«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

دولسی جرګی نوماندوپ عکسونه،اوورته تبلیغاتی شعارونه

دهرات له شیدایی بیاپل رنګینه،اوله  دغه ځایه بیاترپل پښتودسرک دغاړی دواړه خوایی ،په ټولیزه ډول ونی ،اوهرهغه ځای چه دیوی پاڼی کلکیدوځای لری دولسی جرګی نوماندوپه عکسونو،اوورته تبلیغاتی شعارونومالامال ښکاری.دغوانځرونوکی یوشمیریی شکیدلی دی چه پاته شونویی ،دسرک په غاړه لښتیوکی ځای،ځای  داوبوبهیرډب کړی دی.ښایی یولامل یی هم همدغه وی چه دهرات ښاروال محمدسلیم ترکی دخځلو(کسافات)نوم ورته ورکړویویل دښاربڼه یی تغیرکړه اودټولولوکاریی پیل کړ«دهرات ښاروال وایی دخلکوپه یوه ګډحشرسره یی ټاکنیزه تبلیغاتی موادوڅخه دلری کولوکارپیل کړ،ددی لپاره چه ښارموپاک سی ۲۵کلوتره لری جنوب لورته به یی ولیږدوو»دهرات ښاریان په دی سربیره چه دسوله ایزه ټاکنوپه تکمیل سره خوښ دی دښاروالی دغی پریکړی ته هرکلی وایی څوتنویی دځان ترراپیژندلووروسته ازادی راډیوته داسی دنوماندوتبلیغاتی پانوڅخه شکایت وکړ«دوی وایی ټاکنوورځی ته په رارسیدودنوماندوشعارونه ،اوانځورونه غټیدل لوی ،لوی دیوالونه ،اودواټونوغاړی یی دعکسونوپه کلکولوسره دښاربڼه واړوله .دهرات ښارچه دناجوګانودښارنوم یی هم لاره اوس برخلاف شکیدلوانځورونویی بڼه بل ډول کړی ده.له مخی یی دعکسونوټولولوته دعام ښاریانوترڅنګ خپله نوماندی هم خوشحاله دی عاطفه منصوری همدادسی یوه میرمن ده ویویل«زمالپاره ډیره خوشحالونکی ده چه دانځورونوپه ټولولوسره دښاراصلی بنه بیاووینم  اوس چه ټاکنی ختمی شوی ،خپله زمالپاره نه ښایی چه انځورونه می په واټونوکی ښکاره سی اونه یی هم اړه سته»نوماندوترولسی جر ګی ته تردریدودمخه دولت ته په لیکلی بڼه ژمنه ورکړل سوی وه چه هغوی به ترټاکنووروسته خپل عکسونه خپله ټولوی ځکه نوپه دغه وجه یی یوشمیرپیسی دتضمین په توګه ددولت خزانه کی ایښی دی.هغه چه پریکړه کی پاته راشی دمخکینی تړون له مخی به یی دښاروالی دکارکونکولګښت ورکړی.

+ لیکل شوی په  جمعه دوم مهر ۱۳۸۹ساعت 11:4  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |