«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

نیمروز:وسلوالویودینی عالم وواژه.

دنیمروزوالی وایی ددغه ولایت یودینی عالم دکورنی له وړاندی ټوپکمارودفراه بکواه ولسواالی کی له مسافروړونکی موټرڅخه کوزوژلی یی دی دموضوع په اړوندراپور.

ډاکټرغلام دستګیرازادپه ټتلفون سره وویل ملاعبدالله په نوم یودینی عالم چه امامت یی نیمروزکی ښارزرنج کی لاره کورته دتلوپه مهال وسله وله مخالفینودفراه مرپوط بکواه دښته کی له مسافروړونکی موټرڅخه په کوزیدووواژه.دغه دینی عالم اصلادنیمروزدوالی په وینادغورولایت استوګن وه خپلی میرمنی سره هغه ولایت ته روان وه مړینه دنیمروزوالی یوه ضائیعه وبلله زیاته یی کړه دولت سره هیڅ ډول تړاونلاره.دخبروپه دوام یی هوډوکړچه عاملین به یی دپیژندګلوی په صورت کی دقانون له مخی په جزامحکوم کړی هغه چه دده په وینادپولیسولټون جر یان پسی لری.په داوروستیوکی په نیمر وزسر ه بیره فراه ،بادغیس ،غور،اودهیوادنورویوشمیرسیموکی دقومی مشرانواودینی علماوومر موزی وژنی زیاتی شوی دی چه ډیرځله محلی دولتی چارواکی پړه لکه دتازه پیښی په څیرپه وسله وله طالبانواچوی.خووسله واله طالبانوددغی وژنی پړه ندی منلی خوپه یوه بل جلاخبرکی طالب ویاندپه قاری محمدیوسف یوه ټلفونی پیام کی دسه شنبی په ورځ دنیمروزدلارام ولسوالی کی په مین سره دایساف ځواکونواړوند دیوه ټانګ تخریب اوڅلورسوله ساته عسکرودوژنی ادعاوکړه مګر والی دغه ادعابی اساسه وبلله.

+ لیکل شوی په  سه شنبه هجدهم خرداد ۱۳۸۹ساعت 13:46  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |