هرات د ولسی جرګی رایی بیاوشمیرلشوی.
د جوزجان د استناف د محکمی ریس فضل الرحمن فضلی هرات کی د ۱۳۸۹ هج ل کال د ولسی جرګی د ټاکنو د رایو د شمیر مسولیت په غاړه لاره د شنبی ورځی په وروستیو کی یی په داسی مهال ددغی پروسی د بشپړیدو حال ورکړ چه خبری غونډه کی لسګونه دهرات معترض نوماندی حاضر وه:
له کابل څخه د ټاکنو په اړوند د ځانکړی محکمی دغه پلاوی وویل څه دپاسه زر درایو صندقونو رایی وګڼلی زیات تر۳ سوه صندقونه چه دټاکنو د کمیسیون له خوا باطل ګڼل شوی وه د وروستی پریکړی لپاره مرکز ته لیږدوی
په افغانستان کی نږدی ۵ میاشتی د مخه د ولسی جرګی ټاکنی ترسره شوی خو د ګڼه درغلیو د ادعا په تور یی وروستی نتجی د ډیری نوماندو لپاره دمنلو وړنوه د اعتراض غږیی اوچت کړ.
ځکه نو ولسمشر کرزی یی د سپیناوی لپاره یوه ځانګړی محکمه تاسیس او دادی د هیواد دنورو یو شمیر ولایاتو په څیر هرات کی یی هم درایو بیا شمیرنی پروګرام پرمخ لاړه.
په هرات کی لسګونه معترض نوماندو پلاوی ته په یوه خوله رضایت وښوده ژمنه یی وکړه چه وروستی نتیجه یی ورته دمنلو وړ وی.
میرمن سعادت فتاحی او بل معترض کاندید محمد معروف فضلی وویل نتیجه بی ژور تغیرات ولری:
«فضلی وایی ۸زره رایو څخه یی زیاتی دلته تثبیت شوی او د محکمی په بهیر کی به دولسی جرګی په اړوند ژور تاثیرات ولری»
باید ووایم چه د افغانستان ولسی جرګه کی بریالی ګڼه ناست کسان ځانونه د ملت ریښتینی استازی بولی ولسمشر کرزی څخه د ځانګړی محکمی د لغوه کیدلو هیله لری.