ســــــــــوالګـــــــــــــــــــــــری.
دهرات نوی ښارله ګلانوچوک بیاترملک دروازه پوری دواټ په غاړه بی لاناغه دورځی په سلګونه سوالګرترسترګوکیږی چه څوک یی دسړی پیښی نیسی،چایی تنکی ماشومان په سوځنده ګرمی کی لوڅه لاره باندی غوړولی وی. اوځینی یی هم دترانوپه ویلوله سړی خیرات غواړی.په سوالګروکی دهرعمرخاوندان شته. خوکم عمره ماشومان دنوروهغوپه پرتله ډیردسړی توجه ځان ته جلبوی ۵کلن غلام ر بانی دهرات ښارعیدګاه واټ کی دیوه ۶۰کلن سړی ترخواناست دی زړوکی کالی یی دبیوزلی ټول حال څرګندوی تری ومی پوښتل ژوندکی دڅه خوښیږی؟ دماشومانه خوی برخلاف یی دلوبودسامان په ځای د ډوډی نوم راته واخیسیت.هرات کی یواځی ربانی دیوی ګولی ډوډی په هیله دسړک په غاه نده ناست، بلکی په په دغه ولایت کی دسری میاشتی رئیس دیوی غیررسمی سروی په اټکل د۶زره سوالګرودشتون وویل چه یوله عواملویی بیروزګاری ،دکورنی جګړوله وجهی دګڼه خلکوکډوالی اواعتیادترڅنګ څه نوریادکړل.چه دټول هیوادپه کچه یی ګڼه وګړی سوال ته اړویستلی دی. په ټولنه کی دغه بیوزله ډلی څخه کله ناکله ناامنی اونوروټولنیزه ستونزوکی هم ځینی فرصت طلبه ډلګی ګټی پورته کوی.ځکه نوافغان ولسمشرحامدکرزی یوکال دمخه له ښارڅخه دسوالګرودټولښت حکوم وکړویویل ماشومانوته ددزده کړی زمینه ،غټانوته داشتغال،اودزاړه عمر،اومعیوبوته دمرستون کی ځای چمتوشی.خوداچه ولی دغه پریکړی عملی نشوه په هرات کی دسری میاشتی رئیس نورالدین احمدی وایی دموضوع دعملی ګام لپاره هرات کی کمیسیون تشکیل شوځینی لومړنی تدابیرونیول شوخودوړبودجی دنشتوالی له کبله یی لاستونزه په ځای پاته ده د خبروپه دوام یی په ښارکی دسوالګروشتون ته داسی اندیښنه وښوده«سوالګرپه ټولنه کی بیوزله ډله ده ددولت مخالف وسله وال نړیواله مافیا،اودمخدره موادوکاروباریان په بیلابیل ډول چه وغواړی ګټه تری پورته کولی شی په یومناسب څای کی ټولول یی دمشکلاتودحل یوه له لاروڅخه دی.»دسوالګروپه اړوندخلک جلانظریات لری ځینی زړه په سوځوی اوځیینی نوربیاوایی ډیری بیوزله نه، بلکی دعادت له مخی سوال کوی«دهرات د۶ناحیی استوګن نیازی وایی دکلی یوسړی پیژنی موټر،کوراوښه دنیالری مګرڅوپلایی په ښارکی په سوالګری ولیده ځکه نوهغه وایی ټول سوالګردهغه په څیرورته ښکاری زړه یی نه په سوځی»خودهرات جامع جومات کی یوه تن کوټه درمل خلکوته ښکارول ویویل زوی یی دکومی ناروغی لپاره روغتون کی عملیات کیږی پیسی یی نشته ورسره ځکه سوال ته راوتلی دی.په هرصورت سوال ،اوسوالګری یواځی ددغی سیمی ستونزه نده بلکی دنړی په کچه دودګرځیدلی خوداچه سوالګروسره دشتمنو،یانوروښاریانوسلوک بایدڅه ډول وی؟ یوه دینی عالم مولوی عبدالعلی څخه می وپوښتل«مولی وایی دټولنی نوروګړی که سوالګرته څه نه ورکوی، نوداهم نه ښایی چه زیان ورته ورسوی ځکه خدای په بیوزله کسانوخواه بدوی»مولوی وویل دشریعت له نظره سوال ښه نده بلل شوی خوکله چه څوک وبل ته دسوال په غرض لاس ونیسی ډیرنازک حالت وی دلته نوشتمن په شتوداخدای له ازمیښت لاندی دی اوبیوزله دناداری په حالت کی ازمویلکیږی. ځکه نوهغه وایی په اړوندیی بایداحتیات وشی شتمنوته نه ښایی چه دپیسوپه غروردچاه زړه مات کړی.