هرات:په بادغیس سربیره دتاوتریخوالی تازه پیښی.
دبادغیس دامینه چاروقوماماندان سیداحمدسامع وویل لومړی پیشه دشنبی په سهاردقادس ولسوالی خیرخانه سیمه کی دطالبانودکمین له وجهی رامنځ ته شوه چه دهغه په وینادپولیسواوایلافی ځواکونوکاروان له دوه ساعته مقاومت کی روغ رمټ ووتل، دطالبان یوسیمه ایزمشرمړ،بل تن یی ټپی شو.دلته یوملکی وګړی هم هغه وایی ټپی شو.دغه امنتی مامور جلاپیښه کی دسرک دغاړی مین له کبله دیونظامی موټردتخریب اوموټرچلونکی دزخم وویل زیاته یی کړه دوه حلقی مینونه ترانفجاروړاندی پولیسوکشف ، له کاره یی وغورځول.خودطالبانوپه ویاندی قاری محمدیوسف احمدی پیښه کی دبهرنیانود یوه ټانګ په تخریب سربیره د۴ خارجی او۲افغان عسکرودمړینی ادعاوکړه.همدارازطالب ویانددهرات شندندولسوالی کی دخارجی ځواکونودیوی څر خی الوتکی په راغورځیدوسربیره وویل ټولی سپرلی ووژل شوی.خوغرب زون کی دساحوی پولیسوقوماندانی ویاندی دغه ادعاردکړه مګر دهرات شمال لودیزکشک کهنه ولسوالی کی یی په ایتلافی ځواکونواوملی اردوګډکاروان باندی دطالبانودیوه بریدحال ورکړ.ویویل پیښه کی یی دطالبانومرګ ژوبلی څخه نه پوهیده مګردملی پولیسوڅخه یی دیوه سرباززخمیکیدل ومنل.