ایران کی لاهم د افغانی سوداګرو د ترانزیت ستونزه نده تمامه.
په ایران کی لاهم د افغان سوداګرو د ترانزیت تیلو ته درالیږد اجازه نه ورکول کیږی ځکه نو په دغه هیواد کی د تیلو نرخونه اوچت تللی دی.
دا د افغانستان د سوداګری د خونی مرستیال خان جان الکوزی خبری وی ازاد یراډیو ته یی په هرات کی وویل ایران په دغه ډول د نړیوال سوداګری قانون خلاف کارکوی.
ایران د ژمی په سر کی د افغان سوداګرو نږدی ۲زره دتیلو ټانکرونه په دی نوم خپل هیواد کی تم کړی وه چه ګواکی افغانستان کی دامریکا په مشری د ناټو ځواکونه ګټه تری پورته کوی.
دغی پیښي سره د تیلو قیمت له ۳۵ افغانیو ۵۶ افغانیو ته هر لیترکی اوچت لاړه که څه هم د افغان پلاوی په هڅه ایران له ۲ میاشتو توقف وروسته ټانکرونه راپریښول مګر لاهم نرخونه اوچت پاته دی. دا ځکه دهغه هیواد له خوایی د ژمنو برخلاف د ترانزیت لاره لاهم بنده ده.
د سوداګری خونی مرستیال ریس په نړیواله بازارونو کی د تیلو دنرخ اوچتوالی او د ګمرکی لوړه تعرفه نور عوامل یادکړه چه دلته یی د تیلو په نرخ تاثیر کړی دی.
باید ووایم چه ایران د ژمی په دغه ساړه موسم کی دتیلو دلاری په بندښت سره افغانستان په ځانګړی ډول هرات کی خلکوته ډیر اقتصادی زیانونه واړول. داځکه د تیلو دنرخ په جګیدو سره دموټرو کرایی ۷۰سلنه اوجتی شوی خوراکی مواد هم قیمته شوه. د کوم په زریعه چه عام وګړی ډیر تاوانی شوی دی.
دایران او افغانستان چارواکو څو پلا په موضوع مجلسونه لرل چه دولسمشری د دفترونوپه کچه یی د ستونزی د حل ویلی وه خولاهم په څرګند ډول مشکل په خپل حال پاته دی ګڼه افغانان ستونزی ته دحکومت د پام اړولو اوحل هیله لری.