«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

وحیده قاسمی دهیواد فولکلوریکه موسیقی بیامومی.

دهیواد وتلی سندرغاړی وحید قاسمی دهرات لرغونی ارګ یوه څنډه کی بادغیسی ځوانانو سره سندریزه بنډار تود کړی دی.

په مجلس کی ناستو شوقی سندر غاړیو وویل خوښ دی چه دسندرو په برخه کی دلا زده کړی زمینه ورته چمتو شوه.

دافغانستان دری لسیزه جګړولکه دنوروبرخوپه څیردموسیقی اوورته نورهنرپانګه هم کمزوری یاخویومخ ځینی سیمو کی له منځه یووړه.

داځګه دطالبانوپه شمول دمجاهدینوحکومت دوران کی موسیقی ګنابلل کیده اومینه والو ته یی سخته جزاتعین شوی وه.

همدغه ټکی ته په توجه دهیوادوتلی سندرغاړی وحیدقاسمی وایی دهیواد داصیلی موسیقی دبیاموندنی لپاره یی دهیوادبیلابیلوولایاتوکی ولسی مشران،اوځوانانوسره ګډتحقیقات پیل کړی چه له بدخشان اوکابل وروسته یی دادی هرات اوبادغیس دهنرمینه والوسره سندریزه بانډارتودکړ.

«قاسمی وایی داشل کاله یی دهیوادداصل هنراوفولکلوریکه سندرودتحیقیق مفکوره لرله خودبیلابیلوستونزوپه وجه یی په عملی کولونه وم توانیدلی،له نیکه مرغه داغاخان کلتوری ټولنی می وړاندیزواخیسته یوشمیرپیسی یی پروژی ته منظور،دادی په بری سره موکارروان ده»

 دموسیقی دغه څیړنه کی،سندرو،اتڼ اوګډابرخه کی ځوان استعدادونه موندل کیږی.

دهرات دراډویتلویزیون ریس نقیب الله اروین یی پایلی ګټوری وبللی ویویل حکومت ورسره همکارده.

همدارازپه هرات کی داغاخان کلتوری ټولنی مشرداودوردګ وویل دافغانستان دلرغونونواثارورغونی لړکی داهم ددوی دپروګرام یوه برخه ده.

داغاخان کلتوری ټولنی تراوسه هرات کی د۷سوه لرغونومینویااثاروجوړونه کی مرسته کړی ده.

خودسندروپه برخه کی دادخپل ډول لومړی اقدام ده. که څه هم دپروژی ټول لګښت یی دلته څرګرګندنکړ.

+ لیکل شوی په  سه شنبه سوم اسفند ۱۳۸۹ساعت 11:11  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |