«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

ایران ته دتیلودلانجی دحل لپاره افغانی پلاوی وخوځیده.

دافغانستان دمالی وزیرحضرت عمرزاخیل وال،داقتصادوزیرعبدالهادی ارغندیوال،دسوداګری وزارت مرستیال اودګمرکونولوی ریس په یوه خبری غونډه کی ایران ته دخپل سفرموخه دهغه هیوادله خواسرحدکی دتیلودټانکرونودریدلوعوامل پوښتل اوستونزی ته دتل لپاره دحل لاری چاری لټول یادګړه.

دمالی وزیروویل «که څه هم ایران ته ددوی له تلودمخه دایران له لوری ټانکرونوته دراتلواجازه ورکړل شوی ده خودترانزیت ستونزه لاهم یومخ نده حل ددی ترڅنګ چه تیرودوه میاشتوکی دتیلودکمښت په وجه نرخونه جګ لاړه دګمرکی عوایدوبرخه کی یی هم تر۴۵ملیونه امریکایی دالره دافغانستان عوایدوته زیان واوښت»

په افغانستان کی عام وګړی دنظرخاوندان اودمدنی ټولنوفعالین  دایران داعمل دترانزیت دسوداګری قانون خلاف وباله بیلابیلوښارونوکی یی په خلاف لاریونونه په لارواچول شوه.افغان دولت څخه یی هغه هیوادسره دبلمثل عمل غوښتنه لرله.

خودافغانستان داقتصدوزیرارغندیوال خپلوګاونډیوهیوادونوسره په دوستی ټینګارلاره ویویل.

«ددوه ګاونډیوهیوادونوترمنځ ورته پیښی تل منځ ته راځی په بل مثل عمل سره ځواب یی زماپه اندښه لارنده بلکی دخبروله لاری بایدحل شی چه په همدغه موخه مونږدیوه پلاوی په ترکیب کی ایران ته روان یو»

افغان سوداګرپه ایران کی لاهم دسلګونه ټانکرونودتوقف ادعالری مګردغه خبری غونډه کی دایرانیانوله نقل قوله وویل شوه چه ټول افغانستان ته راغلی دی.

ځکه نوله خبری غونډی وروسته هرات جهادنومی ماڼی کی سوداګروسره جلامجلس ترتیب شوی ترکره معلماتووروسته به وویل شوه دجمعی په ورځ پلاوی ایران ته وخوځیږی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه هفتم بهمن ۱۳۸۹ساعت 20:33  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |