«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

په هرات کی دکډوالوبیلابیلومهاجرکمپونوکی استوګن

دهرات لودیزمسلخ ،ختیځ ،شیدایی ،اودښارمرکزی سیمه منارونوکی دکورنیوکډوالوګڼه مهاجرپنډدی .دغه کسان ځینی یی هلمندڅخه دجګړی له وجهی راغلی بله ډله یی دافغانستان شمال ولایاتوپوری اړه لری چه دهغوپه ویناپه ځمکی اوشتمنی یی سیمه ایزه زورواکؤخیټه اچولی  دوی یی کډوالی ته اړویستل. اوځینی نوریی کوچان دی چه په غوراوبادغیس کی یی دطبیعی عفتونوله کبله رمی له لاسه ورکړی دهرات سوځنده دښتوکی ۱۱کلونوراهیسی میشت دی.په کډوالوکی دبیوزلی ،اولوږی کچه لوړه ،خودمرستی لپاره یی هغوی وایی هیڅ ډول مرجع نشته«دلته میرمنی ،اوسړی لوږی څخه شکایت کوی ،وایی په  ډیره کمه مزدوری ،یاسوال ورځنی چاری په م بیایی هیڅ کوم چاه مرسته نده ورسره کړی»په هرات کی دکډوالوچارورئیس حمیدالله خطیبی ددوی ستونزه تائیدکړه ویویل په دی سربیره چه له ایران څخه هم ډیرراستندونکی کډوال هم  دلته ژوندغوره کوی دهیوادله دیننه ۹زره کډوال شته حکومت ددوی لپاره دمرستوبودجه نلری اوخیریه موسیسوهم وړکومک نده ورسره کړی« دی وایی په داوروستیوڅوکلونوکی دمسلخ ،منارونو،اوشیدایی کډوالوسره مرسته نده شوی ډیرپه بیوزلی کی ژوندکوی »دهرات کډوال په سوځنده ډاګونوکی ژوندکوی دسرسیوری یی دګڼه کورنیویوه کمکی کوډ له ښکاری چه دلمرله وړانګویی ساتی مګردژمی یخنی ،اواورښت په مهال دوی وایی ډیری ستونزی لری.کډوال هیوادکی دنړیواله ټولنی له ملیاردونوډالره مرستی په یادونه حکومت څخه ګیلی لری خودکډوالوچارورئیس یی په ځواب کی خبریالانوته وویل دونرونوددوی اداری ته هیڅ مرسته نده کړی « هرڅومره مرستی چه دکډوالوپه برخه کی نړیواله ټولنه یادونرونه کوی خپلوانجیوګانوسره یی کوی له خپلی لاری خرڅوی. په خوابدی سره به ووایم چه دهرات دکډوالواداره اومهاجرینووزارت سره هیڅ ډول امکانات دمرستی نشته هیله ده چه دونرونه می اوازواوری اوددوی ستونزی دحل اقدام  وکړی»په دغه سیمه کی دوی دروغتیایی خدمتونو،ښونځی ،اونورعامه خدماتودنشتولی وایی مګرداړونده چارودولتی اداری یی ددغی ادعاپه ردسره وایی کمپونوته نږدی سیموکی کلینک ،اوښونځی فعال دی هغه چه مراجعه ورته کوی ټول هغه خدمات چه نورخلکوته رسیږی دوی هم ګټه تری پورته کوی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه دهم شهریور ۱۳۸۹ساعت 16:20  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |