دښځوپلور۳-۱-۱۳۸۷
هرات کی دښځوچاروراداری مشره وایی روان کال کی نږدی څلور سوه داسی پیښی ورسره ثبت دی چه دکورنی دخاوندانوله خواه دپیسوپه بدل کی جبری ودونوته ته مجبوراوپلورل شودی داډول څوتنوازادی راډیوسره دزړه خواله کړی چه حال به یی راپورکی واوری.
۲۵کلنه مریم دداډول ښځوله منځه یوه ده چه دغوریانوولسوالی نه دښځواداری ته په شکایت راغلی وه اوخبریالانوته یی دخپل ترخه ژوندداسی نقل وکړ«مریم په داسی حال که چه په مخ یی ګلی ګلی اوښکی راروانی وی وویل کورنی یی دمخدره موادویوه سوداګرباندی وپلورله ظلم زیاتی ورسره شوی اودکورنی اړودوړله کبله یی دځان وژنی په هڅه له بامه ځان وغورځاوه دنقل دغه برخه کی دمیرمنی ستونی غریوواخیسته ممکن دخبروکولوتوان یی له لاسه ورکړی وی خودپیښی له امله یی غبرګی ماتی شوی پیښی دادعادرښتینولی څرګنددلیل وه »دغی میرمنی دخپل کورنی ادرس دخبریالانوواک کی پریښوده هیله یی لرله چه حکومت قانونی چلندورسره وکړی .هرات کی دښځوچارواداری ریسه سیماشیرمحمدی وویل دوسیه یی داجرات لپاره امنیتی مامرینوته سپارلی ده اته سیمادخبروپه دوام روان کال دښځولپاره له تاوتریخوالی ډک وباله زیاته یی کړه تراوسه نږدی څلورسوه داسی دوسی ورته راغلی دی«دروان کال له سره ۳۸۹دکورنی تاوتریخوالی پیښی رارسیدلی مونږیی دوسی اړونده مقاماتوته دتعقیب لپاره ورکړی اوډیری پیښی دښځودپلورنی دی »سیماددغویولامل دمخدره موادوکاروباروباله چه قچاق وړونکی دبیلابیلوموخولپاره ښځی اخلی اویاهم دودونوپه نوم له ناداره کورنیودهغوی وړی نجونی درضایت برخلاف تری پیری .البته دکومی میرمن غږچه دراپورپه سرکی نشرشونه هم لومړی اونه یی هم دورته ډول وروستی پیښه بللی شوبلکی داناوړه دودهره ورځ په یونه یوډول دمیرمنواوتنکیونجونودځورونی لامل ګرځی دبیلګی په ډول به له دوه تنه نورومیرمنوخبری واوری چه په داوروستیوکی یی ازادی راډیوسره دزړه خواله کړی وه.وروستی میرمن زیاته کړه ناسکه وروریی دپوربدل کی قچاق وړونکوته ورکړه خوهغه په بیلابیل ډول استفادی تری وکړی اودری ځله بیاپه نوروکسانوخرڅه شوه دغه میرمن دخبروپه مهال دښځودملاتړیوی ټولنی کی پناه اخیستی وه خپل ژوندیی ترخطرلاندی باله ورته کورنی تاوتریخوالی له څوکلونوراهیسی دیوشمیرښځودځان سوځونی لامل شوه چه روان کال کی هم دښځوچاروریسه دښځوځان سوځونی زیاتی ګڼی خودهرات دبشردحقونودملاتړدفتردښځودچارومسوله مسرمن ثریا بیابرخلا ف وایی دپخواپه پرتله په ښځودتاوتریخوالی پیښی کمی شویدی خودورته شکایاتولامل یی داوباله چه ښځی اوس په خپلوحقونوپه ه اودملاتړاداروته دشکایت لپاره غږوچتوی کوم څه چه پخوایی ښځوتوان نه لاره