دایران له خواد۶تنه افغان پولیسواسارت
په هرات کی افغان سرحدی پولیسویوه مامور دنوم اوغږنه خپرولوپه شرط دایران له خواد۶تنه افغان پولیسوداسارت خبرورکړنورجزیات یی له پیښی دبیخبری په وجه ونه ویل.خودفراه امنیه چاروقوماندان جنرال محمدفقیرعسکربیاوویل ددوی ۵تنه سرحدی پولیس په نابلدی دایران خاوری ته دچهارشنبی په ورځ اوښتی پیښه یی دلاش جیویندسرحدی ولسوالی کی یاده کړه«قوماندان وایی دسرحدی پولیسویوافسر،او۴عسکروسره دیوه رنجرموټر په سپرلی دوړو،اوبادونوکی لارور که کړی ایرانی ځواکونونیولی دی دخوشیکیدوهڅه یی پیل سوی دی»که څه هم ایرانی حکومت په پیښه نظرنده ویلی خودهغه هیوادیوه تلویزون چه په انګلیسی کی بهرته نشرات لری وویل سرحدی ځواکونویی ۷تنه افغان پولیس په غیرقانونی وراوښتونیولی دی.له ایران څخه دافغان خاوری ته دامنیتی مامورینودوراوښتوډیری بیلګی شته خودافغان له لوری دالومړی ځل ده چه څوتنه پولیس ظاهرادنابلدی په وجه ور اوړی.په پوله دسردی پولیسویوبل هیوادته دوراوښتوپه پیښوسربیره په دغه پوله دافغانستان له خواهغه هیوادته دنشه یی توکودورتګ شکایت شته خودافغانستان لورته له ایران څخه دوسلواوچاودیدونکومواودودراتګ تورونه په نړیواله کچه شته.چه دداډول موادویوه بیلګه یی تیره اونی دنیمروزګمرک کی دسوداګریزه توکویوه کانتینرکی د۱۹ټنه چاودیدونکوموادوکشف اونیول تازه پیښه یادولی سو.دافغانستان دبهرینوچارووزارت ویاندښاغلی فقیری له پیښی سره سم وویل چه ایران حکومت سره ګډیی په دی اړوندپلټنی پیل کړی.بایدزیاته کړم په داوروستیوکلونوکی له ایران څخه افغانستان په سهوی ډول راغلی ایرانی عسکردهیوادونوګاونډیتوب ته په درنښت افغان حکومت بیرته خوشی کړی دی خوداچه ایران به نیول سویوافغان پولیسوسره څه ډول سلکوک وکړی ځواب به یی وخت ووایی.