هرات:امنیتی تدابیر.
دامنیتی ځواکونودغه ګډعملیات داونی له سره ښارکی په لټون سره پیل ترواسه یی امنیتی مامورین وایی څه دپاسه پنځه سوه بی اسناده موټرسیکلونه اوسل عرادی موټرنیلی دی.دهرات والی محمدداودسباوایی ورانکاره ډلګی همداډول وسایطوڅخه په استفاده دښاریانودامینت دخرابی هڅه کوی ځکه یی نودعملیاتوپیل دهمداسی وسایطوله ټولولوشروع پایلی یی بریالی وګڼلی بشپړیدوکی یی دښاریانومر سته اړینه وبلله«زمونږدغه عملیات به یوازی دهرات ترښاره محدودنوی ولسوالیوته به یی وغځوو،کله به هم دوطن دښمنانوته دورانکاری مجال ورنکړوعملیات به مودوام وکړی»دهرات والی وویل تجربوښودلی چه ورانکاره ډلګی ډیرځله خپل فعالیتونه له موټرسیکل،اوبی اسناده موټرو څخه کوی. ځکه یی په ښار کی کوڅه په کوڅه دوسایطوداسنادودلټون عملیات دترافیکودپولیسوپه شته والی سره پیل کلیواله سیموته به وغخول شی.غرب زون کی دساحوی پولیسوقوماندانی مرستیال رئیس جنرال ضیاالدین محمودی هم وویل ګډکمیسیون یی ښی پایلی لرلی تر هراته وروسته به یی دماموریت اړوندنورو ولایاتوفراه،غور،اوبادغیس کی هم پلی کړی«دعملیاتوپه لړکی تراوسه په لسګونه موټروسربیره ۵۰۵عرادی موټرسیکلونه راټول سوی دی. پایلی بریالی بریښی، ځکه نووپتیل سوه چه خلکوته دلاښه امنیت دراوستوپه غرض عملیات دزون ولایاتوته وغځوو»محمودی زیاته کړه په ښارنوکی دبمی چادنوپیښی،انسان تښتونی ډیرځله بی اسناده موټرڅخه ددولت مخلفین تنظیموی ، ځکه یی نوپه دغه کارلاس پوری کړ،په ټولوولوسره یی دامنیت ډاډلاره.خوهغه یوشمیرکسان چه تراوسه خبری رسنیوته غږیدلی دی نیوکه کوی چه ګواکی داډول وسایط ډیرځله دزورو کسانوله خواه کارول کیږی چه تردی دمخه یی هم قانوڅخه بیلابیلومواردوکی ښکاره سرغړونی بیلګی شته مګرپه عادی خلکوتل داسی سخت قوانین تجربه کیږی. خودولتی مامورین وایی اوس حکومت پیاوړی په هرکس یوډول قانون پلی کیږی.