هرات:اسلام قلعه کی معتادینو،اوپه ایدزاخته مریضانوسره دمرستی اومشوری مر کز.
دمخدره توکوروږدواوایچ ای وی په مکروب مصاب ناروغانوسره دمرستی برخه کی دیواین دسی دفتریوه مامورډاکټرمحمدشفیق قوریشی دهرات لودیزاسلام قلعه سرحدی ښار ګوټی کی دمخدره توکو روږدوسره دمرستی دغه مرکزګټوره پروژه وبلله زیاته یی کړه دسیمی هیوادونوپه کچه روغتیایی خدمتونه وړاندی کوی«قریشی وایی داسلام قلعه روغیایی مرکزله ایران څخه راستنیدونکوکډوالوسره دراتلوپه مهال دهغوی په خوښه روغیتایی کتنی کوی دبیلابیلوساری نا روغیتوله لکه ایدز،تورزیړی،اعیتاد،اوورته نورونارغیودتشخیص په صورت کی هغوی سره لومړنی مر ستی ،اوسلاومشوری کوی»ددغه مرکز۸ تنه روغیتایی کارکونکی ددی تر څنګ چه داسلام قلعه دولتی کمیساری ترخوادیواین سی ارپه مرسته له ایران څخه دراستندونکوکډوالولپاره دایچ ای وی ،اومخدره موادوروږدوسره لومړنی روغتیایی مرستی کوی ماموریونووویل سرحدی ولسوالیوکی یی دهغوکورنیولټون پیل کړی چه میرمنی، ځوانان یادکورنی نورغړی یی معتادوی په وړیاډول یی ددرملنی پروګرام ور ته پیل کړی دی .اسلام قلعه دهرات کهسان ولسوالی اړوند یوکمکی ښارده چه دوګړونفوس یی د۴۰زره وګړوپه شاوخواه کی اټکل کیدلی شی.خوداچه خلک یی ګاونډی هیوادایران ته ډیرتله راتله کوی سیمه ایزه خلکواودمسجدخطیب یی وویل تراوسه ۲زره میرمنی اوځوانان معتاد پکی پیژندل شوی دی.روږدی کسان له ۳۰کلنی څخه دټیټ عمرکسان وه غټه شمیره یی میر منوجوړوله ګڼه یی چه مرکزته دمعائینی په غرض راغلی وه خپلی هیلی اوشکایات داسی ازادی راډیوسره شریک کړه«دوی وایی ایران ته دکارلپاره تللی وه معتادشوی دی اوس چه یوروغتیامرکزورته جوړشوه خوښ دی مګرکافی نده ځکه بسترونه نلری اوتردر ملنی وروسته یی څارنه نشته بیانشوته مخه کوی»دمربوطه چارومامورینووویل پولیسواومحلی ولسی شو راسره یی چاری په مشوره په مخ ځی ټول هغه معتادین چه دوی وپیژنی لومړنیومرستوباندی سربیره په لومړی پړاوکی پاکی دنشه یی توکودتزریق پاکی ستنی ورته ویشل کیږی هغه چه متهل وی دجنسی نزدیکت له پاره کاندم( پوکانی) ورته ورکوی څوپه دغه ډول یی یوه نه بل ته دساری ناروغیولکه ایچ ای وی اوتورزیړی دلیږدمخه نیولی وی همدارازددوام داره درملنی لپاره یی مربوطه روغتونونوته ورپیژنی څوپه وړیاتوګه یی درملنه وشی.دپروژی. کلنی لګښت ۵سوه زره ډالر ه د ی ندرلندهیوادور کړی په هرات سربیره ننګرهارکی هم په ورته خدمتونویوبل مرکزلری ،ر اتلونکی کی په خوست،اونیمروزولایتونوکی هم داسی مرکزونوجوړښت دپلان مامورین وایی لاس لاندی لری.