هرات:دچشت شریف مرمرکان کی د۱۵۰ملیارده ډالروپه ارزښت تیږه شته.
په هرات کی دامهال د۶۰ډوله مر مرتیږی په شتون سره د۱۵۰ ملیارده امریکایی ډالروپه ارزښت کان موجود ده چه تراوسه یی داستخراج چاری ځینی شرکتونوپه انفرادی توګه یاغیرفنی ډول ترسره کولی خوتردی ور وسته به نړیواله پانګه والوسره دتړون له مخی دغه مواداستخراج اودنړی مارکټونوته لارومومی دهرات والی احمدیوسف نوریستانی داخبری په هغه علمی کنفرانس کی وکړی چه د امریکامتحده ایلاتوترڅنګ ۱۲هیوادونوداستازوپه ګډون په داور وستیوکی هرات کی دمرمرډبری دپژندګلوی په نیت جوړشوی وه«هغه څیړنی چه دکانونواوصنائع و زارت له لوری ترسر ه شوی په افغانستان کی د۱۵۰ملیارده امر یکایی ډالروپه ارزښت دمرمرودډبری کان شته دامهال دکال ۱۵ملیونه امریکایی ډالره عواید له دغه درکه لری طمعه شته چه داعوایدبه مو۴سوه ملیونه ډالروته هرکال لوړشی»که څه هم عملادهرات کنفرانس کی دمامورینوپه ویناکوم نړیوال پانګه وال تراوسه دمرمردډبری داستخراج تړون ترلاسه نکړخوافغان صنعت کارانوسره دډبری ښکلوسره ګنه پانګه والولیوالتیاوښوده.دفغانستان دمعدن اوصنایع وزیروحیدالله شهرانی ازادی راډیوته هغه هیوادونه چه دلته پانګه ونی ته لیوالتیالری اوسیمنارکی یی استازی وه داسی راوښوده«بیلابیل هیوادونه ترکیه، متحده ایلات،ایټالیا،اوځینی نورهیوادونوڅخه استازی راغلی وه غواړی دیوه تړون له مخی افغان صنعتکارانوسر ه په کومک دمرمردډبری استخراج کی عملی چاری پیل کړی»بایدووایم چه شهرانی داخبری دهرات کنفرانس کی ازادی ر اډیوته وکړی چه اونی وړاندی د۲ورځولپاره علمی بحثونه اودمرمروپه اړوندنظریات پکی کاروپوهانویوله بل سره شریک کړه.په هرات کی ۶۰ډوله مرمر ډبری پیژندل شوی کوم څه چه دافغان مامورینوپه وینانړیوال مارکت کی لومړی مقام خپل کړی ا وپه رنګونوکی یی لاجوردی ،فیرزه یی،اوسپین رنګ ډبر ی ډیرمینوال لری. دمرمرډبری څخه دکورونودښکلا،ګآنواوبیلابیلولوښوجوښت کی کاراخیستل کیږی توریالی غوثی د اړونده چارویوکارپوه په عینی حال کی دیوه صنعتی شرکت په ترکیب د چشت شریف مرمروکان کی داستخراج غیردولتی فابریکه لری ازدادی ر اډيوته یی وویل افغانستان کی مر مریوه غټه شتمنی ده خود اچه په غیرفنی ډول ځینی زورواکی ډبری په ښکلوسره په غیرقانونی ډول بهرهیوادونوته وړی اندیښمن وه«دچشت شریف دمرمروکان ۱۲۰کلومتره اوږدوالی لری ډبره یی ډیره خوموادیی په غیرقانونی ډول بیلابیلوهیوادو،لکه ترکمنستان،ترکیه،اوایران ته لیږدول کیږی»دولتی مامور ین دغوثی خبری نه ردوی مګرتردی وروسته وایی دمخنیوی لاری چاریی برابری کړی دی، اودقانونی کاروبارله پاره یی ګمرکونوکی وړاسانتیاوی سوداګر،اوصنعتکارانوته چمتوی کړی.په افغانستان کی ډیرځله دداسی بنسټیزه پروژولپاره دنړیواله پانګه ونی سره لیوالتیاوی مګرامنیتی وضعیت دغه هیوادکی دعملی چاروخنډشی اوس څنګه ؟دلته دپانګونی موقع شته کنه؟ازربهایی جان هیوادڅخه راغلی شتمن احمدلوندیی په هوکی سره ځواب راکړ«داکوشرکت په مشری دلته راغلی یم دلته کارته زمینه برابره اوددصنعت ترڅنګ به افغان دولت سره دتړون له مخی دبریښنابرخه کی سل ملیونه ډالر ه پانګونه وکړم»احمدامنیتی وضعیت له هغه څه دډاډوړوباله کوم چه دهغه په وینانړیواله رسنیوڅخه یی اوریدلی وه.بایدووایم چه دهرات دمرمروډبری کان دهرات شمال ۱۶۰کلومتری چشت شریف ولسوالی کی دی دسړک خرابی یی دکاروباریانولپاره یوه له ستونزی څخه یادیده چه دمرمرونړیوال کنفرانس په ترڅ کی ایټالیاهیواد۲۰ملیونه ډالره دلاری دجوړښت لپاره ژمنه وکړه ځکه نودګڼه استوګنوترڅنګ دهرات دوالی یی اعلان ته هر کلی وکړ.