«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:دکابل نړیوال کنفرانس تیاری.

په افغانستان کی دمحلی ارګانونولوی ریاست مرستیال ډاکټربرناکریمی دیکشنبی په ورځ یوه خبری غونډه کی وویل په کابل کی دنړیوال کنفرانس لپاره ددوی ټولی تیاری بشپړی اوهغه وړاندیزونه چه کنفرانس کی به بحث پکی وشی دهرات دری ورځنی مجلس کی خبری په وشوی هغه څه چه نړیوال کنفرانس کی به دافغان دولت له خوامطرح شی؟ داسی وویل«په دغه کنفرانس کی مونږدافغان دولت کاری تګلاره په څوډوله ویشلی ،کرهڼه اوکلیوپراختیا،اقتصادی پرمختګ اوبشری قوی پرمختګ،اودامنیتوو نړیوالواړیکودپرمختګ حلقوباندی ویشی چه بحث ته به یی لومړی والی ورکړل سی.دکابل نړیوال کنفرانس جوړښت پریکړه  دلندن نړویال کنفرانس کی وکړه ښایی ګډ ونوال یی دناټودتړون هیوادونوبهرنیوچارووزیران ملګری ملتونواستازی اونورنړیوال شخصیتونه وی خوپه دقیق ډول یی کریمی وویل تراوسه دګډونوال کره شمیرنشی ویلی.مطبوعاتی کنفرانس کی خبریالانوله کریمی څخه افغانستان کی دولتی چوکاټ کی داداری فسادپوښتنی وکړی زیاته یی کړه نړیوال به دو رته اداری په شتوالی سره نوری مر ستی وکړی که څنګه؟ده یی په ځواب کی وویل په ډیری ستونزوګی ځینی مرستند ویه موسیسی افغانستان کی په یوه نه یوه ډول ښکیل دی اودکابل په کنفرانس کی به همدغه ټکی ته په توجه دهمغږی لاری چاری ولټول سی.دافغانستان اوبوته ډمونه جوړول اونوری داسی بنسټیزه پر وژی به افغان دولت نړیوالوته هغه وایی وړاندیزکړی چه ګڼه خلکوته دکارزمینه پکی چمتوکیږی دکریمی په وینا هڅه کوی چه نورنړیوال مخامخ دافغان دولت له لاری دبیارغونی پروژی پلی کړی کوم څه چه دهغه په وینالګښت یی کم اوکیفیت یی اوچت راځی.داچه دکابل کنفرانس ته عام افغانان څومره هیله من دی په هرات کی می دسیاسی چارویوه کارپوه ولی محمدحدیدڅخه وپوښتل په داسی ډول یی جواب راکړ«دافغان حکومت یوه څرګنده تګلاره نلری اداری فسادزیات ده اوزماپه اندترهغه مهال چه دنړیواله هیوادونوباورافغانستان خپل نکړی ګمان نه کوم چه مرستی دزیاتی کړی»بایدوویام چه دکابل دنړیوال کنفرانس مشری دافغانستان مشهورسیاستوال اوپخوانی دمالی وزیراشرف غنی احمدزی،اودمالی فعال وزیرحضرت عمرزاخیلوال کوی کوم کسان چه دنوروګڼه دولتی لوړپوړوافغان مامورینوترڅنګ هرات کنفرانس کی ګډونوال وه.

+ لیکل شوی په  دوشنبه هفتم تیر ۱۳۸۹ساعت 9:40  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |