:
«دلس تنه ټپیانو روغتیایی حال نازک ده هیله ده چه زمونږ ډاکټران به یی په درملنه ژوند وژغورلی شی»
په ولایتی بیارغونه برید سره سم د هرات سیمنا چوک څلور لاری کی د موټرو یوه تم ځای سره هم چاودنه رامنځته شوه چه عینی شاهدانو یی قربانیان ټول ملکیان وګڼل
په ټولیزه ډول د هرات په وروستی پیښه ښار ریان خواشینی وه افغان دولت نړیواله ځواکونواو په طالبانو یی ازادی راډیو له لاری غږ وکړ چه نور د ملکی خلکو له مرګ ژوبلی لاس واخلی.
د بریدونو پړه طااب ویاند قاری محمد یوسف احمدی ازادی راډیو سره په خبروکی په غاړه واخیسته دعوه یی لرله چه ۱۴ بهرنی سرتیری یی وژلی دی.خودولتی مامورینو یی ادعا رد کړه.
پتیل شوی چه دروان ملادی کال جولای میاشت ګی د هرات امنیتی چارو مسولیت د هیواد د نورو ۶ سیمو سره یوځای له نړیواله ځواکونو افغان ځواکونو ته وسپارل شی.
داچه ورته بریدونه به د غه پروسه ټکنی نکړی؟پوښتنه یی د هرات والی ډاکټر محمد داود شاه سبا په نه سره ځواب کړه ویویل ورته حملی د طالبانو د قوت نه بلکی کمزوری څرګندوی ولایت کی یی امنیت ډاډ من دی د مسولیت د انتقال په پروسه به هیڅ ډول اغیزه ونه کړی.
باید وویام چه د هرات په پیښه ولسمشر حامد کرزی هم خوابدی څرګند کړه د یوه پغام په خپرولو یی د پیښی قربانیانو کورنی سره غمشریکی وښودله.