«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دشيندندپخواني واسوال ووژل شو.

دسه شنبي ورځ بياهم دشندندګڼه خلکوديوه قومي مشراوپخواني ولسوال دوژني په  ويرتيره کړه.که څه هم دسيمي دولسوال لعل محمدعنمرزي په وينادشندندپخواني ولسوال ميرويس پيمان دکوم همکارله خوايي کابل کي اختطاف اوبياوژل شوي خوپه روانه مياشت کي دغلته ١٢نورولسي مشران په بيلابيلوپيښوکي په قتل رسيدلي.عمرزي وايي ميرويس پيمان اوس مهال دترانسپورت وزارت کي دنده لرله کوم همکارسره دحساب لپاره مياشت وړاندي کابل ته تللي وه ترنادرکي وروسته يي دملګري له کو ره جسدپيدااودسه شنبي په ورځ شندندکي خاوروته وسپارل شو. خوکه دميرويس پيمان په وژنه دهغه ملګري ګرم پيزندل شوي په دغه ولسوالي کي دقومي مشرانود هدفي وژنولړي په دوام ددوشنبي په بيګايوقومي مشرناڅرګندووسله والوترورکړچه په وژني سره يي دورته پيښوقربانيانوشمير١٢تنوته روانه مياشت کي لوړشوځکه  نودسه شنبي په ورځ دهغي ولسوالي ګڼه ولسي مشرانوديوي غونډي په ترڅ کي په حکومت نيوکه وکړه ويويل بايددقومي مخوروامنيت تينګ کړي.په هرات کي دولايتي شو راه يوه غړي تورمحمدطريفي چه دغونډي يوګډونوال وه   په دغه ارتباط  په انديښني څرګندولوسره وويل تيرو٣ورځوکي يي ٣تنه  ولسي مشران وژل شوي دي.شندنددهرات يوه له ګڼ ميشته سيموڅخه ده چه تير مهال يي امنيت نازک،خوپه داوروستيوکي دولسي مشرانوپه زياردولسي ملاتړسلکسيزځواک په بل عبارت ار بکيان له خپلوځوانانودسيمي امنيت کي په دنده وګمار ل. دشندولسوال څخه مي وپوښتل چه وژني به يي د داډول هڅوسره تړاوونلري؟ويويل قاتلان يي نه پيژني مګرلکه دعواموپه څيردامنيتي مامورينوضعف څخه يي سروټکاوه.په دي سربيره چه دافغانستان په بيلابيلوولاياتوکي تيرمهال دولسي مشرانودهدفي وژنوخبرو نه خپاره شوي وه مګرپه شندندکي يي دهرات په کچه نوي خبريادولي شوچه  مسوليت يي لاچاه په غاړه نده اخيستي.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه هشتم دی ۱۳۸۹ساعت 12:8  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |