«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

غرب زون کی پولیسو ته ۱۰۰ عرادی ټانکونه ورکړل شوه.

غرب زون کی دساحوی پولیسو قوماندانی ویاند سمونوال عبدالروف احمدی خبریالانو ته وویل د دغه زغریزه وسایطو په تجهیز پولیس له دښمن سره مقابله کی له ډیرو خطرونو خوندی شوه او په جګړه کی به موثر ګامونه پورته کړی:

«په نوی کال کی زمونږ تشکیل پورته شوی دی اونړیواله ټولنه هم له هری ورځی دابلی ته خپلی مرستی زیاتوی چه یوه بیلګه تاسی د هامویر تانکو  دکومک ولیدله. تیر مهال زمونږ پولیسو د رنجر موټرو په سپرلی دښمن سره له خطرونو ډکه جګړه په مخ بیوله، خو تر دی وروسته به په ارامه فکر خپل فعالیتونه په مخ بوزی»

دزون دپولیسو ویاند زیاته کړه د دغو ټانکونو د چلولو لپاره بادغیس ،غور،فراه او هرات   څخه ځوانان د نړیواله ټولنی له خواه روزل کیږی او په اړونده ولایاتو کی به د امنیت لپاره په دنده و ګمارل شی.

د راپورونو په اساس په ۲۰۱۴ م کال کی به له افغانستان څخه د امریکا په مشری نړیواله ځواکونه ووزی. په تدریجی ډول به دبیلابیلو ښارونو امنتی چاری افغان ځواکونو ته پریښول شی چه له منځه یی لومړی ولایت هرات یا دیږی.

دهرات امنیه چارو قومامدان جنرال سید اغا ثاقب ازادی راډيو سره په خپله وروستی مرکه وویل پولیس یی د سیمی دامنیت د ټینګښت وړتیا لری خو په دی شرط چه پرمختلی وسایل په واک کی ورکړل شی.

اوس مهال د درنووسلو او زغریزه وسایطو او هوایی ځواک نه شتون وسله واله مخالفینو سره جګړه کی  د افغان نظامی ځواکونو یوه له نیمګړتیا وو څخه یادیږی ځکه یی نو په هرات کی پولیسو ته دزغریزه وسایطو ورکړه داړونده چارو کاروپوهانو ښه ګام وبله.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه یازدهم اسفند ۱۳۸۹ساعت 10:43  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |