«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

په هرات کی دولسی جرګی دټاکنولپاره دخلکودعامه پوهاونی دلړی دوهم پړاوپیل شو

په هرات کی دولسی جرګی دټولټاکنودخپلواک کمیسیون دفتردعامه پوهاوی دڅانګی مشره میرمن لیلااحراری دسه شنبی په ورځ خبریالانوته وویل دپروګرام لومړی دوریی کی ۹۲کسه ښځینه اونارینه مامورینوګډون لارښاری ،اوکلیوالی سیموکی یی خلکوته دټاکنومالومات ورکړه نتیجه یی هغه وای غوره وه.دوهم پړاویی دهمدغه شمیرمامورینوپه لارښونه ولسی خلکوسره بیاهم مرکزاوکلیواله سیموکی شرع کړچه دتمثیل په بڼه به درایی دورکړی استعمال خلکوته وښول شی«نن موبیایوقدم په وړاندی دعامه پوهاونی بله مرحله پیل شوه کلی په کلی به دټاکنوپروسه خلکوته وښیی اودډرامی یاتمثیل په بڼه به خلکوته درایی استعمال ورزده کړی»میرمن احراری زیاته کړه کلیوالی سیموکی په ځانګړی ډول ناامنه سیموکی دغه پروګرام دمسجدونودملاامامانو،ولسی مشرانو،اونورهغوکسانوپه مرسته په مخ بیول کیږی چه ولس کی پراخ نوذولری.هرات ۱۱ښاری ناحیی،او۱۵ولسوالی لری چه په ټولوهغوکی یی مامورین ددغه پروګرام دپلی کولوادعالری.دتیروټاکنولړکی ګڼه سیمه ایزه خلکودرایی په استعمال کی لکه حنګه چه شائیدل هسی مالومات نلرل.ځکه نوپه ځینومواردوکی دیوشمیردرغلیولامل هم شوی.اوس ځنګه؟ یوشمیرښاریانوڅخه می وپوښتل چه درایی په استعمال پوهیدلی که څنګه ویوییل«دوی وایی پخوایی دټاکنوپه اړوندکره معلومات نلرل خواوس وپوهیدل چه څه ډول دخپلی خوښی نوماندی ته رایه استعمال کړی »په هرات کی د۲۴میرمنوپه شمول ۱۵۱تنوولسی جرګی ته ځانونه نومولی چه له منځه یی یوتن حاجی عبدالمنان تیره اونی شندندولسوالی کی ناڅرګنووسله والوووژاه پاته نوربه یی دروانی میاشتی په ۲۷ازادوټاکنوکی سیالی سره وکړی له هرات څخه به ۱۷تنه ولسی جرګی څوکی خپلی کړی.

+ لیکل شوی په  چهارشنبه دهم شهریور ۱۳۸۹ساعت 16:18  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |