«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

په هرات کی دولایتی بیارغونی نقش.

په دغه ولایت کی  دایټالیاولایتی بیارغونی ډله دنږدی ۳زره ملکی اونظامی مامورینوپه شتون سره دملکی خدمتونوپه لړکی مرکزاوبیلابیلوولسوالیوکی د بیارغونی چاری په مخ بیایی.

خوپه دی سربیره هم دهرات هغه یوشمیرخلکوسره چه ازادی راډیوخبری وکړی دکارونوپه اړوندیی ضدونقیص نظریات لری. دبیلګی په توګه به دهرات ښار۹ناحیی څوتنواستوګنونظریات واور.

«دوی وایی لکه څنګه چه خلکوتوقع لرله ولایتی بیارغونی ټیم هغسی کارونه ونه کړی شوی،که ریښتیاووایودنوروموسیسوپه ځانګړی ډول دملی پیوستون اونوروهغوپروژوچه چاری یی دافغانانوله خواشوی څه ناڅه دقناعت وړدی»

دهرات دولایتی شورامرستیال ریس تورمحمدظریفی وویل په دی کی شک نشته چه ولایتی بیارغونی کارکړی، مګرنه په هغه کچه چه دهرات دخلکوغوښتنی اوضرورتونه وه.

خودولتی مامورین منجمله دهرات دعامی روغتیاریس ډاکټرغلام سعیدراشدبیاوویل دایټالیاولایتی بیارغونی ډلی کارونه مثبت وه اوټولی هغه پروژی یی په مخ بیولی چه دوی یی وړاندیزورکړی دی.

«زه په خپل نوبت دایټالیاولایتی بیارغونی څخه مننه کوم تیرکال کی هرڅومره پروژی چه وړاندیزموورکړی وی سرته یی ورسولی»

په هرات کی ایټالیانږدی ۹کاله راهیسی دولایتی بیارغونی ټیم مشرتوب په غاړه لری ددی ترڅنګ چه نظامی ماموریت کی کم ښکیل شوی خوبیایی هم افغانستان کی دبیلابیلوعواملوپه وجه دلږترلږه ۲۹عسکرودوژنی خبره کیږی.

دبیارغونی لړکی یی دکارپه وړاندی یوه نیوکه داده چه دپروژودساختمانی چاروکیفیت یی ضعیفه وی خوبرخلاف پروژه یی خلک وایی قیمته تمامیږی.

خوددغی اداری یومامورسرګیومافیتونی په داوروستیوکی دخبریالانودورته پوښتنوپه غبرګون کی ویویل هیوادیی دافغانستان بیارغونی ته ژمن اوکارونه یی هم سم په مخ ځی.

«څومره چه مونږکارونه ډیروکړودخلکوغبرګون اوانتقادځان سره زیات لری،زمونږدسموکارونوپه ځای کی هم که خبری کیږی ددی معنی داده چه مونږډیرکارونه کوو،ځکه نوډیرکارونه دخلکوسترګی اخلی، څه شته چه څوک خبری په وکړی.خودخلکونیوکی زمونږلپاره رغنده دی اولاموښه کارونوته متوجه کوی»

دولایتی بیارغونی مامورین زیاتی وی پروژی یی دخلکواوافغان حکومت په غوښتنه اجرا، اودکارله بهیرڅخه یی دولت اوددغه هیواد دمدنی ټولنواستازی نظارت کوی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه بیست و یکم بهمن ۱۳۸۹ساعت 9:16  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |