«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:دولسی جر ګی ټاکنوته ۱۵۷تنه سیالی سره کوی.

په افغانستان کی دولسی جرګی ټاکنونوماندوپه وړاندی تراوسه ددغه هیوادمرکزاوولایاتوکی ۱۴۰شکایتونه شوی دی.داخبری دافغانستان دټاکنودخپلواک کمیسیون دشکایاتوداوریدوڅانګی یوه غړی احمدضیارفعت په هرات کی دولسی جرګی نوماندوهغی غونډی ته وکړی چه دبشردحقونوخپلواک کمیسیون په نوښت دامنتی چارواکوپه حضورجوه شوی وه.ده وویل هرهغه شکایت چه مستندوی ددوی اداره یی اخلی په عادلانه ډول یی څیړی.غونډه کی ولسی جرګی ته نوماندو بیلابیلی ستونزی مطرح کړی چه په سر کی یی امنتی مشکلات،دځینی نوماندوله خوادولتی امکاناتوڅخه ګټه پورته کول،مرکزاوولسوالیوکی دزور واکونفوس، اوله رسنیودځانګړیونوماندوپه پلوی تبلیغات یادکړه.احمدضیارفعت دوی ته ډاډورکړزیاته یی کړه له تیر وپه تجر به داځل کمیسیون وړپروګرامونه لاس لاندی نیولی د عادلانه ټاکنودترسره کید وژمنه یی وکړه.دهرات امنیه قوماندان جنرال محمدسالم احساس په هرات کی امنیت ډ اډمن وباله خوپه دی سربیره یی هم نوماندوته دکمپین په مهال داسی مشوره ور کړه«زه دامنیتی مسول په صفت دټاکنودښوتر سره کیدوژمنه کوم پولیس په بی پری ډول ستاسوپه خدمت کی دی له ګرانونوماندوڅخه می هیله ده کوم مهال چه ولسوالیواولری پرتوسیموته دکمپین لپاره ځی په لیکلی بڼه دپولیس په جریان کی واجوی څویی مونږ امنتی پروګرام جوړکړو»په هرات کی د۲۴میرمنوپه شمول ۱۵۷تنو ولسی جرګی ته خانونه نومولی دی.دغه ولایت کی دبشردحقونوکمیسیون مشرعبدالقادررحیمی وویل رسنی بایدپه ټاکنوکی دخپلواکی اصل ته په پام دکوم ځانګړی کاندیدیپلوی ونکړی.اوپه یوډول دټولونوماندوخبری نشرکړی.دغونډی ګډونوالودټاکنوخپلواک کمیسیون کی دزور واکونفوس کمیدل اړین وبلل همداراز دټاکنوپه ورځ درایی اچونی مرکزکی د پولیسودنده اړینه وبلله نداچه ددوی په وینا داربکیانوپه تشکیل کی دقومی ملاتړځواکونه جوړول ددوی په باورچه همدغه موقتی وسلوال دناامنی اوتقب کاری لامل کیږی.

+ لیکل شوی په  یکشنبه بیست و ششم اردیبهشت ۱۳۸۹ساعت 21:41  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |