«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

له ایران سره دتیلوستونزه لاهم  بشپړه نده حل.

دهرات اسلام قلعه په لاره دمولوی نومی تیلوټانګ ته دامهال ګڼ شمیرواړه اوغټ موټردتیلوداچولولپآره ولاړوه دپمپ خاوندیی بشیرنومیده  ویویل له کله چه دایران سرحددتیلودټانکرونوپه مخ خلاص  شو، دتیلوقیمتونه دتیرخلاف راټیت شوه اوس دتیروورځوخلاف خلک ډیرتیل اچوی.

«دی وایی دټانکرونوپه راتګ سره تیل ارزانه شوه پخوایی دډیزلوهرلیترپه ۶۰ افغاتی پلورل خواوس یی نرخ ۵۰ افغانیوته راټیټ شواوپترول هم له ۴۵  افغانیوڅخه هرلیترکی ۴۶ افغانیوته راټیت شوه»

شیراحمددهرات ښاراومسلخ کدوالوکمپ ترمنځ ریګشاموټرچلوی ویویل «ښه ده چه دتیلولارخلاسه شوه خولاهم نرخونه خپل اصل حال ته ندی راغلی بایدنورهم ټیټ شی»

ایران ۲میاشتی دمخ په دی نوم افغانستان ته دسوداګرودتیلوټانکرونه درولی وه چه ګواکی افغانستان کی میشت ایتلافی ځواکونه ګټه تری اخلی.

دغه مواددترانیزت په ډول دهغه هیوادله لاری راتلل افغان حکومت اوایتلافی ځواکونودایرانیوادعاردکړه ویویل موادعاموافغانانوپوری اړه لری.

خودهیوادونوترمنځ دمامورینو۲میاشتنی خبرواترو په ترخ کی دافغانستان دسوداګری وزارت دستونزی دحل اولاری دخلاصون وویل.

مګردهرات دګمرک ریس خلیق الله وویل په دی سربیره چه اوس دتیلوډیرټانکرونه له سرحدڅخه راوړی مګرداچه ټول یی ندی راپریښی ستونزه لاهم په ایران کی یومخ نده حل شوی.

«خلیق وایی تیرودوه اونیوکی ۵۸۰ دتیلوټانکرونه ایران افغانستان ته دهرات نیمروزاوفراه له لاری راپریښی خولاهم هغه هیوادکی تر۱۰۰۰زرعرادی ټانکرونه تم پاته دی هیله ده چه په راتګ سره یی مشکل حل اودلته دتیلونرخونه بیرته خپل حال ته راشی»

دهرات دګمرک ریس زیاته کړه ایرانیوسره دستونزی لپآره دولسمشردلومړی مرستیال محمدقسیم فیم په څیرګڼه لوړپوړه افغانی پلاوی دستونزی دحل خبری وکړی.

په دغه هیوادکی ګڼه داقتصادی چاروکارپوهان افغان دولت ته دایران څخه پرته دسون دموادولپاره دبلی لاری دپیدایښت وړاندیزکوی.

همداپوښتنه می دهرات دګمرک ریس څخه وکړه ویویل دغه ټکی ته په توجه دهیواد دسوداګری وزارت دروسیه په شمول دمنځنی اسیایوشمیرهیوادونوسره دسون دموادوتړونونه لاسلیک کړی چه په راتګ سره به یی نه یوازی دسون دتوکونرخونه راټیټ شی بلکی دکیفیت له مخی به عالی وی اودورته کمښت ستونزه به یی دتل لپاره حل شی.

+ لیکل شوی په  پنجشنبه هفتم بهمن ۱۳۸۹ساعت 11:42  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |