«ور» دنړۍ او افغانستان خبري ټولګه

سياسي، کلتوري، او ټولنيز خبرونه او جالبو موضوعاتو په خپرولو دپښتون ټبر په چوپړ وياړو.

هرات:۷تنه ملکیان مین ووژل.

دپولیسودغه لوړپوړی ماموردخبروپه دوام وویل داطلاعاتوپه اساس سیمه کی ملکی ځایونوکی طالبانوګڼه مینونه کرلی دی اودوی دخنساکولوچاری امریکایی ځواکونوسره ګډی پیل کړی دی.تراوسه منږ۵مینونه کشف اوخنساکړه امریکایی ځواکونوسره مودمین دخنساکولوچاری جریان لری»بایدووایم چه دپولیسودقوماندان په دغه څرګندولوطالبانونظرنده ویلی مګرپه یوه بل جلاخبرکی طالب ویاندقاری محمدیوسف احمدی دپنجشنبی په ماسپښین دبادغیس مقرولسوالی کی دسرک دغاړی مین په وجه د۹کورنیواوخارجی عسکرودمړینی ادعاوکړه مګردغه ادعایی جنرال اکرام الدین یاوربی اساسه وبلله.دکشک کهنه ولسوالی ګاونډ دبادغیس ولایت بالامرغاب اومقرولسوالی ګڼه ملکی میشته سیمه کی لادمخه سیمه ایزه خلکودطالبانوپه لاس دمین دکرلوخبرورکړی وه.خوترکومه ځایه چه دهرات کشک ولسوالی پراخه سیموکی دمین دکرلوخبره شوه لومړی ځل ده چه دولتی مامورین یی تائيدکوی.مین دوژنکووسلوترټول خطرناک ډول  ده چه ډیر زیان یی په داورستیوکلونوکی ملکی خلکوته  اوښتی دی.داوتاوادتړون له مخی پتیل شوی وه چه افغانستان به تر۲۰۱۳ملادی کال پوری دمین له شره خلاص کړی مګرنداچه دشوروی دجګړی مینونه لاپه پراخه کچه سیمه کی دخلکوژوندته ګواښ دی بلکی دلته دافغستان جګړه کی ښکیل ډلګیوله خوادتازه مینونودکرلوچاری هم ویلکیږی جریان لری چه ترپخوانیوهغویی ډول خطرناک بللی شوی ده.اودولسی وګړوژوندیی تریخ کړی دی.

+ لیکل شوی په  جمعه بیستم فروردین ۱۳۸۹ساعت 13:14  له طرفه شرف الدین ستانکزی  |