هرات کی دمرمر ډبری نندارتون
د هیواد په کچه د مرمر ډبری دغه دریم نندارتون افغانی صنعت ته د نړیواله پانګوالو د پام راړولو په غرض جوړ، د سلګونه کورنیو او بهرنیو صنعتاکارانو په حضور د هرات صنعتی ښارګوټی کی د چهار شنبی په ورځ پرانستل شو. د پنجشنبی ورځی تر پایه به دوام وکړی.مناسبتی غونډه کی یی په کابل کی د ایټالیا اوهندوستان په سفیرانوسربیره دامریکا سفیر ایکم بیری ګډون لاره. د خپل هیواد په استازیتوب یی افغانی صنعت په ځانګړی ډول د مرمر ډبری د پروسس په برخه کی د مرستی او پانګونی ژمنه تازه کړه.کوم چه د ده په وینا له مخی به یی دغه هیواد نړیواله مارکټونو ته دافغانی مرمر ډبری په ور پیژندګلوی سره خوراګټه ترلاسه او ګڼه خلوته به کاری بوختیاوی ومومی.
هرات چشت شریف کی د مرمر ډبری شتمن کان لری تیر مهال تر ډیره بریده غیر فنی سپړنی پکی تر سره کیدلی، که څه هم د تیږی د پروسس دری نوری فابریکو دلته شتون لاره، خو دغه خبری غونډی په اوږدو کی دافغانستان د معدن اوصنایعو وزیر وحید الله شهرانی د ۶ ملیونه ډالرو په پانګونه د یوی څلورمی فابریکی د پیل حال هم ورکړ، د پټي په پریکولو یی عملا کار پیل کړ.چه له مخی به یی د هرات د صنعتکارانو د ټولنی مشر توریالی غوثی په وینا د میاشتی په منځنی حساب ۲ ملیونه ډالرو ارزښت د تیږی د پروسس وړتیا ولری ۱۵۰ تنه به په مستقیم او ۵۰۰تنه به هره ورځ د کاری بوختیا زمینه پکی پیداکړی.ده د خپل هیواد مرمر له غوره کیفیت څخه برخمن یاد کړه ویویل.
د هرات نوی فابریکه د یوه افغان سوداګری په نوښت د امریکامتحده ایالاتو نړیواله پراختیایی اداری په ګډه مالی ونډه کار کوی.
د معدن اوصنایع وزیر وویل د هیواد په کچه یی د کانونو مسلکی کیندنی ته پلانونه لاس لاندی نیولی چه دهرات د مرمر ډبری په کان کیندنه سربیره به لنډه راتلونکی کی د هرات ادرسکن ولسوالی کی د میسو د معدن کی د سپړنی په نیت پانګوال سیالی ته راوبولی:
«په هرات کی د وسپنی او میس غنی کانونه شته چه په دغه لړ کی به د ادرسکن د شیدا د میسو کان د جولای میاشت کی نړیواله پانګوالو سیالی ته وړاندی کړو، دامهال یی مونږ داسنادو په ترتیب لګیایو»
د اړونده چارو د کار پوهانو ویانده چه په هرات کی د تیلا،میسو،مرمر ډبری او په تیلو سربیره د نور ډیرو قیمتی کانونه پیژندل شوی دی. چه لاس یی نده خوړلی او په اسخراج سره به یی نه یوازی داچه د دغه ملک اقتصاد بډای شی، ګڼه خلکوتبه کاری بوختیاوی پیداشی.
تراوسه یوازی د مرمر ډبری په کان چشت شریف ولسوالی کی کار پیل شوی چه د صنعتکارانو په وینا سپینی او لاجوردی ډبرو یی د نړی بازارونوکی ډیرمینه وال اوښه بازار موندلی دی.