«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دهرات زنده جان ولسوالی کی دملی پیوستون پروګرام له مخی پنځه پروژی بشپړی اودیوی پروژی دبنسټ ډبره کیښول شوه چه په تکمیل سره یی دڅه دپاسه یونیم زرکورنیوشته ستونځی حل شوی.نورحال زمونږهمکارراکوی..

 دهرات زنده جان ولسوالی کی دبیارغونی په لړکی دملی پیوستون پروګرام په لګښت یوشمیرپروژی تکمیل اودپټی په پری کولوسره دخلکوګټی اخیستنی ته پریښول شوی .داخبری غرب زون کی دکلیوپراختیایی چاروریس انجنیراغامحمدصدیقی وکړی ویویل«دملی پیوستون پروګرام نه پنځه پروژی دزندجان ولسوالی کی تکمیل شوی داپروژی یوه یی داوبورسولو۱۳۵۰متره لښتی ۸پایی پلچکونه اومحافظوی دیوال جوړول دکاریزونوپاکی اوکیندل اوځینی نورچه دڅه دپاسه زرکورنیوستونځی ورسره حل دری ملیونه و۶۰۰زره افغانی لګښت یی شو» صدیقی وویل پروژی دشپږمیاشتوبهیرکی دخلکوپه انتخاب اولس فیصده مالی ونډی سره اجراشوی.دسیمی خلکودپروژودپرانستلومناسبتی غونډه کی دولت نه مننه اودورته پروګرامونوددوام هیله وکړه دیوه کلی ارباب چه نوم خپله راپیژنی دپروګرام له بهیرنه خوښ وه ویویل«زه له دغه پروګرام نه خوښ اومنندوی یم ملی پیوستون زمونږلاری کاریزونه مکتب هرهغه چه خلکوتری غوښتی پروګرام کی شامیلی اوبشپړی کړی.ده وویل دپروګرام له پیله وړاندی یی ډیری ستونځی لرلی «پخواموډیری ستونځی لرلی لوږه خواری اونوری ډیرجنجالونه مولرل دملی پیوستون پروګرام مشرنه مننه کوم ترهغه سرحده ورسره مل اوملګری یم ترڅومی نفس تن کی وی سرمی تری جارشه»دکلیوپراختیاریس همدغه ولسوالی کی دیوه کلتوری مرکزدودانی دبنسټ د ډبری کیښودوهم وویل چه مالی لګښت یی یوملیون ۹۰۰زره   افغانی یادی کړی دسیمی خلک لس فیصده ونډه کی لری اودری نیم سوه کورنیوستونځی به ورسره هواری شی دکلیوپراختیا ریس وویل زنده جان کی ددوی پروګرام د۱۲۰عام المنفه پرژوپه تکمیل سره دروان لرمریزکال په ختم کی کارتماموی«له ۱۲۰پروژونه مونږتراوسه ۱۱۸تکمیل اوپاته اتلس پروژی به د۱۳۸۷هج کال ترپایه ختمی دملی پیوستون پروګرام به نورو ولسوالیوکی پلی شی»هرات کی مامورین وایی ۱۵ټولی ولسوالی یی دملی پیوستون پروګرام کی شاملی خلکوهرکلی ورته ویلی نداچه امنتی ستونځه نده ورته پیداشوی بلکی دسیمی خلک په هره لری پرته ولسوالی کی ددوی دکارکونکواوکومکی موادولیږدکی په ځینی مواوردوکی په خپل لګښت ونډه ورسره اخلی داړونده چارویوشمیرکارپوهان دملی پیوستون پروګرام دټولنی له پاره ګټوربولی وایی ددولت اوخلکوترمنځ دباورټینګښت ترټولوښه وسیله ده.

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و دوم دی ۱۳۸۷ساعت 10:44  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |